نظر محمد مطمئن
لیـکوال او شـــناند
یو ځل بیا ګډ حکومت په دې هیله هڅې/ګنګوسې پیل کړي چې ګواکې د سولې پر لور رهې دي. د سولې عنقا ورته په اسلام اباد کې ښکاري. اسلام اباد هم د مارچ لومړۍ ورځې د سولې د خبرو پيل ګڼلی وو؛ دلته کابل کې رسنیو هم د پاکستان پر موعد شخوندونه وهل. هیلې داسې راټوکېدلې وې چې ګواکې د سولې دا ورکه کونجي پیدا شوه. لا چې د سولې عملي هڅې نه وې پیل شوې او خبره یوازې د مطبوعاتو په حد کې وه، حکومت کې دننه امتیازخورې کړۍ متحرکې شوې او پر ولسمشر غني يې فشارونه زیات کړل. غني له یوې خوا د سولې شعار پورته کوي او له بلې خوا یې تر زنې لاندې د سولې خنډونه نېغ ولاړ دي.
ولسمشر غني په ډیر سپک انداز کې د ځینو مهمو هیوادونو سفیرانو ته ویلي چې «د طالبانو نوم ماته مه یادوئ، دوی نه منم، پاکستان سره مې خبره خلاصه کړې ده»، ډیری سفیرانو ته يې ویلي چې نور کار خلاص دی، طالبان نشته.
هغه پښتو متل دی وایي چې میراث خور ښه ده که اموخته خور. وايي میراث خور ښه ده چې میراث ورته ورسيږي په خپله مخه ځي، خو اموخته خور او مفت خور بیا هیڅکله هم قناعت نه کوي او همیش يې غواړي.
امتیازخواره به ارام کښېني؟
تېرو دیارلس کلونو کې ځينې افغانان دومره شتمن شول، دومره وپړسول شول او د بهرنیانو له خوا دومداره ورته امکانات او پیسي ورکول کیدلي،او يا خو يې د فساد د لاري د خپلو موقفونو څخه په استفادې زیاتې پيسې، کورونه، ځمکې او نور امتیازات ترلاسه کول، اوس چې دا هرڅه په ځینو یو دم بند شول، دا به د ولسمشر غني له پاره ستونزمنه وي، چې هغوی همداسي ارام کښینوي، بلکې همدا کسان به اوس هڅه کوي چې ولسمشر غني ته په ارګ او کور دننه ستونزې جوړې کړي.
اوسمهال د غني له پاره سوله له طالبانو سره يواځنۍ ستونزه نه ده، بلکې په کوردننه په دولت کې او له دولت نه بهر هم لويې ستونزې اشرف غني ته مخکې دي.
اشرف غني به اړ وي چې د استاد سیاف، ډاکټر عبدالله، د ولسې جرګې د رئیس ابراهیمې، د مشرانو جرګې د رئیس مسلم یار او پخوانیو په کور کینول شویو وزیرانو، دا ډول هغه کسان چې په هرات او نورو ولایتونو کې له دندو ګوښه شول، د دوی ټولو سره به لاره وړي او د هغوی ملاتړ ته به اړتیا لري، که همداسي يې پريږدي، نه دا چې له طالبانو سره به د سولې خبرې پرمختګ وکړي، بلکې په کور دننه به هم غني ته په امنيتې برخه کې ستر ګواښونه موجود وي.
حکومتونه له دننه نسکور شوي!
حکومتونه هر وخت له داخل نه چپه شوي، کله چې په داخل کې ستونزه وي، نو یوبل ته کوهی کني، د ظاهر شاه حکومت د هغه د اکا د زوی داؤد په لاس، د داؤد حکومت د هغه د ملګرو امین او ترکي او په ټوله کې کمونسټانو په لاس، د ترکي حکومت د امین په لاس، د امین حکومت د ببرک په هڅو د روسانو په واسطه او د ببرک حکومت د ډاکټر نجیب په لاس، د ډاکټر نجیب حکومت د دوستم او ببرک د ډلې په مرسته، د مجددي حکومت د استاد رباني ، حکمتیار او استاد رباني په لاس، د استاد رباني حکومت د طالب لخوا، او د طالبانو حکومت د امریکا په مرسته د شمال ائتلاف له خوا يو په بل پسې چپه شول.
اوسمهال هم د ګډ حکومت ترمنځ د خلقي او پرچمي د وخت لوبه روانه ده، په حکومت کې دننه ډیر زیات مخالفتونه شته.
شمال ټلواله هومره هم د سولې مخالف نه دي، بلکې هغوی ویره لري که طالبان له غني سره یوځای شي دغه لړزانده حکومت به بقا ومومي، دوی په دې انتظار دي چې حکومت غني نه کنټرول کولای شي او نه يې ساتلی شي، د وخت په تیریدو به حکومت نیغ په نیغه ډاکټر عبدالله او د هغه ډلې ته پاتي کيږي.
