ملا صيب!بيا د فساد وخت دى!!!

 
 
ملا صيب!بيا د فساد وخت دى!!!
له مولوي عبدالعزيز خيرخوا سره د زړه خواله
چټک غبرګون---ننګرهار
 خيرخواصيب!چې رېښتيا خبره وي ډېره هوښياري دې وکړه،په دې خوش باوره او پاک نيتو افغانانو که نورو هم شانو خلکو دې د کور،ډوډۍ،اسلام،شرېعت،بيا د ترهګرو(!)د له منځه وړلو،بيارغونې...د شعارونو په ورکړې لوبې وکړې او لا يې کوي او ځينې افغانان لا پرې پوه شوي هم دي خو تاڅو کاله وړاندې د ولايتي شورا د ټاکنو پر مهال د نفس و هوس د غوښتنو د پوره کولو لپاره د يوداسې شعار په ورکړې د جومات څنډه پرېښوه چې د سياسي چل و دوکې له مخې بايد په اپرين ونازول شې...په داسې شپو ورځو کې چې افغانان نورې شېبې خو لا پرېږده چې جوماتونو کې د لمانځه او ودونو کې د خوشالۍ پر مهال هم بهرنيو ناازموېل شويو وسلو او بمونو د ازموېنې ښکار ګرځېدل او د خپلو ډېر مخو سياستوالو د ورکړي ازمېښت له امله  له هر ډول ښه بدلونه نهيلي ول،پر ننګرهاريانو خوارانو خداى ستاسو په شان يو خيرخواخواخوږى ولوراوه،ښه مې ياد شي چې د نورو جوماتونو په شان څو ځلې تر لمانځه وروسته زموږ جومات کې مو هم د خپلې کانديدۍ پر مهال خلکو ته غوړې وعدې ورکړې چې تر ټولو لويه هغه يې د افغانستان واکمنو بهرنيو ځواکونو لخوا د کورونو د پلټنې ،د روانو نا اسلامي او نا اخلاقي چارو مخنيوي کې هڅه،د بهرنيو سرتېرو د وېستلو لپاره لومړى سياسي او بيا د اړتيا پر مهال وسله واله مبارزه،او....وو، د همدې سپېڅلو او ټولخوښو شعارونو په مټ مو په ډېرو جوماتونو کې ملا امامانو تر دې چې د جمعې لمانځه په موعظمو  کې هم درته کمپاينونه وکړل  تر دې چې ټاکنې ترسره او ستاسو په بري ډېرو زړونو کې پر خپل ژوند د روانې لوبې د پاى هيلې وغوړېدې،ښايي همدا په  ولس کې مو د ډېر ملاتړ له امله به و چې د ننګرهار د ولايتي شورا خپلمنځي ټاکنو کې مو د شورا د ريس فضل هادي مسلميار د  مرستيالۍ څوکۍ وګټله او د هماغه په شان مو هغه څه وکړل چې د ويلو نه دي،رېښتيا تاسې دوه مې هسې ياد کړئ ستاسو شورا کې خو خداى شته چې ټول له مخې هغه بې سوادان او جېب ډکوونکي ناست دي چې بايد څه تمه ترې ونه شي((له استاد غفوري پرته  چې د خداى(ج) په شاهدۍ وايم هېڅ اړيکه ورسره نه لرم او يوازې يې د يو شمېر ښو کارونو له امله تر نورو هغو يو څه ښه ګڼم))که د نورو چارې هېر کړو او ستاسو پر خدمتونو(!)وغږيږو نو تاسې خو پر خپلو شرموونکو چارو پوهېږئ خو د خلکو د پوهولو لپاره به وايو چې تاسو ښاغلي او د ملايۍ له سپېڅلي او درنښت وړې جامې او پګړۍ او نومه ناسمه ګټه اخېستونکي خيرخوا صيب پخپلو تر ټولو لويو خدمتونو کې دا وکړل چې ځانته يو شمېر لوې کمپاين کوونکي د ځان په شان ملاصيبان(!)مو له والي شېرزي سره چې د خپلو په ښکاره رغوونکو او پټو ورانکارو چارو کې درڅخه ګټه اخېستى شي سره جرګه او ورته د ځانګړو ښو معاشونو په اخېستو سلا شوئ او په دې ډول مو د هغه د نا اخلاقي چارو پر وړاندې خولې بندې وساتلې،رېښتيا هغه امريکايانو سره د ښو اړيکو او ترې د ښو ډالرو په ترلاسه کولو د تېر برعکسې چوپتيا له امله خو دې ولس کې په لويه کچه د ملا (P.R.T)وياړلى(!)لقب هم وګاټه،د والي صيب د موسېقۍ او نورو ځانګړو خوندورو(!)بنډارونو کې د يو شمېر ځانپلورو ژونالېستانو په شان د برخې اخېستنې برى   مو وموند  چې مبارکي  درته وايم،که له دې هم تېر شو هغه د ځان ځلونې نورې نښې خو دې يادې دي چې چرګه دې هګۍ نه وي اچولې او بيا دې له هماغې....خبري سروېس کې د لومړي يا دويم خبر په توګه  داسې  خبر خپرېږي:((د ننګرهار دولايتي شورا مرستيال او د عيد ګاه جومات خطيب مولوي عبدالعزيز خيرخواه....))
