دزړګي پرسرمې

دلمرزرينې وړانګې
چې دباران په منشوري سطحه دغشوغوندې
ښې پورې  وورې ووزي
لكه زړګى په بڼو
سورى سورى شي سورى
نوبياداوړانګې دلمر
په هغه پورې فضا
داسې اووۀ رنګونه
چې پكې يورنګ داشنادمخ درنګ په څېر،وي
ګلابي رنګ يادوم
دغه رنګونه په يوه خوله اويوزړه سره ټول
يوه لينده جوړه كړي
لكه ديار په رخسار
وروځې كږې ليدئ شي
دبوډۍ ټال جوړوي
شنه زرغونه جوړوي
دياردسترګونظر
هم لكه وړانګې دشمس
چې زماله اوښكوتېرشي
نودزړګي پرسرمې
داسې اووۀ ځايه چاړې تېرې كړي
لكه داوښ پرغاړه