د هندوستان موضوع په دغسي حساس وخت کې مهمه ده چې د سلما بند په ګډون خپلې لويې پروژې يې ځنډولي دي.
نړیواله ټولنه د سولې اړوند مهم رول لري، هغوئ غواړي د تیرو دیارلس کلونو په موده کې د دوی خپلې لاسته راوړني له لاسه ورنه کړي او له طالبانو سره سوله دوی ته داسي معلوميږی چې ډیر څه به پکې دلاسه ورکوي.
روس هم راودانګل
په کابل کې د روسې سفیر، پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د دغه هېواد په یوه بنسټ کې يې د وینا کولو بلنه ورکړې ده. د حامد کرزي امریکايي ضد څرګندونې (په ښکاره ډول، داچې د پردې شاته څه دي، وخت ته انتظار کو) او د روسيې له خوا دا بلنه ډېره نژدې اړیکه لري.
اوس د سولې مسئلې نور جهتونه هم پيداکړل، يواځي له طالب سره سوله نه ده، د سمئیزو او ګاونډیو هیوادونو بېلابېل نظرونه او د سولې بېلابېلې تګلاري، په کور دننه په حکومت کې د ګډو چارواکود سولې اړوند ورځ تر بلې مخالفت زیاتېدل، د هغو کسانو چې له حکومت څخه ایستل شوې له سولې سره مخالفت، د جنګې مجرمینو او اقتصادي مافیا مخالفت له سولې سره حتی نړيواله ټولنه کې هم اذهان يوې تغيير راوستونکې سوله ييزې پروسې ته بايد چمتو شي، ځکه هغوی د خپلو منتخبينو او ټکس پيسو غم اخيستي، چې که طالبان راسي او حکومت اسلامي کړي خلکو ته به د ديارلس کاله جنګ څه ځواب وايو.
بل خوا د افغانستان مسئله کې امریکا نور را ګډیدل نه غواړي، هغوی غواړي چې د روسانو په ډول چې د ډاکټر نجیب له حکومت څخه يې ملاتړ کاوه او پخوانیو مجاهدینو ته يې ویل چې تاسي خپله ستونزه له افغان دولت سره حل کړئ، دا ستاسي کورنۍ مسئله ده او بالاخره همدغې ناسمې تګلاري موږ د نورو ۲۶ کلونو له پاره په جګړه کې بوخت کړو، همدا اوس امریکا د روسيې همهغه نسخه کاروي او دغه ناکامه نسخه چې طالبان او ګډ حکومت دي سره کيني او خپلمنځي ستونزه دي حل کړي، دا د طالب او حکومت خپلمنځې ستونزه ده، د امریکا دغه تګلاره به ستونزه نوره هم لویه کړي، افغانان به د څو نورو کلونو له پاره هم په جګړه کې ښکېل پاتې شي.
اوس اوس روسانو علاقه ښودلې چې د افغانستان په مسئله کې خپلې ښکېلتیا ته عملي بڼه ورکړي، د امریکا او روسيې ترمنځ رقابتونه په سوریه او اوکراین کې عملا جریان لري، که چیرته په افغانستان کې د سولې له پاره رښتونې هڅې ونه شي، دا امکان لیدل کيږي چې په راتلونکې وخت کې روسان له هغو ډلو سره چې د امریکا او امریکا پلوه حکومت ضد جګړه کوي وسلې او مرستې برابري کړي، که داکار وشي، نو بیا به جګړه اوږده او د سولې چانس به نور هم کم شي.
د داعش معما
هڅې روانې دي چې د طالبانو د مورال د ټیټوالي او په هغوی د فشار له پاره په افغانستان کې د داعش شتون ته ډیر تبلیغات وشي، که حکومت او نړیوال د داعش راتګ ته خوشاله وي دا به هم په راتلونکې کې د دوی له پاره يوه لویه ستونزه وي، بیا به جګړه د امریکا، افغان حکومت له کنټرول څخه وځي، دا ډول د طالبانو له پاره به هم چیلنج وي، بیا به هغوی هم ونه توانیږي چې د خپلسرو وسلوالو مخنیوی په ځینو سېمو کې وکړي، نو جګړه به دوام پيداکوي.
د سولې شورا به تر څه وخت پورې په خپل حال پاتې وي چې معاشونه واخلي او د سولې تر نامه لاندي د څو کسیز ګروپ مشرۍ ته حامد ګیلاني او د هغه پلار پیرسیداحمد ګیلاني کاندید دي، قطب الدین هلال، قاضي آمین وقاد او قیوم کوچی هم هیله لري، چې ونومول شي.
