عشــــقه ستا ملنــګه يم کجکول مې شـه
در نه دې خير غـواړمه بـهلول مې شـه
اوښــکې شــه قســمته د ليـــمو پــه کور
زه دې د غـم ناوې ته پســوول مـې شـه
ستوري مـې اوربل کې شـــه دړۍ دړۍ
تيک مې دې جبين د حسن وول مې شـه
هيلو ته سـلګو کې اوښـکې اوښـکې شـه
زړه نه مې راوتی جګ شـخول مې شـه
زه دې لـيونــــی د عـشــق په ديــن يمـه
تن کې د ايمان په شان انمــول مــې شـه
ډک مـې له ارمانه کړه پرديـس ژوندون
ای د جــانان غمــه ته کـهــول مـې شــه
اوښــکې به شبــنم کــړي رحــيمــه درته
داغ دې د زړګـوټـي يــــم غاټول مې شه
وروستي