مور

 
د ګلو به محشر وه خو که وريځې لږ سخي وای
که ستا د ټيکری پيسکی وای زما به هم مستي وای
د تا د لاس سابه وای چې بې تبې مې خوړلی
د تا د مينې اور وای مورې زه ورکښې ستي وای
ماښام مې د کټوای نه د شودو څوکې سټلی
سهار مې د مټکۍ په ترشخون کچو سبماني وای
دړدونه کړاوونه مې کرۍ ورځې ګاللی
خو شپه ستا په زنګون مې سر کېښوای دلازاري وای
نه پوهې نه قلم وای نه مکتب نه ليک نه لوست وای
تا لاس په سر راښکلی ما خپل زړه درته سپړدلی
سړه د ژمي شپه وای د نغري خوږ لن ته ناست وای
په ورو ورو په مزو دې افسانې راته کولی
په ونو په اغزو مې مخ اوښپې زخمي زخمي وای
د تا په جادوګرو ګوتو ټولې رغېدلی
دېوان وای ښاپېری وای ملوکه وای بدرو وای
د تا د ښکلي غږ نه د اسرارو زوږ راتللی
زه لاړم چې د سره ښامار علاج چرته پېدا کړم
زه لاړم چې په ټوله دنيا وکړم ننواتې
دنيا ته ګرېوان وشلوم بېلګې ورته ښکاره کړم
دا د هاړې د ښامار دي نه شکرې نه نباتې
که زه ئې درنه ګډ کړم او زما سره يو نشوای
قسم په زوالجلال دی که به يو شۍ ورنه پاتې
ای خلقه سره ښامار ته خړکی افغان پېدا دی
تاريخ کښې دې راغلي چې به روس خوري دلته ماتې
ادې! يو نيم مليون مې په وطن کښې شهيدان دي
په هر کاله کښې وير دی او په هر کلي کښې څاندې
مليون شپږ شلې نه دي چې په ګوتو شي شمارلی
يو نيم مليون لس لکهه دي پنځه لکهه پرې باندې
يو نيم مليون خاټول که د بقوا په د شته شنه شي
دا ډاګ په شين چکن شي زرغونه رڼا به کاندي
اۍ مورې زړې مورې ما خو نه و ليدې مورې
ته لاړې درنه پاتې شو بېکس ستا نازولی
اې مورې دنيا اور وه زه دې پرېښودم يوازې
اوس ګرځم هسکېرلۍ کړېدلۍ او ترټلی
ای مورې په زړه پورې ای درنې پښتنې مورې
د تا د جنازې کټ نورو يوړو ړوهديرې ته
خبر شوم چې بمونو مو کوډل کړل دړې وړې
او تا پناه وروړې وه د بل کلي دېرې ته
خبر شوم چې زما فوټو دې هر چا ته ښودلی
زوی ګی مې راروان دی خلقه دې بلې پېرې ته
د کلي خلقو وېل چې ده بوډۍ ليونی شوې
رڼا ته تور تهم وائي سپين سبا تورې تيارې ته
چې ساه دې ورکوله زما نوم دې يادولو
تا وې چې اخري ديدن د زوي شو رانه پاتې
ادې خو مجوري وه، بې دردي وه بې واقي وه
دې سره ښامار په ډيرو کړې ښائسته مينې ميراتې
ما وې د تا په قبر به ډيوې روښانومه
ما وې چې دا ببر سر به په شنختې درته ږدمه
ما وې چې ستا کفن به په تودو اوښکو پرېومه
ما وې چې د جمعې شپه ستا مزار کښې تېرومه
ما وې ستا د جامو سره د زړه خوا له کومه
چې تا قدم پرې ايښۍ وي هغه ځای به ښکلومه
ادې خو قسمت بله راوکړه
په يو ساده دنيا کښې ته د خاورو مېلمنه شوې
او زه د دنيا بل سر کښې دعا درته کومه