د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ديوپنځوسمې اوونيزې غونډې رپوټ


 
خاطره اسحق زۍ
 
   د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيریو پنځوسمه غونډه د شنبې په ورځ د چنګاښ مياشتې په دیارلسمه نېټه د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړه شوه . دغونډې ځانګړې میلمنه د جرمني په کولن ښارکې د میرمن کلتوري ټولنیزبهیر درهبري شورا غړې آغلې څانګه احمدي وه ، د غونډې ویانده توبا ندا ساپۍ وه. په  لومړۍ برخه کې   میرمن څانګې په المان کې د میرمن بهیر د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل ، په المان هیواد کې یې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر د غړو او ټولو افغان میرمنو نیکې هیلې په کابل کې دمیرمن بهیر غړو ته څرګندې کړې ، نوموړې د میرمن بهیر د غونډې جریان فلمبرداري او ثبت کړ چې په المان کې به یې د میرمن بهیر په غونډه کې ددواړو بهیرونو دتجربو د تبادلې او لا زیاتې پیژندګلوي لپاره وړاندې کړي .
     وروسته د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيردخپرنیز ارګان ((ځلا)) مجلې دچاپ په اړه خبرې وسوې ،دمجلې مطالب چې خویندو لیکلي و ،اوچاپ ته چمتو دي یویو غونډې ته وړاندې شول ، دمیرمن بهیر غړو په هره یوه مقاله خبرې وکړې ،ځینې مقالې رد شوې او نورې ومنل شوې چې د((ځلا)) مجلې په لومړۍ ګڼه کې به خپاره شي.
       لکه څنګه چې په تیره غونډه کې رڼا مشاعره وارزول شوه او ددغې تاریخي مشاعرې په جوړولو کې د بهیر دغړو هرې یوې ساهرې شریف، دلافروزځیرک،تورپیکۍ مومند،اریاحافظ،وریښمینې ، سعادت، توباندا، ښکلا،سولې نیازۍ،جمیلې ساپۍ،نویدې خوشبو،لیناشریفي،مینې صابر،شهنازبابکرخیلې، شاکرېرشیدي او نوروخویندو هڅې وستایل شوې.
       وروسته د فوتوژورناليزم دورکشاپ دجوړیدو  په برخه کې خبرې وشوې ، چې دځای په اړه یې باید له ګویته انستیوت سره خبرې وشي.
          د غونډې په دوهمه برخه کې چې دکره کتنې برخه وه د آغلې ګل مینې یوسفزۍ شعر کره کتنې ته وړاندې شو، آغلې یوسفزۍ خپل شعر ولوست بیایې په هر بیت خبرې وشوې ، دآغلې ګل مینې یوسفزۍ شعرچې په میرمن بهیر سایټ mimrmanbaheer.orgکې به خپور شي د بهیر دغړو له خوا وستایل شو .
    دغونډې په بله برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې آغلو هما امرخیلې،څانګې احمدې، اوږۍ امیل ،خاطرې اسحق زۍ،جمیلې ساپۍ، تورپیکۍ ،بصیرې ،پاریسې خزان،ګل مینې یوسفزۍ ،وږمې ،ندا ساپۍ او ګڼ شمېر نوروخويندو خپل شعرونه ولوستل.
په غونډه کې دغونډې پر ګډونوالو د((دچینې ترغاړې راشه)) شعري مجموعه کتاب او دمصوربنسټ خپرنیز ارګان((مصور)) مجله او ))کلی(( مجلې وویشل شوې.
      غونډه د مازديګر په څلورو بجو ختمه شوه او وپتېيل شوه چې را تلونکې غونډه کې به د آغلې مرضیې امین پر خاطروکره کتنه کېږي.
      د يادونې وړ ده چې مېرمن کلتوري ټولنيز بهير هره شنبه د ماسپښين په دوه بجو د پوهنې وزارت په کلوپ کې غونډې کوي.