د خنجر د عملياتو په غبرگون کې دطالبانو عمليات

د جولاى لسمه جمعه ٢٠٠٩
نيږدې يوه اوونۍ کيږي،چې په هلمند کې د ائتلافي ځواکونو لخوا عمليات پيل شوي چې هدف يې هغه سيمې له طالبانو نيول دي،چې طالبان په کې واکمن دي د دفاع د وزارت وياند ظاهر عظيمي ويلي دي چې د خنجر په عملياتو کې مونږ  پلى ځواکونه کاروو او ددې دمه مو له هوايي ځواک څخه کار نه دى اخستلې چې له مخې يې د اولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوى شوې دى تر دغه دمه طالبان د خانشين ولسوالۍ څخه په شاشوي چې ورته د اکمالاتو لارې بندې دي خو بلخوا طالبانو په هلمند کې د خپلو عملياتو ترڅنگ په ننگرهار،پکتيا،پکتيکا،لغمان اوآن په نورستان کې نوي عمليات پيل کړي دي، چې يواځې د نورستان برگمټال پرولسوالۍ د بريد پر وخت اته پوليس وژل شوي او اته يې ژوندي نيولي د نورستان والي جمال بدر خبريالانو ته څرگنده کړې که له کابله نور ځواکونه رانشي نو امکان لري چې کامديش د طالبانو لخوا ونيول شي ددې په ځواب کې د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته ويلي دي چې په سوونو طالبانو د برگمټال په ولسوالۍ بريدکړې چې نور ځواکونه د مرستې لپاره ورليږل شوې  که له يوې خوا ائتلافي ځواکونه په هلمند کې عمليات پيل کړي نو په غبرگون کې يې طالبانو هم نوې جنگي تکتيک پيل کړې او په بېلابېلو ولايتونو کې عمليات پېل کړي چې ائتلافي ځواکونو پام له هلمند څخه واړوي که څه هم په څرگنده توگه ائتلافي ځواکونو د بري او لاسته راوړلو خبرې کوي خو داسې څرگنده نتيجه يې نه ده ترسترگو شوې خو د طالبانو له خوا د عملياتو خبرې ډېرې اوريدل کيږي دابه وروسته څرگنده شي چې څوک ډېرې لاسته راوړنې لري او په سياسي او پوځي ډگر کې څوک بريالى کيږي که حکومت د لسگونو طالبانو د مرگ خبر ورکوي خو بل خوا بيا طالبان هم د لسگونو پوليسو،د ملي اردو سرتيرو او د بهرنيو سرتيرو د وژنو خبرونه خپروي چې يوډول د سوړجنگ اړخ يې خپل کړى او اولس پرې سم قضاوت نه شي کولى چې د چاومني؟ په پاکستان کې د تيلو په نرخونو کې لوړوالى او اولسي انديښنې يوولسم د جولاى د ٢٠٠٩ د پاکستان  حکومت د اولس مشر اصف على زردارى او سيد يوسف رضا گيلاني په منظورۍ د پټرولو په نرخونو کې لوړوالى راوستى چې اولس يې د يو لړ انديښنو سره مخ کړى دى که څه هم قاضي القضات په يوې اعلاميه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې تر دويېمې کتنې پورې دې د پټرولو د نرخونو پورته کولو کې له صبر څخه کارواخلي خو د پاکستان حکومت د قاضي القضات چوهدري افتخارحسين دغه غوښتنه ونه منله او خپله پرېکړه يې همدا ډول عملي پرېښوده چې ورسره د ټرانسپورټ ټولنې هم خپلې کرايې پورته کړې او د بلې خوا د برېښنا او د گازو په نرخونو کې هم ډېر زيات لوړوالى راغلى چې دغه درې واړه پر يو بل اغيز کوي او بشپړ اغېزې پر غريب اولس پرېووځي که څه هم په پاکستان کې زياتره سيمې داسې دي چي د اوړي په موسم کې د حرارت درجه په کې د څلويښتو پورته کيږي،چې له يوې خوا دتيلو نرخونه پورته شي د بلې خوا برېښنا او ورسره گاز هم نه ترلاسه کيږي اولس له نورو اقتصادي ستونزو سره لاس او گرېوان شي کار زمينه ورته نه وي برابره نو بيا به څه کوي د پاکستان د منځنې طبقې لگښت لږ تر لږه د ورځې درې سوه کلدارى او گټه يې دوه سوه کلدارى راځي چې په دومره توپير سره دغه منځنې طبقه به د خپلى کورنۍ اړتياوې له کومه پوره کوي او بله دا چې په سريې د لوموړنيو توکو نرخونه هم دومره پورته شي چې د منځنۍ طبقې د کورنۍ له وس څخه بهر وي نو خامخا به يا غلاکوي او که په کومې اداره کې کارکوي نو خامخا به رشوت اخلي او په اداري فساد کې به ککړ شي او ددې ټول مسئوليت يواځې د حکومت په چارواکو راځي حکومت له پکار دي چي په دفاعي چارو د لگښت په ځاي د اولسي خيرښېگړو نه ډيره پاملرنه وکړي
 
qadiandewal@yahoo.com