
کله به چې پيغمبرانو (ع) خلک دين ته راغوښتل، تل به يې ورته ويل چې دوی د دې بلنې په بدل کې له خلکو څخه اجر او کوم ځانګړی مقام نه غواړي، بلکې د دوی (پيغمبرانو) اجر له الله (ج) سره دی او يوازې الله (ج) به يې ورکوي . لکه نوح (ع) چې خپل قوم ته وويل :
وَمَآ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَىٰ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ ((الشعرا، 109 آیه))
ترجمه : زه په دې (بلنه) سره له تاسې څخه اجر نه غواړم، زما اجر په الله (ج) دی .
همدغه ځواب د هود (ع)، صالح (ع)، لوط (ع) او شعيب (ع) وو چې د الشعرا په سوره کې په ترتيب سره په 127، 145، 164 او 180 آيت کې ذکر شوی دی . دغه ځانګړتيا ښايي چې هر اسلامي لارښود هم ولري. په دې مانا چې اسلامي مشران او لارښودان بايد د خدای (ج) د رضا لپاره جهاد او د ټولنې او ولس مشري وکړي، نه د خپلې شخصي ګټې لپاره .
خو له بده مرغه په افغانستان کې د جهادي ټيکه دارانو لارښوونه، مشري او جهاد د خدای (ج) د رضا لپاره نه، بلکې د خپل جېب، چور او تالان لپاره وو. لکه ښاغلي رباني، ښاغلي سياف، قانوني قسيم فهيم او نور يې . ښه بېلګه يې د دوی لاندې وينا ده چې په وار وار يې تکرار کړې ده :
\"په افغانستان کې امنيت له دې امله خراب شو چې مجاهدين له حکومت څخه واېستل شول . \"
دا په دې مانا چې که دوی ته په همدې فاسد حکومت کې ځای ورکړل شي، نو دوی به د دولت له مخالفت څخه لاس واخلي، خو که دوی ته واک ورنه کړل شي، نو بيا به امنيت خرابوي .
دغه ډول کسان نه د خدای (ج) د رضا لپاره جهاد کوي او نه هم د مظلومانو استازيتوب . که ښاغلي رباني، ښاغلي سياف، قسيم فهيم، قانوني، عبدالله عبدالله او کرزيانو ته وويل شي چې له هغو روپيو څخه چې د جهاد، يتيمانو او وطن په نامه يې راټولې کړې دي، يوه وړه برخه پر يو څو يتيمانو او بې وزلو کورنيو ووېشي، بې له شکه چې ځواب به يې د تېرو هغو په څېر وي :
برو ګم شو، بې احترامي ما را نکو!
درځغله مخ دې ورک کړه!
نور له دوی څخه د انسانيت، جهاد، وطنپالۍ، زړه سواندۍ او ملت ته د جوپړ تمه د ځان غولول دي .
طالبانو هم تر خپله وسه همدا لوبه وکړه او لا يې کوي . لمړی يې ويل چې ګواکي دوی به يوازې غله او پټکوال ورکوي، واک به نيسي، سوله به ټينګوي او بيا به کار اهل کار ته سپاري . خو په کړن کې يې بل څه وکړل . کله يې چې واک ونيو، اول يې مسلکي، وطنپال او پوه کسان د پنجاب په امر له منځه يووړل . ښه بېلګه يې شهيد ملا بورجان دی چې د کابل تر نېولو مخکې يې شهيد کړ او له هغه وروسته يې ډاکتر نجيب الله هم پرته له کومې محکمې وواژه . کله يې چې کابل ونيو، هر چړي او ملا او هر هرزه برزه خيرن لونګی او ږيره وال او . . . هم اخوندزاده وو، هم مولي، هم سياستوال، هم ډاکتر، هم انجينر، هم وزير، هم يې په استخباراتو کې کار کاوه، هم اسلامي عالم وو، هم ساينس پوه او هم د جهالت په تيارو کې ډوب، هم يې د يوه شي په ضد فتوا ورکوله او هم يې همغه کار په خپله کاوه، هم قاضي وو هم مجرم، هم يې موزيک ته غوږ نيوه او هم يې پر ضد د جهاد اعلان کاوه، هم يې وطن پلوره هم يې د ساتنې چيغې وهلې، هم يې عدالت غوښت هم يې بې عدالتي کوله، هم د جومات ملا وو هم ښاروال، هم يې له امارت څخه \"حق\" اخېست هم د ملت پر دسترخوان سپور وو، هم غل وو او هم څارنوال . . .
