
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سه شنبه١٢ جولاى 2009
سرليكنه (اداريه )
ورځ په ورځ د افغانستان دټولټاکنو وخت رانيزدې کيږي، ائتلافي ځواکونو په هلمند کې د ټولټاکنو لپاره د خنجر په نوم عمليات پيل کړي چې دغه سيمې د طالبانو څخه پاکې او په کې د ټولټاکنو زمينه برابره شي طالبانو هم دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې برېدونه زيات کړي چې د نصرت د عملياتو نوم يې ورکړى .
د نورستان د برگمټال ولسوالي، طالبانو ونيوله ، د بغلان دهنه غوري ولسوالي طالبانو ترلاسه کړه او په پکتيکا کې هم په يوې ولسوالۍ بريد شوى بلخوا پرتگال اعلان کړی چې افغانستان ته به يونيم سل نورسرتيري راوليږي چې د امنيت د ټينگښت لپاره لارې چارې برابرې کړي .
کانديدانو هم خپل کمپاين پېل کړې خو زياتره کانديدان د ولس مشر حامد کرزى پر پلويانو تور پورې کوي چې د حکومتي واک څخه کار اخلي او د نورو کانديدانو پرتله حامد کرزي ته په حکومتي کچ زيات کمپاين چلول کيږي،چې دغه کار زياتره کانديدان اندېښمن کړي .
لرې پرتو سيمو ته کانديدان د امنيتي ستونزو له امله نه شي ورتلى طالبانو هم پر اولس غږ کړى، چې کانديدانو د کمپاين په غونډو کې برخه وانه خلي او انتخابات خو يې لاپخوا رد کړي او دا يې د امريکا د خوښې جوړه شوې دسيسه گڼلې اوس اولس په دوه وو کې حيران دى ځنې کانديدان کسانو ته پيسى ورکوي چې د کمپاين غونډې ته يې ورشي او رسنيو کې يې د غونډې په خبر کې وليکي چې د پلاني کانديد د کمپاين په غونډه کې پينځه زره کسانو برخه اخستى ده او حال دا چې دوه زره په کې هم نه وي .
اولس د طالبانو د بريدونو له وېرې په ډاډه زړه د کمپاين غونډو ته نه ورځي په لرې پرتو سيمو کې هم اولس د نا امنۍ له امله د ستونزو سره مخ دى او کانديدان خو اولسوالۍ او کلو ته نه ورځي په داسې حال کې چې د کورنيو چارو د وزارت د ولس مشرۍ کانديد ته شل پوليس ورکړي د ولايتي شورا کانديدان بيا له نورو ستونزو سره مخ دي دوى خو د کورنيو چارو د وزارت د امنيتي پوليسو څخه بى برخې دي او ځان ته خپل شخصي امنيت په خپله وساتي .
بله دا چې ځينو کانديدانو داسې لگښتونه پيل کړي، چې سړى ورته حيران شي چې دا له کومه ځاىه کوي دومره لوړلگښتونه د يو غريب هېواد لپاره ستر بوج گڼل کيږي د ولس مشرۍ کانديدانو که چېرى په يوه خوله د ژمنو په ځاى عملاپه سم دستي توگه ځنې د بيارغونې پروژې پېل کړى وى نو يوخوا به د اولس باور پرې زيات شوى وو او د بلې خوا به د بيا رغونې کارونه هم ترسره شوىوى که چرى يو بند يا استنادي ديوال او يا کومه بله مهمه پروژه کانديدانو پېل کړى وى د اگست تر شلمې پورې دا پروژې بشپړيدى او اولس به په يوه خوله دغو کانديدانو ته رايه ورکړى وه خو اوس يواځې ژمنې کوي چې عملي کيدل يې لرې خبره ده او ورسره ورسره په سيمه کې امنيتي ستونزې هم مخ په زياتيدو چې د اولس انديښنې يې زياتې کړې دي
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com