
رپورټ : اسدالله امرخیل
په( ۱۰ غویي ۱۳۹۴) د پنجشنبې په ورخ د ما سپښین ۲ بجې د کابل ښار په قلعه فتح الله کې د قلم نړیوالې ټولنې په انګړ کې (د مینې او ښکلا شاعر) ترعنوان لاندې د هیواد پیاوړي او نوښتګر شاعر ، لیکوال او ژورنالیست سید جیلاني جلان نمانځغونډه وشوه ، چې پکې سلګونه فرهنګیانو، ژورنالیستانو، دولتي چارواکو، خویندو ، له ولایتونو څخه راغلو میلمانو او د ادب میناوالو برخه اخیستې وه .
غونډه د هیواد وتلي دینې عالم او شیخ القرا قاري برکت الله سلیم په تلاوت پیل شوه ، ورپسې د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقیقت د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جلان په هنر او شخیصت خبرې ورکړې همدارنګه استاد حبیب الله رفع خپله په زړه پورې وینا واوروه او جلان یې د معاصر دور د مخکښو او نوښتګرو شاعرانو له جملې وبله ، د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو څانګې ځوان استاد یحیی همای د غونډې بل ویناوال و چې د جلان دشاعرۍ ښکلایز اړخ باندې یې په زړه پورې مقاله واوروه ، استاد سنګین عشرتي خپله په دري لیکل شوې مقاله د جلان د هېندارو درې دکتاب په اړه واوروله ، ځوان لیکوال او مبارز عطاالله خان حیران د جلان په شاعري کې په فلسفي او نفسیاتې اړخ سربیره د جلان په ژوند اوهنر په زړه پورې وینا واوروله ، د هیواد پیغلې او خوږ ژبې سندرغاړې بریښنا امیل هم د جلان د شعر په اړه خبرې وکړې او د جلان یو ښکلی غزل یې په ترنم کې وړاندې کړ ، همدا ډول بشر احمد دریځ ،شهزاد ګل اریوبي ، نبې صلاحي او ځوان ژورنالیست مجیب الرحمان لحاظ د جلان شعر ، هنر او شخصیت په اړه د غونډې ګډونوالو ته خپلې مقالې او ویناوې واورولې .
دغونډې بله برخه د تقدیرنامو یا ستاینلیکونو او پګړیو وه چې د هیواد بیلا بیلو ادبي ټولنو ، تنظیمونو ، ورځپاڼو ، رسنیزو مرکزونو ، انستیتونو لکه ( ګویټه انستیتوت ، افغان ځواک رسنیز مرکز، لوی افغانستان اونیزه ، د ملي ارمانونو فرهنګي ټولنه ، د افغان ښځو د لاسنیوي او پرمختګ ټولنه ، پښتو کاروان او د ژباړې مرکز، زیار اونیزه ، افغان ملي غورځنګ ، دځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه ، زیار مدني ټولنه ، پکتیا میډیا سنټر او لوی افغان ولسي خوځښت
) جلان ته د ښه شاعر ، ښه لیکوال ، ښه ژورنالیست او د نوموړي ښه شخصیت په اړه تقدیرنامې ورکړې ، یاده دې وي چې د د شکردرې ولسوالۍ د اسداباد کلي قوم مشر ښاغلي عتیق الله امرخیل لخوا رالیږل شوې د اعزاز لونګې د استاد حبیب الله رفع او د ټاکنود شکایتونو کمیسون مشر تکړه شاعر ، لیکوال او حقوق پوه عبدالستار سعادت لخوا او دلوې پکتیا د ځوانانو د ټولنو ګډې جرګې د اعزاز لونګې د لایق شاه ځدران لخوا د جلان په سر کیښودل شوې .
ورپسې د هیواد ځوان سندرغاړي نصیب ثاقب په خپل جادوګر غږ د جلان غزلونه د غونډې ګډونوالو ته واورول اوغونډه ماښام مهال د هیواد تکړه لیکوالې او ژورنالسیتې اغلې دلفروز ځیرک په زړه پورې ویاندوۍ پای ته ورسیده . یاده دې وي چې دا په هیواد کې لومړۍ غونډه وه چې یو شاعر ،لیکوال او ژورنالیست ښاغلي جلان ته ( ۱۲) تقدیرنامې ورکړل شوې .
رپورټ : اسدالله امرخیل