د طالبانو په علم او پوهه کې شک وو، خو د دوی جهالت او ناپوهي تر اسمانه ښه ترا پېژندل شوې او تر لمر روښانه وه او ده. . صليبي نړۍ د قرآن شريف په مټ چې زموږ مسلمانانو کتاب دی، برېښنا جوړه کړه، د علم په زور يې سپوږمۍ او نور ستوري ونيول، خو طالبان د جهالت له امله په خپله خونه او خندک واک نه لري . بده لا دا چې په جهالت سره د ټولو مسلمانانو د آزادولو ټټر هم وهي . طالبان د اسلام او قران کريم نارې وهي، خو نه يې په احکامو پوهېږي او نه هم پرې عمل کوي . که طالبانو ته جهالت ونه ويل شي، نو جهالت او تيارې نه کومه مانا لري او نه هم شتون . له دغه بدمرغه او ترخه حقیقت څخه هېڅوک انکار نه شي کولی . هر ګوره د يادولو وړ ده چې ښاغلی ملا عبدالسلام ضعيف او ښاغلی ملا متوکل هغه ملي شخصيتونه دي چې ديني او سياسي پوهه او وطنپالي يې نه يوازې پنجاب او نور طالبان نه شي زغملی، بلکې همداسې ترې صليبي نړۍ هم ډارېږي . او داسې ملي شخصيتونه بايد تل له جاهلو طالبانو څخه جلا وګڼل شي .
د طالبانو په لس کلنه دوره کې نه يوازې پنجاب يرغل وکړ، بلکې د دوی په شتون کې ټولې نړۍ ته دا پلمه په لاس ورغله چې پر لر او بر افغانستان يرغل وکړي . صليبي نړۍ په افغانستان کې په ټول ځواک سره د مظلوم او بې دفاع ملت په ټول وژنه لاس پورې کړي دی، او دا هم د پنجاب او طالبانو په مټ . په 2007 کال کې له طالبانو سره د انګرېزانو نقدي مرسته د طالبانو په اړه خورا ژورې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې . همداسې په 2008 کال کې د امريکايانو د وسلو ورکېدل او بيا له طالبانو سره د هغوی راڅرګندېدل د خورا لوی تشويش وړ دي .
که څه هم چې لر افغانستان (پښتنونخوا) له ډېره وخته د پنجاب غلامۍ ته ملا ټیټه کړې وه، خو بيا هم پنجابيانو نه شوای کولی چې هلته خپل فزيکي شتون یقيني کړي . هرګوره د همدې ناپوه طالبانو په خوځښت کې يې خپل د پېړيو قهر او غضب پر پښتنو وکارولو او خپل شتون يې یقيني کړ. مخکې له دې چې پنجابيان پر پښتونخوا يرغل وکړي، او د پښتنو مېرمنو پوړنې وروسېځي، کله نا کله به له ځينو ریښتينو خپلواکۍ مينو پښتنو سره دا هيله پيدا شوه چې يوه ورځ خو به له پنجابي غلامۍ څخه وژغورل شي، خو اوسمهال د طالبانو په شتون کې دغه په خوب کې خوب ليدلې هيله او هڅه شنډه او د خلاصون لاره ړنګه شوه .