ځه له دې به هم تېر شو اورېدلي مې دي چې امريکا متحده ايالاتو ته دې هم کوم سفر يا سفرونه وکړل او خدايزده ولې؟خو ځه دا به هم پرېږدو ښايي اسلام سره د ډېرې مينې له امله به د تبلېغ لپاره تللى اوسې(!)خو دا چې وايي د عېدګاه جومات د امامت ترلاسه کولو ترڅنګ دې د دې جومات تر خوا د ورځې د موډ يو کور هم په برخه شوى،دې خبرې خوشاله کړم ځکه که د هرې موخې لپاره د شېرزي صيب لخوا دا کور در کړل شوى وي خو دا ښه خبره ده چې يو ديني عالم(!)ته د ښه ژوند اسانتيا ورپه برخه کول اسلام سره مينه ده خو چې اوس اورم د قصر او ولايتي شورا د ډېرو ډوډيو خوړلو دې خېټه غټه کړې او د لا غټوالي د مخنيوي لپاره يې هر سهار وختي د کور او عېدګاه جومات شاوخوا د  يوه ساتونکي(باډيګارډ) په لرلو سره منډې وهي لږ خپه شوم ماويل د دې ځمکني پرښتې(!)سهارني عبادتونه به څنګه کېږي؟ ښه داپريکړه  به دې ايماني ژمنوالي ته واک کې ورکړو خو دې وروستيو کې مې له امريکا غږ اشنا راډيو سره دې يوه ژوندۍ مرکه کې واورېده چې بيادې  خپل پخوانى نه ترسره کړى  شعار زمزمه کاوه خو په دې توپېر چې دا ځل دې د دولت د نا اسلامي ګڼلو پرځاى له دولته دخلکو د ناراضي والي لامل د دولت نااسلامي  والى نه ؛بلکې په ترهګر ضدو(!)بمباريو کې دولت سره د بهرنيو ځواکونو نا همغږي بلله او يو ډول دروغجنه او دوستانه هيله کې مو د دې چارې او ملکي زيان د مخنيوي غوښتنه کوله پوه شوم چې خيرخوا صيب بيا  د پخواني ورکړي شعار(د بهرنيو سرتېرو پر وړاندې جهاد)) چې په اصل کې د هغه جناب فساد يې ګڼلاى شو اوس په نامستقېمه او د ولايتي شورا ټاکنو کمپاين کې به يې ښايي په مستقېمه توګه زمزمه کړي.
هيله ده درانه ننګرهاريان دې ټکيو ته په پام سره بيا کېدونکيو ټاکنو کې چې نه پوهېږم رايې به پکې ارزښت ولري کنه؟خپله دنده او ژمنه وپېژني،د وروستۍ خبرې په توګه يادوم چې دا زموږ د نننۍ ځپلې شوې ټولنې ديوې ډېرې وړې خوا د انځور هڅه ده او ډېرې داسې نورې خواوې هم انځورېدا ته اړتيا لري.