غزل

 
چــــې په وعدو دې هـم جـــانـــانــــه اعتبــــار نه لرم
لار د راتلــــو به دې څـارم چـــې بلـــــه لار نــــه لرم
 
کــــــار مې همــدا دى چـــــې د يار د يــاد پالنـــه کوم
دا چــا ويل چـــــې زه اوزګــــاره يـــم او کـار نه لرم
 
د زړه د څيــــرې ګـــريــــوانه ګنـــــډل پر تا دې يـاره
د باڼـــــو ستــــن نه لــرم زه د هيـــــــلو تـــــار نـه لرم
 
ياره بيلتون دې هم د دار له مــرګه کـــم څـــه نــه دى
وخت مې دې هم په دار کــړي زه له داره ډار نــه لرم
 
چې ســتا په تور ومـرم او ته زمــا په قــدر پــوه شــې
له تـــا نــــه کلــــه هــــم زه داســې انتـــظار نـــه لرم
 
اوس خــو به خود رانه په وچو شـونډو مري ســندرې
چې ګلـــــورين مــــازديګـــــرى او شين چـنار نه لرم
 
په دې پوهــيږم تــا مې يـــاد په بــــاد سپــــارلــى ياره
خو انديښمــــــــن لـــــــيونى بــــې له تــا قرار نه لرم