د دنيــا د ســـور د پاره غمــګــيـن مــه شـــه
غم د ديـــن او د ايــمان که بې ديـن مـه شـــه
هــــر ګــره ګــره کشـــا لــــرې کــم بـــخــته
نا امــيد له خــدايه غــوټــه جـــبين مــه شـــه
ډير خفت دې دارنده چـه خــوشــه چــين شـه
څـو د اب و دانــه شـــته دانه چيــن مــه شــه
هر مارغه چه د بل غوښه خورۍ مردار دې
لـکه زاڼــړه ځـان حلال کـه شـاهيــن مـه شه
د زرې پــه څـــير افــتاب په طلــب ګــرځــه
لکه تــيږه هـــسې پــروت په زمــين مه شـــه
ار په تـش لســـتونړې نــه شــې بــې د لاســه
لاس په تــوره که بــې لاســه اســتين مـه شـه
عــاشــــقې او خـودبــيــنې دې ســــره لـــرې
که طلب د عاشـقـــې وې خودبـــېن مــه شـــه
په خــپل کــور کـــښې د سفر دې که پوهېږې
مــسافــر د هنــدوستــان او د چيــن مــه شـــه
خــپل تــابوت درتــه ولاړ زبـن کړي اس دې
ته په زبــرمـــه د بل اس او د زيــن مــه شــه
چــــه تــقــوَۍ ديانــت نه لــــــرې رحـــمانــه
د دې هـــسې همنـــشــينو نـشــين مــه شــــــه
وروستي