نوې دنده

 
دروازه خورا په ورو ووهل شوه . د لوی میز تر شا ه نا ست  د لویو بریتونو خا وند سر په ورو راپورته ډروازې ته ځیر او په ورو شا ن یی وویل :
ـ را ځئ مهربا ني وکړئ .
دده له غږ سره ددروازې شا ته ولاړ دنګ ځلمي په ورو دروازه پرانیستله او رادننه شو ، سلا م ېې واچاوه ، بیا لکه یو سرتیری ورو وړاندې ورغئ او د اوږده میز تر شا نا ست سړي ته مخا مخ ودرید . جیب ته ېې لاس تیر او یوه وړه ټوټه کا غذ یی تر ې راوویست . سړی لا س ور وړاندې او کاغذ یی سترګو ته ونیو . د کا غذ په لو ستلو په بریتو کې موسکی او وغوړید . کا غذ یی د سترګو په رپ کې له نظره تیر او راغلي زلمی ته یی د لاس په اشاره په خونه کې په اوږده چوکۍ د کښینا ستو بلنه ورکړه . راغلی کس په ورو کښینا ست او په خونه کې د راځوړند ګوندی لارښود او د هغه لپا سه د راځوړند سور برغ په لیدلو یی څه شیبه سترګې خښې کړې. سور بیرغ او د ګوندی رهبر تصویرېې په وجود د خوښۍ احسا س خپور کړ .
د اوږده میز تر شا ه نا ست د لویو او پیړو بریتونو خاوند پا ڼه لکه کوچنی  ما شوم واړوله راواړوله  او له لږې شیبې وروسته  ېې څیرې ویرې وکړه . د کا غذ څیرلو نا ست ځلمی له ویرې  لکه زلزله ولړزاوه خو د کا غذ څیرونکی دده د غبرګون هیڅ جا ج وانخیست او شین په خندا شو. په داسې حا ل کې چې دکا غذ څیرلې پا ڼې ېې د میز په سر ایښې با طله دانۍ ته ور اچولې ځوان ته چې دده دې چلند ته هک پک او ګوته په غا ښ و مخ ورواړاوه او ویې ویل:
ـ وبیریدئ؟
او له دې سره ېې دوباره پړک وهل او بیا یی له خندا اوږې ښکته او پورته شوې . ځوان چې ګڼو فکرونو او سوچونو یی په مغزو کې غوبل جوړ کړی ووسر په ورو را پورته او ځواب یی ورکړ:
ـ صا حب خبره د ویرې نه ده .....
غو ښتل یی خبره وغزوی خو بریتور چارواکی چې خندا یی په شونډو او بریتونو لا هم جاری وه په بریتونو لاس تیر کړ او ویی ویل:
ـ  پو هیږم په زړه دې څه درګرځی .
ځوان سترګې شخې ،زړه لوی او په خبرو کې ورولوید:
ـصا حب که زما په ځای تا سو شئ وبه نه ویریږئ ؟  زه له اوم ټولګی نه د ګوند غړی یم ، یوه ګوندی غونډه مې نه ده قضا کړې او د ګوند هره پریکړه مې د سر په بیه هم که راته پریوتې په هسکه غاړه منلې او اوس که مې هم ګوند اور ته واچوي سوڼ به له خولې ونه با سم  خو تا سو مې ګوندي تعرفه داسې څیرئ لکه یا چې د انفلاب ضد یم او یا مې دا پرزه جعلی راوړی وي .
د ورستیو جملو په ویلو بریتور کس له خوشحا لۍ بیرته وغوړید :
ځوان چې له سودا او ویرې ېې سترګې بقې راوتلې وې پو ښتنه وکړه:
ـ صا حب نو زما ګوندی تعرفه مو ولې وڅیرله ؟
ـ هغه بیا له خندا شین شواو په ټو که یی وویل:
ـ ددې له پاره چې په ګوندي جلسو او غونډو کې د ورتګ او ګډون پیټی دې له اوږو و غورځوم .
ځوان خورا هک پک اوله حیرا نتیا یی سترګې رډې ونیوې :
ـ هغه څنګه؟
ـ هغه داچې د ګوند نوې دنده درسپارم
ځوان بیا له نورې حیرانتیا او ږې پورته کړې :
ـ نوې دنده یعنې !!
ـ نوې دنده له ګونده وتلې د ګوند لپاره کار
بریتور چې ده سره په خبرو بوخت وڅوڅلې  کله په میز ایښي سور بیرغ په لاس کې نیوه اوکله به یی ده ته  مخا مخ د ګوند او دولت مشر چې دده په څیر یی ببرو بیریتونو شونډې پوښلې انځور له سترګو تیراوه . خبره داسې وغزوله :
ـملګریه ! اوس موږ د خپل ګوند د بری په یو بل پړاو کې یو او دې ته د انقلاب پړاو وایی . له انقلاب دمخه موږ خپلو ظبقا تي  د دښمنا نو ته کمین نیوه خو اوس دوی موږ ته په کمین کې نا ست دي تر څو انقلاب مغلوب او موږ بیا استثمار او وزبیښي .
ځوان چې په ډیر ځیر یی د ګوند د نوې دندې په باب د بریتور لارښونې او څرګندونې آوریدې په غرور نا ببره له خولې ووتل :
ـ هغوی به دا ارما ن ګور ته یوسي.
بریتور یی په پلوۍ او ډاډ وویل :
ـ بلې ځکه تا ریخ په شاه نه ځي ،خو حلال غوای تر هغې چې سا ه په کې وی خا مخا تر پکې وهي .
ځوان چې دده خبرو تر سخت ا غیز لاندې راغلی اودده له هرې کلمې سره به ېې د تا ید په پار په غرور سر خوځاوه په لوړ آواز وویل:
ـ زه د انقلاب د بري او د خپل ستر رهبر د آرما نونو د پوره کیدو لپاره هرې مبارزې او جګړې ته چمتو یم .
د ځوان په دې عزم او اراده د بریتور تندی له خوشحالۍ وغوړید :
ـ پوهیږم  ددهمدې لپاره مې ستا په څیر ګوندیان دې دندې ته غوره کړی دي.
ځوان چې ګړۍ په ګړۍ یی نوې دندې اجرا ته تنده زیا تیده او پیل ته یی شیبې شمیرلې په ورو وویل:
ـ صا حب آمر وکړئ څه وکړم ؟
بریتور هم دداسې چمتوالی او وفادارۍ په اوریدو د ځوان نوې دنده یوه یوه څرګنده کړه :
ـ بس نور به له ګوندي ملګرو سره اړیکې پرې کوئ او په هیڅ ګوندي غونډه کې به برخه نه اخلئ .
ـ یوازې همدومره ؟
ـ نه یوازې دا ، ته به د دښمن او انقلاب ضد رول لوبوې او هر چیرې او له هر چا سره به د انقلابي دولت او د هغه د فرما نونو په ضد تبلیغ کوې .
ځوان ټکنی اوله هیښتیا ګوته په غا ښ شو .
ـ د ا څنګه زما په خوله انقلاب او ګوند ته بدرد ویل !!
ـ هو ددې لپاره چې د انقلاب دښمنان تیربا سې او له تا سره د انقلاب په ضد خپل پلا نونه شریک کړي .
 
ـ صا حب دا خو ګرانه خبره ده خو چې ګوند لازمه ګڼلې په سر سترګو مې قبوله ده .
بریتور کس په خبرو کې ورټوب کړ :
بس خومو به پکې نه وی د انقلاب او ګوند امر دئ.
ـ خو مې ځکه وکړه چې په ما به د انقلاب دښمنا ن څنګه باور وکړي  ما خو اوس ټول پیژنی چې د ګوند غړی یم .
بریتور ډاډ ورکړ :
ـ موږ د هرې خبرې پخلی کړی موږ یوې ډلې ملګرو ته دنده سپارلی داسې تبلیغ کړي چې تا له ګوند سره رابطه شلولی او یا هم له ګونده اخراج شوی یی.
