ښه شوله ډېره چې انکار دې وکه!  ښاغلي کرزي ته!

ښه شوله ډېره چې انکار دې وکه!
ښاغلي کرزي ته!
کرزى صيب ومې ليدل او وامې هم ورېدل چې د افغان وژونکو او افغان واکمنو بهرنيانو د نا انساني چارو او نادودو پر وړاندې دې يو ښه دريځ غوره کړوڅه ښکاره او څه پټو الفاظو باندې دې هغه څه وويل چې هر افغان يې درڅخه هيله او غوښتنه لرله خو افسوس چې ډېر وروسته او هغه هم د ځان غوښتنې او ځان پالنې په پار!
کرزى صيب!که ياد دې شي دا خبرې پخوا ډېرو نورو خلکو هم کړي او اوس يې هم خلک کوي خو هم دا ستاسو جناب د افغان پالې او انسانپالې(!)ادارې واکوال ښاغلي يې ستاسو د ملاتړو  بهرنيانو په ملتيا داسې الودل کوي چې مه يې کوه پوښتنه!
کرزى صيب! لږه که خوښه دې وي د تاريخ پاڼې به هم سره واړوو او د دغو بهرنيو ښاغليو يو څه نورې نادودې به هم وسپړو او خلکو ته وښيو چې تاسو جناب هر څه وويل ښه مو وويل خو په داسې مهال چې اوبه له ورخه تېرې وې.
کرزى صيب!که په ياد مو وي او د بيا ولسمشرۍ هڅو او مصروفيتونو درڅخه هېره کړې نه وي نو پر افغانستان د نازل کړي ناورين په درشل کې د بن پلان شوې جرګې پر مهال چې د افغانانو پر ژوند و عزت لوبه کوونکو ډېرو نورو تاسو غوندې سياستوالو او پردو والو پکې برخه لرله د عبدالستاد سيرت په نوم يو څوک د نورو هم شانو ملګرو په خوښه مو د افغانستان لنډمهالى ولسمشر ونومول شو دا چې بيا هغه څنګه له ميدانه لېرې او تاسې يې د ګټلې مبارکې څوکۍ څښتن شوئ پر دې خو نو ښه پوهېږې،يانې دا بايد ومنئ چې نه يوازې په اوسمهاله واکمنۍ بلکې په تېر مهاله واکمنيو او مزو،چړچو کې مو هم  بهرنيو هېوادونو پوره لاس درلود چې داسې ده نو بيا پوښتنه زېږي چې کومې اړتيا يې پر ضد د داسې ناڅاپي احساساتي خبرو کولو ته اړ کړئ؟زما او د ډېرو نورو افغانانو په اند لامل به يې همدا له څوکۍ سره ستاسو د بې شانې مينې ښودنه وي.
په هر حال،دې وينا که مو نور څنګه او څنګه غبرګونونه را وپارول خو ما ته يې يو ټکى ډېر په زړه پورې و او هغه دا چې آخر خو مو هم  که په مستقېمه توګه نه وه په نا مستقېمه توګه د دې منښته وکړه چې د بهرنيو ملګرو او کورنيو يارانو د شاهکارونو له امله دې نور ولس ته ټيټ سترګى شوى يې او که زړه کې دې هر څه وي خو په ښکاره ځان داسې وښيى چې ګوندې نور دې له کړو کړنو پښېمانه يې او غواړې د بهرنيو يارانو پر ضد دې د داسې خبرو په کولو د ولس ملاتړ خپل او د بيا ولسمشرۍ هوس دې پوره کړې،دا ډېر ښه کار دى زه سره له دې چې پر دې ځان غوښتنې او ځان ځلونې او تېرو کړو د نه کېدو چارو دې سخت خپه يم خو دې کار دې لږ څه دې هيله من کړى يم چې که خداى کول د تېرو نورو په شان دې ستا او د ملګرو بېړۍ مو هم په ډوبيدو ده او د طالب،دموکرات،ترهګروبنسټپال،او...نورو پلان شوو او افغان ضدو نومونو د تتيدو وخت راغلى.که دې خبرو سره مې جوړ يې نو کرزى صيب دې سره خوا کې چې تاسې او درسره د افغانستان پر مظلوم ولس لوبه کوونکي نور بېلا،بېلا نومه خلک د نېکو مشورو د اخېستو جوګه نه يئ خو زه بيا هم د ولس د خير ښېګڼې په پار در ته وايم چې کرزى صيب!که رېښتيا هم غواړې دا ولس دې تر شا ولاړ وويني او په تاريخ کې د ګټلو او ګټل کېدونکو بدنوميو له ګواښه دې خوندي اوسې نو د دې کړو خبرو د يو شمېر برخو((د ټوپکوال او وژونکي فهيم او ملګرو يې او همدا شان د فاسد دولت له غړو دې د ملاتړ د پاى ته رسولو ترڅنګ))په رېښتينې بڼه ولس ته داسې مخ واړوه چې زما په شان نور هېودوال دې په اړه د لرلو اوسنيو شکونو له پنجو خلاص شي او هغه داسې چې همدا نن د همدې کړې وينا په شان دې د يوې بلې وينا په کولو د تېرو ژړاګانو په دوام دې د زړه له تله د داسې ژړاګانو او ساندو په کولو له ولسه بښنه وغواړه چې رېښتيا هم د دې ولس ملاتړ او ننګه خپله کړې او دا هم ښه په ډاګه ووايه چې له تېر څو لسيز ناورين راهيسې د طالب،القاعده،دموکرات او...په نومونو پر افغان ولس تپل شوي پرديپال رېښتيا هم بهرپاله خلک ول او يوازې او يوازې د دې ولس د تالاترغۍ کولو په پار يې د سياست په سربداله نړۍ کې منډې ترړې کړي.
اوس همدومره
په همدې هيله
 
چټک غبرګون--ننګرهار