په لنډه توګه سړی ويلای شي چې طالبي مشران د پنجاب او انګليس غلامان دي . ښه بېګله يې په پښتونخوا کې ستر جوپړوال حميد ګل او مولانا فضل الرحمن دی چې آره دنده يې د اسلام تر نامه لاندې د پښتنو ځوانانو او ماشومانو پر ککريو او د پښتنو مېرمنو په ټيکريو انګلستان او پنجاب ته جوپړ دی او بس .
د طالبانو د تېرو او روانو کړو وړ پر بنسټ افغان ولس د دوی (طالبانو) د احتمالي بريا په اکر کې يوه بل انقلاب ته اړ دي . او دغه انقلاب به د جهالت او غلامۍ په وړاندې وي . د داسې يوه انقلاب هڅه يوه سپېڅلې هغه ده، خو بدمرغي يې دا ده چې څومره پښتنې ککرۍ به بيا خاورې شي . طالبان به د افغان ولس هغه بچيان د کفر په نامه وژني چې د علم او پوهې په زده کړه بوخت او وطنپالۍ او د ولس جوړولو ته ژمن او په کار لګيا وي . نو ځکه افغانانو ته لازمه ده چې له طالبانو سره د يو ځای کېدا تر مخه په خپله موخه او راتلونکې ښه غور وکړي .
ځکه چې د پښتنو اوسنی حال د خپلې ناپوهۍ، خپلمنځي دوښمنۍ او د ناپوه ملايانو او غلامو مشرانو له امله داسې دی چې په خپل ټاټوبي کې وره پر وره، د مساپرۍ، بې عزتۍ او غلامۍ سپک ژوند تېروي . پرون د بر کلي انارګل بې کوره شو او خپل دوه کلن زوی يې وپلوره، نن د کوز کلي د سپين ګل کور وسځېده او خپله دوه مياشتينۍ لور پلوري . دا هم شو د پښتنو د يو ویشتمې پېړۍ ژوند!
اوسهمال پوښتنه د ښاغلي حکمتيار په اړه ده :
آيا ښاغلی حکمتيار به د ابراهيم (ع) په څېر هم يوه ځانګړتيا ولري او د خپل زوی قربانۍ ته به تياري وښيي؟
ښاغلي حکمتيار په خپله يوه ليکنه کې ځانګمريو بريدونو ته د نورو مجاهدينو په پرتله ډېر ستر امتياز ورکړی وو . ده ليکلي ول چې جهادي ګروپونه بايد له سلو مجاهدينو څخه يو ځانمرګی واسکټي غوره وګڼي . خو که ريښتيا هم له ځانمرګيو بريدګرو سره د جنت قباله شتون ولري، نو :
آيا ښاغلی حکمتيار به خپل زوی صلاح الدين ته ځانمرګی واسکټ ور واغوندي؟
د دې تر څنګ ځينې نور ټکي هم شتون لري چې د ښاغلي حکمتيار په اړه پوښتنې راولاړوي، لکه :
آيا ښاغلی حکمتيار تيار دی چې خپلې تېرې سهوې او تېروتنې ومني؟
آيا ښاغلی حکمتيار تيار دی چې له پاکستان او د دوی له په نامه اسلامي ټيکه دارانو په وړاندې چې جهاد يوازې په افغانستان کې روا ګڼي، يوه مالومه کړنلاره غوره کړي؟
آيا ښاغلی حکمتيار تيار دی چې نور يوازې د افغانستان د جوړولو په موخه مټې راونغاړي او خپل هغه شعارونه پرېږدي چې له افغانستان څخه به نړۍ آزادوي؟
سعودي عرب، کوېټ، اردن او نورو عربي اسلام پلورونکي چې خپله مځکه، هوا، سمندر او تېل د عراق د مسلمانانو د وژن په وخت کې امريکايي ځناورو ته په واک کې ورکوي، ښاغلی حکمتيار نو ولې د اسلامي نړۍ د خلاصون په شعارونو سره نور هم د صليبي نړۍ ځناور سپي پاروي او هغه هم د داسې يوه ملت په وړاندې چې تر اوسه لا سلګۍ وهي؟
ملا عمر هم امريکا ته وويل چې تر څو له عربي نړۍ څخه ځواکونه ونه باسي، نو دی (ملا عمر) به اسامه بن لادن نړۍ ته ونه سپاري . دا هم په داسې اکر کې چې صليبي نړۍ پر عربو نه، بلکې پر افغانستان د يرغل تابيا کوله .
