ما ته مې د خــپل وطن خواږه شول هله راياد
دا چــې کله مې پردي چم کې ترخه وليدل
د ګاونډ خلک يې ؤ مخکې په منډه روان
خو زموږ د چـــم خلک مــې ټول اوده وليدل
خپل جنت جنت وطن کی ملنګان اوسيدل
بــلا عجيبه قــوم ؤ ټول مــې ړانده وليدل
د افسوس چيغې مې سل ځله تر ستوني راغلې
چې د وطن رهبران می ټول دوکه وليدل
زه نصيب ته نصيب ما ته لاس تر زنې ناست و
چی رقيب او يار مو لاس په لاس جوړه وليدل
دا ګناه به د (پرديس) وي چې مين و د ستا
چې ستا د زهرو جام کښې يې هم خواږه وليدل
هلمند (پردېس)
د اوکراين جمهوريت ادېسه ښار
وروستي