همدا دوه اونۍ وړاندي د ۳۰ تنه اهل تشیعه هزاره کسانو تښتول د زابل ولایت کې يوه هغه ستونزه ده چې په راتلونکې کې دغه خطر باید موږ حس کړو.
جالبه دا ده، چې بې له هېڅ سند او موثق راپوره، ځینې ځانګړې رسنۍ د داعش نوم اخلي او هڅه یې همدا ده چې که له دې لارې وکولای شي طالبان تر روحي فشار لاندې ونیسي او په افغانستان کې د داعش معما حقیقت وبرېښوي. که څه هم دغو تبلیغاتو يواندازه کار ورکړ، او په کجکې کې عملا د ملاعبدالرؤف خادم له خوا تحرکات پېل شول، ولي تر اوسه يې ډیره نتیجه نه ده ورکړي، په تېرو دیارلس کلونو کې د امریکایانو تبلیغاتي ماشینونه ښايي ځکه ناکام شوي وي چې د طالبانو جنګیالي اصلاً لویديځې رسنۍ نه اوري. د افغانستان په کلیو او بانډو کې جنګېدونکی طالب شاید پر دې هم نه وي خبر چې داعش په نامه خلک به څوک وي چې دلته به فعالیت وکړي؟ د هلمند خلکو سره د داعش خبره نه وه، هلته اوازه وه چې وهابیان کجکې ته راغلي، او ملاخادم یوځل د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال خلکو ته ویلې وو چې زه حنفي مذهبه یم، وهابي نه یم.
حساسه افغان ټولنه
د سولې په مخ کې ځينې نور د حکومت له نظره لویدلي او نا لیدلي وړي او لويې ستونزې هم تر سترګو کيږي.
غازي امان الله خان له دي امله د خپلو خلکو قهر راوپاروی، چې د خپلې ښځې پړونی يې له سره لیري کړ، ښځې يې هڅولي چې د لویدیځ جامي واغوندي.
ظاهرشاه په دي علماوو ګرم باله چې کمونسټانو ته يې د بیان د ازادي تر نوم لاندي د کفریاتو ویلو اجازه ورکړه، او داؤد يې پر دي ملامت کاوه چې له کمونسټانو سره يې انډیوالي او مسلمان ځوانان يې تهدیدول.
د کمونسټانو د حکومت په مقابل کې تر ټولو ښه تبلیغ دا و چې ښځې او نر يو ځای د سندرو او مېلو له پاره ګډا کوي او خپله نورمحمد ترکی هم ورته ناست وي. د مجاهدینو د وخت تبلیغاتي فلمونه همدا وو چې کمونسټان ښځې ګډا او سندرو ته راغواړي، خو د کمونسټانو د وخت موږ کره ثبوت نه لرو چې هغوئ دي ښځې بربنډتوب ته هڅولي وي.
د کرزي د حکومت په اولو کلونو کې په کندهار کې ګل آغا شیرزي له خوا د ښځو او نارینه وو د سندرو ګډ مجلس چې په زرغونه آنا لیسه کې د شپې جوړ شوی و، د احمد ولي کرزي د کسانو له خوا پرې ډزې وشوي.
ولې د ګډ حکومت له پېل سره همدغه یادو خبرو زور اخستی، که څه هم د کرزي په وخت کې هم د ښځو بربنډتوب او فحشاء ته ډیره لمن ووهل شوه، خو کرزي خپلې ښځې ته اجازه ورنه کړه چې د ښځو په ناسمو ناستو کې ګډون وکړي.
د ګډ حکومته په وخت کې د پښه يبلې ښځې معما چې امکان لري د ښځو د بې چوکاټه ازادۍ د کمپاين برخه وي او امکان لري ناروغه وي، د دې ښځې ظهور هم شکونه راپورته کړي، خو د اوسپنيزو کوناټو ښځې بې له شکه دغه هلې ځلې په ګوته کوي.
د کرزي په وخت کې د کابل په بازارونو کې پښه يبلې نجوني چا په څلورمه کارته کې نه دي لیدلي، نه يې د کرزي په وخت کې نجونې په اوسپنیز بربنډ لباس کې ولیدله او نه هم د هغه میرمنې له بهرنیو عیسوې مبلغینو سره ناسته پاسته درلوده. زموږ ټولنه د ښځينه مسایلو په تړاو ډیره حساسه ده.
د ولسمشر میرمنې رولا غني حتی هغه تقلبي اسلام ته هم دوام ورنه کړ چې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال يې په لاس کې قران و. له بي بي سي سره په مرکه کې يې وویل چې موږ ټول (مسلمان او عیسوي) د الله ج له پاره عبادت کوو.