له دې خبرې وروسته د ګوندي ولایتي د فتر مشر له میزه را پا څید ځوان ته ورغاړی وت او رخصت یی کړ .
ځوان له دې شیبې په خپله دنده بوخت شو او هر چیرې چې خلک ورسره مخا مخیدل د انقلاب او ګوند غیبت به یی د خبرو په سر کې وو خو تر ډیرې مودې ېې نه په کلی کور نه په پوهنتون او نه په ښار او کوڅو کې داسې څوک ومیندل چې له ده سره د انقلاب او ګوندی دولت غیبت را واخلی او هغه پلانونه او طرحې ورسره شریکي کړي چې ددې دولت د نړولو او کمزوره ولو په لار کې با یدپه کارو اچول شي . خو یوه ورځ یی نا ببره لاړې تیرې او یو څوک یی په لومه کې ونښت :
دا د نوی دولت د سره بیرغ د پورته کیدو د مراسمو ورځ وه . په دې ورځ ټولې دولتي ادارې ښونځي اوپوهنځي څه چې د ښار دوکانونه هم پورې وو او ټول هغو مرکزونو ته تلل چیرې چې د سرې جنډې د پورته کیدلو مراسم اجرا کیدل . د جنډې د مراسمو په دغو هر مرکز کې لوی ستیج جوړ و او د هر ښار لوړ پوړو ګوندی او دولتی چارواکو به په دې منا سبت خپلې ویناوې آورولې او بیا به یی دا نوی سره جنډه پورته کوله . په دغسې یوه نما نځغونډه کې چې ګڼ کسا ن راټول او د ولایت د ګوندی کمیټې منشی او والی خبرو ته ځیر او غوږ و دده تر څنګ یو کس په ورو دده تر غوږه وویل:
ـ بې کلمې او هغه هم کفری سره جنډه !!
لکه څوک یی چې په نرۍ ستن وچوخوی ټکان یی وخوړ ، هیښ بیښ شوخو ځا ن یی نا ګاره کړ چې په خبرو راغلی کس ونه بیریږی . او پرته له ویرې خپله کرکه او دریځ څرګند کړي . ددې له پاره چې هغه نور هم ژړور او ځان هم دده په مڼد روان او انقلاب ضد وروپیژنی په ورو ده هم دده په پلوۍ ورغبرګه کړه:
ـ که ددې بې دینو کلمه داره جنډه خوښیدی ولې به یی کودتا کولی ؟
دا خبره یی دومره په ټیټ آواز وویله چې له څنګ کس پرته هیچا وانه وریدله ، خو له دې دا هم دومره ټیټ له ځا نه سره وویل چې له ده پرته بل هیچا وانه وریدل :
ـ بس لکه چې په دام کې ونښت .
تر څنګ د نظام او حکومت په ضد په خبرو راغلی کس غو ښتل نور هم څه ووایی خو ده ژر په خوله لاس کیښود او دی ېې په دې اشارې وپوها وه چې کیدای شی وڅارل شي او نور ې خبرې به یوازې او دوه په دوه بل چیرې په پټ څای کې کوي . په داسې حال کې چې شا وخوا یی هر څه او هر څوک څارل په ورو یی غوږ ته خوله ورنږدې کړه او په وروشان یی ورته وویل:
ـ له مراسمو وروسته
خو بل تن چې له ده ډیره بیړه او تلوسه وه په ورو ځواب ورکړ:
ـ راځه چې همدا اوس ووځو.
خو ده د خپل اعتبار د پخولو په پار مخا لفت وکړ:
ـ نه اوس یی وخت نه دئ ، په ځا ن د چا شک مه را پاروه.
