پت

خوبونه رانه تللي شوګيرې دي چې را ځي
نېټې دي هيرې شوي خووعدې دي چی راځي
 
حيران يم چی پښتون جانان به څه ته پښتو وايي
حجرې يې کړلې ړنګې خو جرګې دي چې راځي
 
توبو نه مې توبه کړه چې جانان می خپه نه شي
هر ګوټ پسې ساقي زما توبې دي  چې راځي
 
پيالې يې کړلې ماتې چې دميو کور يې سولو
دا ځکه دکاسو پسی کاسې دي چې را ځي
 
تشتور ی کاروانونه راستانه شول دزړه کورته
لو ټ شوي ستا کوڅه کې قافلې دي چې راځي
 
خندا دجانان ورکه شوه دسترګو اشاروکې
کډوال مساپرۍ اوسختی شپې دي چې راځي
 
دعشق دليونيانو څه ځانګړې شان نړۍوي
بی اوره باندی وسوم سری لمبې دي چې راځي
 
په عمر کی خو يو ځل پسرليه چم له  را شه
افغان زلمو او پيغلو دا ګيلې دي چې راځي
 
قربان يې له حيا شم عشق يې دپت تابع دی
دا ښکلي خدمتګاره پښتنې دي چې راځي
 
محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوی