غزل

  يوار که  بې علمه  بې  هنره  سترګې  نه  لري بيا نو  پښتانه  خواران  اکثره  سترګې  نه  لري   ښکلي  په ډبرو  مئين  ولې  عادت  سوي  دي دې  ته  فکر  نه  کړي  چي ډبره سترګي نه لري   زه    دليلا  زلفو  ته   لاسونه   ځکه  نه  وروړم دا هغه  ماران  دي چي  له سره  سترګي  نه لري   ته چي  د چا مل ئې  که ړانده  وي منزل  ومومي ته چي  له چا  ورک  ئې مقدره  سترګې  نه لري   ياروائي دا خيال کړه ما رسوا نه کړې خو زه وايم مينه داسي  شئ دئ  دزړه  سره سترګي  نه  لري   بخته نوره پوهه  که ئې هرڅو غرونه غرونه وي وي چي له خپل  کاره  ناخبره   سترګي   نه  لري   داؤد بخت مندوخېل ژوب