د افغانانو دغه امير المظلومين (بل څوک يې د امير په توګه نه مني) څه لاس ته راوړل؟
افغان ملت په وينو کې پروت دی، د افغانستان هر کنج صليبي او پنجابي ځناورو ونيو، په هره لوېشت مځکه بمونه اوري، پښتنې ميندې بورې او ورارې کېږي، پښتانه يتيمان کېږي، خو طالبان د عربي نړۍ د خلاصون چيغې وهي. متل دی :
يو سړی چا په خيرات کې نه پرېښوه، خو ده ويل چې لکڼه مې د خان کره کېږدئ .
طالبان د عربي او نورې نړۍ د خلاصون چيغې وهي، خو همدغه عرب طالبانو ته د ترهګرو خطاب کوي، افسوس د داسې پښتنو پر حال چې خپلواک نړۍ ته راشي، په تيارو او غلامۍ کې ستر او زاړه شي او د ناپوهۍ له امله د ترهګر په نامه وژل کېږي!!!
خو ښاغلی حکمتيار بيا هم له نورو جهادي لارښودانو او طالبانو څخه ډېر ستر توپيرونه لري چې د ده ځانګړی شخصيت زبادوي . له همدې کبله روان مقاومت ورته اړه دی . ځکه چې ښاغلی حکمتيار د يوه ريښتوني اسلامي لارښود او ملي شخصيت ځانګړتياوې لري :
ښاغلي حکمتيار تر اوسه د حزب په روپيو او شتو ځانته يوه جونګړه نه ده جوړه کړې، دی په خپله نه يوازې يو اسلامي عالم دی، بلکې يو سياستوال او په نظامي ډګر کې پوره تجربه لري . ښاغلي حکمتيار د ښاغلي رباني په څېر تر اوسه کوم ملګري او خپلوان ته په غاړه کې د ډالرو د بنډلو امېل نه دی ور اچولی چې کاناډا ته يې يوسي، د سياف په څېر ماڼۍ او مارکېټونه نه لري، د قانوني، عبدالله عبدالله او فهيم په څېر نه غل دی نه ډاکو . ښاغلی حکمتيار د طالبانو په څېر د علم او زده کړو سره ناباندې نه دی . ده که يو خوا د جهاد سنګر توود ساتلي، بلخوا د علم په ډګر کې مشغوله دی . ښاغلي حکمتيار نه کوم کارمن وژلی، نه د پسونو په څېر انسانان حلالوي، نه په تېلېفوني محکمه څوک وژني، نه خبريال، نه زده کړيال او نه ښوونکی وژني، نه ډاکترانو ته بم اېږدي، نه د ملت ودانۍ ته اور اچوي، نه ښوونځی، نه پوهنتون او نه کتاب سېځي .
ښاغلی حکمتيار د طالب چارواکو د مشرانو د سر شمېر په اندازه شل ځله ډېر کتابونه ليکلي دي . دی د طالبانو په څېر ځانته د اسلامي علومو ستر عالم نه وايي، خو بيا يې هم تفسير شریف ليکلی دی . هر ګوره، ډېری طالب مشران تر اوسه په خلاصه کيداني هم نه پوهېږي، خو د افغان وژنې د فتوا په ورکولو کې د فلسطين تر مفتي هم ګړندي دي . بده لا دا چې طالبان له جګړې وروسته افغانانو ته د هېڅ حکومتي نظام د جوړلو وړتيا نه لري .
