ټاکنې څه ګټه لري؟

د خپرندوى يادون:د چټک غبرګون په نوم د لاندينۍ ليکنې د ليکوال ليکنه مې څه موده وړاندې لاسته راغلې وه،خو د بوختياوو له امله يې خپراوي کې پاتې راغلى وم،اوس يې په داسې مهال د درنو لوستونکيو مخ ته ږدم چې د ليکنې يو شمېر برخې زړې شوې هم دي خو بيا يې هم د يو څه ارزښت له مخې خپروم هيله ده لکه د پاڼې د نورو ليکنو په شان مو خوښه شي.
درنښت
 
 
 
 
ټاکنې څه ګټه لري؟
چټک غبرګون ---ننګرهار
وايي(پرون)د (نن)لارښود دى،د دې ټکي په رڼا کې که د پورته پوښتنې د ځواب موندنې هڅه وکړو او د افغانستان په شان يوه اسلامي هېواد کې د دېموکراتيکو(!)ټاکنو د کېدا اجازې شتوالى او نا شتوالى هېر کړو او يوازې د اوسني ټاکل شوي دولت(!)د کړنو له مخې د کېدونکو ټاکنو ګټې وارزوو نو دا پايله به لاسته راشي:
-په يوه بل واکه هېواد کې چاته د واک سپارلو خبره هغه هم د ولس په خوښه سل په سلو کې ناسمه او ختدوونکې خبره ځکه ده چې له تېر درې لسيز ناورين څه چې تر هغه وړاندې هم پر افغانستان واکمن خلک که ټوله کې نه وي نو ترنېمايي ډېره د بلواکۍ دريځ او پېژندنه لري اواوسمهالو ټاکنو کې که له هرې غاړې ولاړ کانديد بريالى شي(!)پايله به يې مساوي صفر وي،داخو يوه فرضي بېلګه  وه که حقيفت ته راشو او وګورو دا ټاکنې د چا په مالي مټ کېدونکي دي؟نو پوه به شو چې تر کاسې لاندې نېم کاسه څه چې د نېم کاسې تر نېم کاسې لاندې يې هم لا څو نېم کاسې شته،که نه وي او رېښتيا هم نننۍ انسانپاله(!)نړيواله ؟ټولنه زموږ په اړه داسې ښه دريځ لري نو څومره ښه(!)بيا نو ددې تېرې څو لسيزې افغان ضدې لوبې ډګر ته د افغان وژنې او افغان ځورونې په موخه د (خلقي،پرچمي،مجاهد(!)،طالب،القاعده،دموکرات...)په نومونو د خپلو ګوډاګيو جامه بدلول،د بې ګناه افغانانووژل،ځورول...ولې وشول او ولې کېږي؟بښنه دې وي لکه چې احساساتو کې ګېر او له آرې سکالو(موضوع)بهر شوم خو نه کېږي((ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي))ماکه اوسني جناب((کرزي صاحب))ته رايه ورکړه او په دې هيله وم چې خپلو بادارانو څخه به د ولسي ملاتړ د لرلو په  مټ له لاسه وتې خپلواکي لاس کې اخلي،د ترهګر،القاعدې په نوم دې هېواد کې د افغان وژنې پيل شوې او روانه به چاره ختموي،د دې بې پوښتنې ولس د ډک پرهره زړه د پرهريدو پوښتنه به کوي،نړۍ ته به وايي چې افغانان د ډلو ،ټپلو،قومي ناخوالو،هېوادورانونې،هېواد پلورنې او انسان وژنې پلويان نه دي...او دا هرڅه پرې ستاسو د لورېينې له مخې تپل شوي،دوى نوره ستاسو له دې لورېينې په مننې د دې لور پاى ته رسېدل غواړي خو له بده مرغه دې صيب هم لکه د نورو تېرو او اوسنيو ملګرو په شان يې د څو غلو او داړه مارو په مرسته د امريکايي ساتندويانو په ډاډ يې په ګلخانۍ ماڼۍ کې خوبونه او بهرنيو هېوادونه کې چکرونه ووهل،هغه خو ځه هاغسې اوس چې د همدې کرزي د واکمنۍ تېر وزير او امريکا ملاتړى اشرف غني په افغانستان کې تر يو موده وزارت او امريکااونړيوال بانک کې تر ډېر کلنې دندې او استوګنې وروسته وايي دا شړۍ زه وړۍ کوم،د هغه په شان يو بل امريکا مېنى او امريکا استوګنى علي جلالي چې ده هم د کرزي صاحب مبارکه کې تر غني ډېر د وزير پاتې کېدو وياړ لري هغه هم د کورنيو چارو وزارت(!)دى هم وايي کرزى صاحب نېمګړى و خوند يې ونه کړ،د ادارې چارواکو يې د نيشه يي توکو قاچاق کاوه ماځکه خپله دنده هم پرېښوه او اوس غواړم ولسمشر شم(!)څومره ښه(!)جلالي صاحب نه پوهېږم ستاسوپه خبره ستاسو واک کې شته    د نيشه يي توکو د قاچاق کوونکو نوملړ(لېست)درڅخه  کوم دېو د چين غرو ته وتښتاوه چې لا يې په اړه چوپه خوله يئ (!او...ښاغلى خليلزاد هم وايي چې ترما چاډېر د امريکا خدمت نه دى کړى او د کرزي پر ځاى بايد زه د افغانستان دموکرات مشر شم،د ده خو چې حقيقت وي دا څوکۍ په حق ده (!)