له دې خبرې وروسته دواړه غلی پخپل ځای ودریدل او تر پا یه یی ټول مراسم او د لوړپوړو چارواکو ویناوې واوریدلې . کله چې هر څه پایته ورسیدل ،دواړه په ورو له ګڼې ګوڼې راووتل او داسې څای ته یی ځا نونه ورسول چې یو بل ته د نظام او حکومت په ضد خپل ټول پلانونه او طرحې بیا نولی شی . کله چې ګوښه ځای ته راورسیدل هغه کس دستي  بې له ویرې د خپلې پریکړې په څرګندولو شروع وکړه :
ـ زه بل سبا پا کستا ن ته ځم او له هغو ورنو سره یو ځای کیږم چې له هغه ځا یه له وسلو سره رااوړی او بیا په حکومتی پوستو یرغل وروړی . اولسوالی نیسی  او بیا ښارونو ته راځي او دلته به بمونه چوی .
ده چې هیڅ یی ونه ویل او تر پا یه یی دده خبرو ته په دقت غوږ نیولی وو ډاډ ورکړ چې نه یوازې دی به ددوی ملګری شی بلکې دداسې پلانونو په بلی کولو کې به نور ډیر کسا ن هم وروپیژنی . له ډیروخبرو او یو بل ته د موجود نظام او حکومت د پوره غیبت وروسته دواړه یو له بله رخصت اخلی .
خورا خوشحاله دی ځکه وروسته له هغې چې ګوند دا ما موریت ورکړی و دا یی لومړی ځل وو چې په داسې یو دښمن پیښیده چې
د حکومت او نظام په ضد دیوې لوېی او خورا فعالې ډلې ملګرتوب کوی .له خوشحا لۍ ځمکه ځای نه ورکوی . نه پوهیږی چې را پور هم دا شیبه هغه ته چې دی یی په دې دندې ګمارلی دی ورسوی او که څو ورځې نور هم صبر وکړی چې هغه کس نور معلو ما ت هم په واک کې ورکړی . په دې چرتونو او سودا کې تر ګهیځ وختی خوب ورنغئ . ګهیځ دمخه تردې چې لږه سترګه پټه کړی پریکړه کوی چې له چایه وروسته به هرمرو هغه ګوندی چارواکی ته ورځی او راپور به ورته وړاندی کوی چې دداسې معلوماتو د رټولولو دنده لری . په بیړه یی چای وڅکل بیا ژر پوهنځی ته ورغئ او دمخه ددې چې درس یی پیل شی خبر یی ورکړ چې د یو ډیر ضروری کار له کبله په درس کې برخه نشی اخیستی . له هغه ځا یه په بیړه  هما غه لوړ پوړی ولایتی ګوندی چارواکی ته ورغئ
په ورو یی دروازه ور ووهله .  له دروازې شا ته ځواب ورکړ شو:
ـ راځئ مهربانی وکړئ
په احتیا ط یی دروازه پرانیستله ، خو دا ځل د تیر په څیر ربغړی او نا بلده نه بریښیده ، خورا خوشحاله وو لکه لویه سوبه چې په نصیب شوی وی په غرورو یی له ورایه له خولې ووتل :
ـ صا حب یو خو مې درته په لومه کې ونښلاوه
ـ ددې خبر په اورید و د اوږد میز تر شا نا ست بریتور چارواکی هم له خوشحا لۍ اوږې پورته کړې ، له روغبړ وروسته یی دستی وویل:
ـ دا چوکۍ راوړاندې کړه
په داسې حا ل کې چې په خپلو بریتونو یی لاس تیراوه او خوله یی له خندا چینګه وه وویل:
ـ کس نه با ڼد با ید په ګوتو راکړې .
ـ ځوان چې څوکۍ په لاس دده خواته رانږدې کیده په غرور ورغبرګه کړه :
ـ  دا هم سلا مت با نډ دئ
بریتور چارواکی له خوشحالۍ وغوړید او پو ښتنه یی وکړه :
ـچیرته دی پیدا کړ په پوهنتون کې که دبا ندې
ـ ځوان په بیړه ځواب ورکړ :
صا حب پوهنتون کې خو لکه چې ما خلک پیژنی ولاکه زما په مخکې سوڼ وبا سي .
ـ نو چیرته خیر
ـ پرون دبیرغ د اوچتولو د مراسمو په ځای کې صا حب
ځوان لا پوره په چوکۍ نا ست نه وو چې منشي یی بیا په ستا ینو سر شو:
ـ ښه آفرین.....  لیکلی را پور لرئ .
ـ صا حب لیکلو ته مې وخت نه دی پیدا کړی ځکه بیړه مې وکړه ما ویل هسې نه چې سړی را نه ونتښتي .
ـ هغه دومره زر نه تښتی تر هغې چې یی خپل ورانکاری پلانونه نه وی پلی کړی .
ځوان په دې شیبه کې ژر په جیب لاس وما نډه او د سترګو په رپ کې ېې هغه کوچنی تیپ ریکارد ترې راوویست او په میز ېې کیښود ، وېې ویل :
ـ زما په موجودیت کې صا حب اورئ او که ځا نته یوازې ؟
منشي سر وخوزاوه او پرته له دې چې دده پوښتنه سده ځواب کړی  امر یی وکړ:
ـ چالان یی کړه چې ثبت یی څنګه راغلی ، یوازې د سر خبرې آورم نوری به وروسته ځا نته لږ وروسته واورم .
دده له غوښتنې سره سم ځوان ثبت شوی کست چا لان کړ، د کست په چالانیدو دواړه غلی او غوږ شو. خو له لږې آوریدنې وروسته
ګوندی چارواکی په بریتونو کې وموسید بیا یی په لوړ غږ وخندل :
ـ دا غږ خو اشنا دئ
ځوان دده په دې خبره ټکان وخوړ او له حیرانتیا نیغ له ځا یه پورته شو:
ـ اشنا
ـ هو اشنا دئ  خو صبر چې شک مې په یقین واوړی
بیا یی خولې ته لاس وروړ او دی یی وپوها وه چې آرام تر څو کست لږ نور هم تر پا یه واوري . دده په غوښتنه د ځوان خبرې په ستونې کې وچی او ارام کښینا ست . خو له لږې شیبې وروسته دچارواکی په خوله نرۍ موسکا ونڅیده ځوان ته یی مخ ورواړاوه:
ـ دا خو
لا یی د سړی نوم نه واخیستی چې دروازه ووهل شوه . ددروازې په وهلو ګوندی چارواکی په بیړه ټیب ریکارد د میز لاندې تیر کړ او بیا یی راغلی کس ته د راننوتلو اجا زه ورکړه :
ـ راځئ مهربانی وکړئ .
دده له اجازې سره سم دروازه پرانیستل شوه ، دنګ نری ځوان راننوت د هغه په لیدو ګوندی چارواکی دستی له خندا شین راواوښت
هغه ته یی لاس ونیو او په ملنډو یی خوله پرانیستله :
ـ ښه ،ښه دغه مرتجع دې په لاس را کاوه ؟
له دې سره دواړه ځوانان او د راپور جوړونکی له شر مه سره راواوښتل . منشی نوی راغلی کس ته لاس وراوږد او په خندا او ملنډو یی وویل:
ملګریه ! تا به نو هرمرو دده راپور را وړی وي
هغه چې دده په څیر له شرمه سور رااوښتی وو او دی عجیب او غریب تصا دف ته ګوته په غا ښ وو  د تا یید په بڼه سر وخازاوه :
ـ هو صا حب
په دې شیبه کې چې دواړه راپور جوړونکي لکه بتا ن پخپل ځای سریښ ولاړ وو او له شرمه یی سوڼ له خولی نه ویست او سترګې په ځمکه کې خښې وې منشی آرام او جدی بڼه خپله کړه ،
ـ په هر صورت راپور راپور دئ دا که د خپل په باب و که دپردي ، سم و که نا سم مهمه نه ده مهمه دا ده چې د مسولیت احسا س مو کړی او ځا ن مو دې سپيڅلې دندې ته سپارلی دی . ... د هر کار پیل له تیروتنو ډک وی خو چې بل ځل واقعی اشرار راوپيژنئ
 
د ۲۰۱۴میلادی کال د مارچ ۱۵
لندن ، سوتهال د شپې ۱۱:۳۰