په نورستان کې مخابراتي ستونزې

 
نورستان چې یو غرنی ولایت دی په ۲۰۰۶ میلادی کال کې افغان تیلیکام  د لومړي ځل لپاره فعالیت پیل کړ، چې اوس افغان بیسیم او روشن هم خپل فعالیتونه  کوي.
پارون سیمه چې  لوړ غرونه لری د مخابراتی شرکتونو د سیګنالونو مخنیوی کوی خو ډیری مشتریان پدی وروستیو کې د دی شرکتونو د خدمتونو نه خوښ  ندی او ادعا کوی چی غږ او انټر نیټ یی ډیری ستونزی لری او ډیری وختونه پوسته نا وخته رسیږی  چی دا کار  د رسمی کارونو د ځنډ سبب ګرځی .
محمد موسی شامی چی د ولایت ویاند دی وایی  په نورستان ولایت کې د انټرنیت سوشل میډیا کارونکو په شمیر کې ډیروالی راغلی او خلک اوس ټویټر، ټاګ، او فیس بوک کاروی او اداری دچټک فعالیت په خاطر  نیټ نه استفاده کوی  خووایی چی  بد بختانه د تیرو دوه اونیو نه په ڼیت کې ستونزی راولاړی شوي او خلک مايوسه شوی دی،  یو بل تن چی سید ولی همدرد نومیږی  یو رسمی کارمند دی  وویل چی د روشن ډیټا کارد استعمالوی خو تیرو دوه اونیو راهیسی د انټرنیټ نه هیڅ استفاده نه کیږی او له مرکزی مسئولانو نه یی د مشکل حل غوښتنه وکړه .
د یادولو وړده چی په نورستان کې تر اوسه د تریجی خدمتونه فعال ندی او  ډیری وختونه مخابراتی شرکتونه د یوی کوچنی ستونځی له امله په ورځو بند وی چی د خلکو د مایوسی سبب ګرځی .
خانزعلی فیروز نورستان پارون