ښاغلي حکمتيار تر اوسه پورې نژادي تبعیض نه دی کړی، تر اوسه يې د پښتو او دري، د تاجک او پښتون، د هزاره او ازبک توپير نه دی کړی . په دې مانا چې ښاغلی حکمتيار يو ریښتونی مومن مسلمان دی چې په افغانستان کې د قومي جوړښت پر بنسټ نه، بلکې د الله سبحانه تعالی د وحدانيت پر بنسټ او د علم او پوهې پر بنسټ د حکومت جوړول غواړي . او دا هم يوازې د الله (ج) د رضا لپاره، نه د خپل جېب د ډکولو لپاره . که د خپلې شخصي ګټې په غم کې وای، د جهاد په وخت کې يې چې کومې مرستې اخېستې دي، په همغه به يې قناعت کړی وای او اوس به يې د سویس په بانک کې زېرمه کړی وای، يا به يې د کابل کوم کونج چور کړی وای او هلته به يې يو څو ماڼۍ جوړې کړې وای .
ځينې نوي دېموکرات شوي ناپوهان (زه پوره باور لرم چې تر اوسه دوی د دېموکراسي په مانا نه پوهېږي) او د لويدیځ غلامان ادعا کوي چې ښاغلی حکمتيار اخواني دی او اخوانيان هغه ښندواله (افراطي) اسلامپاله ډله ده چې د دوی کړنلاره، نظر او الواک د اوسني وخت سره نه جوړېږي . دغه نوي او تازه سياستوال دا هېروي چې :
د عيسوي ورورولي يا اتحاديه چې د پينځوسو ملکونو څخه د پرديو ملکونو د چور او تالان پر بنسټ جوړه شوې ده، اوسهمال په افغانستان کې لاس پر لاس د افغان ملت د ماشومانو په وژنه بوخت دي او ټوله نړۍ يې راکابو کړې ده، نو اسلامي اخوانیزم چې د الله تعالیٰ د قوانينو پر بنسټ جوړ شي، ولې به غلط او له موډه وتلی وي؟
د خدای بښلي سيد جمال الدين افغان نظر چې د پان-اسلامېزم په نامه يادېده، موخه يې يوازې د اسلامي هېوادونو يو ځای کيدل ول، خو د هغه وخت د ترکيې مشر د انګرېزانو ستر غلام او ځانغاړی حميد الله د خدای بښلي سيد جمال الدين نظر څخه تل کرکه درلوده . دا ځکه چې صليبي نړۍ نه غوښتل چې اسلامي هېوادونه سره يو ځای شي . او اوس هم همدغه لوبه روانه ده . دوی مسلمانان سره جلا کوي، خو په خپله ورته ځانونه جوړوي، کله ځان اروپايي اتحادیه بولي، کله \"کولېشن او وېلېنګز\" او کله هم ناټو .
