په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی

             
په زړه کـې عـشق د ښکلي يار ښـه دی
په ســـر کــې فــکـــر د دلــدار ښــه دی
 
چــې مــرور آشــنــــا پـــخــــلا کانــدي
يوې جــرګـــې نه يــو رېـبــار ښـــه دی
 
ټــولــو ســازونــو ســرودونــو څــخـــه
د مـــهرويانــو شـــرنګـــهــار ښـــه دی
 
چې ښــکلي ناسـت وي او نازونه کـوي
د مــکــېــــزونــو تـــود بازار ښـــه دی
 
د آشنا مينه کې چې هر څه هــېر شـــي
هــسې جــنون هســې خومـــار ښــه دی
 
په دروېــزه کـــه ديــــده مــومــي د يـار
عاشـق ملنــګ او خـوارو زار ښـــه دی
 
چې په حــجرو کې يې د عشــق سندرې
هـــره شـــپه اورم ننـــګرهـار ښـــه دی