ځکه ده خو امريکا او دېموکراسۍ ته نورو د پام وړ کار وکړ،کرزي او ملګرو که يې افغانستان کې ايله داسې يو لس دولس زره کسه ووژل نو خليلزادصاحب خو د مسلمان وژنې لپاره په ملګرو ملتو کې د امريکا استازولي وکړه،په ډېر جرئت او نرتوب(!)يې د دې ټولنې لوړه شورا کې خپل هېواد د ترهګرو ځاله او خلک يې وروسته پاتې او د ټوپک او بمبارۍ په مټ سمېدونکي يادکړل،ډاکټر عبدالله صاحب هم چې ځان يې د دې دندې کانديد نومولى دا خو بېخي د دې څوکۍ حقدار دى د ډېرو ښو خدمتونو(!)له امله يې خداى شته زه يې په ستاينه کې ځان کم ګڼم(!)عبد الله صاحب ((ټوکه دې پکې وي))سمه بلا ده،د مجاهد،ټوپکمار،دموکرات،کمونېست ايتلافي،پښتون وژونکي،روسيه پالي،امريکا پالي....په شان د ډېرو نورو وياړمنو(!)نومونو په لرلو يادېږي،ها بل څه دى ياسيني صاحب،د ده خو د ويلو نه ده،دى خو لا خبرو کې هم لکه دوه زړې ښځې چې سره بنډار کوي والله که يې زه لا کله هم په خبرو پوه شوى يم خو بيا هم پوره حقدار دى ځکه ده خو هم د اورېدو له مخې د نيشه يي توکو د کر پر ضد د ادارې د مشرۍ پر مهال د نيشه يي توکو قاچاق کې رغنده ونډه ترسره کړې،نور خو يې خداى شته لا په دريځ سم نه پوهېږم،همداسې ډېر نور جنابان هم داسې.
دوى هر يو ښه وايي،بايد يې ووايي ځکه د بيان ازادي او ديموکراسي ده خو خبره دا ده چې موږ څه وکړو؟د يوويشتمې پېړۍ په دې پرمختللي ژوند کې د لوږې له وېرې د نه مړ کېدو هڅه وکړو؟د شپې د بمبارۍ له ډاره په ستړي ځان خپلو وږو او بې کورو بچو سره خوب ونه کړو؟د بلې را تپلې لورېينې((ځانمرګي بريد))له وېرې په دې کار نه موندل کېدونکي وخت کې يوه مړۍ ډوډۍ ونه ګټو او که دې جنابانو ته د ورکړل شوو لاپو پرتلنه وکړو؟
که پرتلنه يې وکړو او په ټوليزه او رېښتينې توګه په غوڅه ووايو((ماته د خپل يابو...))نو دا پرمختللي خلک به راته د وروسته پاتې،بې فکره او احساساتي ګومان وکړي،که نه يې وايو نو خپل وجدان ته ګرم ښکارو،په هرحال؛ډېرى افغانان ې د يوې مړۍ ډوډۍ رسېدل او سرخوندي والى يې ورته د ژوند ترټولو لويه نېکمرغي ښکاري،د دې ټولو نمايشي چارو د ترسراوي پر ځاى لومړى پر خپل ژوند د نه لوبو کولو او بيا د خپلو ديني،فرهنګي او نورو دوديزو ارزښتونو خوندي والى ورته دټاکنو،ماکنوپه پرتله ډېره ښه برېښي،ځکه وېره لري چې د دې ټاکنو په ترڅ کې ((له ګټو يې توبه))چې د تاوانونو په ورېدو يې بيا ورته څوک د ګولۍ په ښودلو د ملاتړ کونې بلنه ورنه کړي او يايې هم د ډوډولو په موخه سپېڅلې پرښتې(!)او سپين زړي شيطانان خپلو بې رنګو نه خو څو دېرش رنګو  پټو ملګرو سره په نمايشي  جګړو وانه وړي او بيا د ګڼو ولسي او بې دفاع او بې پوښتنو خلکو د مرګ لامل نه شي،په ټوله کې که ووايو چې د ټاکنو ګټه څه ده؟نو ځواب به يې درې ټکيز(هېڅ)راووځي،ځکه ((زوړ جومات او زوړ ملا))د خلکو ژوند کې د کوم بدلون اذان نه کوي او د زړو تراويو له کولو خلک ستړي شوي نو زه وايم ښه به داوي چې که د دې نمايشي لوبو پر ځاى د دې لوبو پردۍ ورکول کېدونکې پيسې ((که رېښتيا هم نړيوال د خپلې افغان پالۍ بېلګه وړاندې کولاى شي)) که پر خوارو افغانانو چې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل اولادونه پلوري او له لوږې مري ووېشي ښه به وي،نور له دې پرته دا ټاکنې په دې څه ګټه نه لري چې د کور،ډوډۍ،اسلام ،هېواد او نورو نومونو دا غولول شوى ولس څوک هم د خپل درد درمان نه ګڼي او پرټولو غولوونکو خبرو ښه پوهېږي او پر دې هم پوه دي چې د دې ټاکنو ګټونکى لا پخوا ټاکل شوى،کانديدان يې د يوې لوبې له مخې راڅرګند شوي او دا لګول کېدونکې پيسې يې هم د دې ټاکنو له بوديجې سره خوا کې پخوا ټاکل شوي او ورکړل شوي دي.