سربېره پر دې افغان ملت بايد ښاغلی حکمتيار په پټو سترګو ونه مني . يوه ورځ چاراته کیسه وکړه چې ښاغلی حکمتيار په وردکو کې د کوم سيمه ییز سربولن (قوماندان) مېلمه وو . دغه قومندان د حزب او ملت څخه د چور او تالان په روپيو ځانته ډېر غټ او عصري کور جوړ کړی وو . کله چې ماښام شو، نو ژر يې د برېښنا لپاره جنراتور روښانه کړ . د ښاغلي حکمتيار خوا په ښکاره سره ډېره بده شوه . مخ يې سيمه ییز سربولن ته ورواړوه او ويې پوښت :
آيا تا جهاد د دې لپاره وکړ چې ځانته دومره عصري ژوند جوړ کړې؟
والله يعلم چې دا کيسه به رېښتيا وي که دروغ، خو که رېښتيا وي، نو ښاغلی حکمتيار پازوال دی چې په راتلونکې کې د داسې مفسېدو کسانو مخه ونيسي . که چېرې د ښاغلي حکمتيار خبر وي او بيا هم د حزب کوم غړی د ملت او دولت په روپيو کور جوړ کړي، نو افغان ملت بايد شخصاَ َ ښاغلی حکمتيار مسئول ونيسي . افغان ملت بايد ښاغلي حکمتيار ته څرګنده کړي چې د زرداد په څېر انسان خوړونکي کسان نه په ټولنه کې زغملای شي او نه ځای ورکوي. افغان ملت بايد ښاغلي حمکتيار ته سپين ووايي چې نه ځانمرګي بريدونو ته تيار دي او نه يې مني او نه په جومات، کور، ګودر، خندک، دفتر، ښوونځي او پوهنتون کې داډول بريدونو او بريدګرو ته ځای ورکوي . افغان ملت بايد له ښاغلي حکمتيار سره يوه څرګنده کړنلاره او يوه مالومه موخه وټاکي . دغې موخې ته د رسېدا لپاره بايد يوه منښت وړ وسيله مالومه شي . داسې يوې سپېڅلې موخې ته په فاسېدو، غلو، غلامانو او فاجرو سره رسېدا کېدون نه لري . نو ښاغلی حکمتيار بايد وار له وړاندې د فاسېدو کسانو مخنيوی وکړي؛ حزب، مقاومت، ملت او حکومت له دوی څخه پاک وساتي . ښاغلی حکمتيار بايد د ښځو په وړاندې د صلاح الدين ايوبي دريځ غوره کړي چې په هغه کې ان ښځو ته د نظامي زده کړو موکه ورکول شوې وه .
خو دغه ټول کارونه يواځې ښاغلی حکمتيار نه شي کولای . هر افغان بايد تر خپله وسه د ښاغلي حکمتيار تر لارښوونه لاندې خپله ايماني او وجداني دنده سرته ورسوي . له مجاهېد څخه نيولې، تر ډاکتر، تخنيک پوه، ليکوال او ژورنالېست پورې بايد د وطن په خپلواکۍ کې د الله (ج) د رضا لپاره، او د وطن د مظلومانو، يتيمانو او کونډو د ژغور لپاره خپل وس وکړي . الله (ج) هر کس په خپل وس سره مسئول کرځولی دی، نو ځکه بايد اوسمهال د افغان ټولنې هر غړی، ښځينه وي که نارينه، ځوان وي او که پېغله، خپل ايماني مسئوليت سرته ورسوي .
دغه اوسنی دروغجن، غولوونکی، فاسېد او باطل حکومت به انشاالله له منځه ځي، لکه څنګه چې الله (ج) فرمايي :
وَقُلْ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَزَهَقَ ٱلْبَاطِلُ إِنَّ ٱلْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً (اسراه 81 آيت)
ترجمه : ورته ووایه (اې محمده) چې حق راغی او باطل له منځه ولاړ، په تحقیق سره چې باطل له منځه تلونکی دی .
همداسې به انشاالله تعالیٰ صليبي تاړاکګر مات شي ځکه چې الله (ج) همداسې غواړي :
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلْغَالِبُونَ (الصافات، 173 آيت)
ترجمه : په تحقیق سره چې زموږ لښکر به بريالی کېږي .
نو د دغې بريا لپاره بايد افغان ملت ځان تيار کړي . همدا اوس وخت دی چې افغان ملت د صليبي ځناور په وړاندې د مقامت مشري ښاغلي حکمتيار ته ورکړي او له ده سره په هر څه کې پوره مرسته وکړي . که نه، خدای مه کړه د هر بچي مرګ، د هرې مور اوښکې او د هر شهيد د وينې ثمر به مو پنجاب او ايران خوړلی وي او د مقاومت پايله به د بريا په رڼا کې يو نوی ذلت، خواري او غلامي وي .
محمدکريم نور
دګلبدين حکمتيار په هکله د ﻻ زياتو مالوماتو لپاره ﻻندې لينک هم وګورئ :
http://www.rohi.af/weekperson.php?id=3