ژ: طوبی ندا


 
 
چې وزېږېدم تور وم                                                        
چې را لوی شوم بياهم  تور وم
په لمر کې مې رنګ تور و
  په يخنۍ کې مې رنګ تور و
چې ووېرېدم تور وم
چې ناروغه شومه  تور وم
او چې مړ شم لا به تور يم........
 نو اې  زما سپينه ملګريه!
زيږيدلى گلابي وې
چې  رالوى شوې سپين ککى شوې
د لمر وړانگو ته به سور شوې
په يخنۍ کې به تک شين شوې
او له ډاره به تک ژيړ شوې
چې ناروغ شوې بيا به  شين شوې
او چې مړ شې بيا به خړ شې
نو راته وايه زما ملگريه
ته ما ولې رنگه بولې ؟