له اوباما سره لیدنه
داچې ولسمشر غني او عبدالله پر دي هم نه جوړيږي چې له اوباما سره غنی يواځي مجلس ولري، عبدالله ټینګار کوي چې که چیرته اوباما له غني سره بېل او يواځي مجلس کول غواړي او زه د هغه سره د اوباما په هر مجلس کې ګډون ونه لرم، خپل سفر به واشنګټن ته ونه کړم، دا هغه ستونزه ده چې دوی په هیڅ مسئله کې يو پر بل اعتماد نه لري.
د ګډ حکومت مشران سره له دې چې تر ډېره حده هڅه کوي چې اختلافات یې تر رسنیو راونه وځي؛ خو بیا هم دغسې د نظر اختلافونه او خپګانونه ژر رسنيز کېږي.
د کمونیستانو ګواښ
د پخوانیو مجاهدینو له خوا داخبري چې واک ټول کمونسټانو ته ورکول شوې، او تر ټولو لومړی پکې د امنیت شورا مشر حنیف اتمر او د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نوم اخلي، داخبري عادي مه ګڼئ.
د ولسمشر سلاکار داؤد سلطانزوی اروپا ته تللی له پخوانیوکمونسټانو سره په خبرو بوخت دی او د هغوئ راوستل غواړي، ځينې يې همدا اوس په ګارنیزون کې ځای په ځای شوي دي، د ننګرهار د قول اردو پخوانی قومندان جنرال افضل لودین چې د ډاکټر نجیب په وروستي وخت کې يې په ننګرهار کې مجاهدینو ته سخته ماتې ورکړه ، اوس نوي دنده ورته ورکول شوې.
ځينې شنونکي وایي چې حنیف اتمر د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو له پاره چمتووالي نیسي او له ډاکټر عبدالله او يا د شمال ټلوالي له کوم بل تن سره به مقابله کوي.
دا ډول پخوانی ولسمشر کرزي هم پخوانی شړل شوې وزیران او د غني څخه خفه شوې پخواني حکومتي لوړ پوړي چارواکې د استاد سیاف، اسماعیل خان، یونس قانونی، بسم الله محمدي او کریم خلیلي په ګډون په ځان راټول کړي. هغوی هم هڅه کوي چې د حکومت واګې بیا ځل په لاس کې واخلي.
داسي ویل کیږي چې پخوانی ولسمشر کرزی وایي چې ولسمشر غني او عبدالله ته يې ۶ میاشتي وخت ورکړي، که حکومت په سم لور روان نه کړي، نو بیا دوی چپ نه شي پاتې کیدلای.
امنیتې برخه کې د ګډ حکومت اقتصادې ستونزې
ګډ حکومت به له ډیرو اقتصادي ستونزو سره هم مخ وي، د امریکا پخوانی دفاع وزیر چیک هیګل دنده دا وه چې د عراق او افغانستان جګړه ختمه کړي هغه د جګړې مخالف ؤ، د امریکا اوسنی دفاع وزیر اقتصادي برخو کې کار کړی او اقتصاد به کنټرول کوي، هغه ډول بې له کوم شرطه او بې حسابه ډالر به نور د ګډ حکومت دفاع وزارت نه ورکول کيږي او د امریکا اوسنی دفاع وزیر له هند سره د پاکستان په نسبت ښې اړيکې لري، چې دا به هم دغني پر اوسنۍ تګلاره چې د هند په نسبت له پاکستان سره ډیر نږدې دی بې تاثیره نه وي.
«طالبان نور مه یادوئ»
ولسمشر غني په ډیر سپک انداز کې د ځینو مهمو هیوادونو سفیرانو ته ویلي چې «د طالبانو نوم ماته مه یادوئ هغه نه منم، پاکستان سره مې خبره خلاصه کړي»، ډیری سفیرانو ته يې ویلي چې نور کار خلاص دی، طالبان نشته.
که د پاکستان خبره دومره جدي وي نو بیا خو په کار ده چې پاکستان په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، پېښور، وزیرستان او بلوچستان کې د خپلو طالبانو او بېلابېلو نا امنیو مخه ونیسي، چې دا به بیا د افغانستان په سوله هم تاثیر ولري.
په داسي حال کې چې جنرال دوستم او جنرال مالک دواړه په حکومت کې کلیدي رول ولري، بیا به څه ډول شونې وي چې سوله دومره اسانه راشي؟
د غني بله ستونزه له خپل ټیم سره هم ده، چې د هغوی باور يې هم د لاسه ورکړی، نو ځکه به د سولې اړوند د ده هڅې ډیره نتیجه ورنه کړي
د غني ذهنيت سولې ته اماده نه دی، سرسري روان دی، غټ قيمت باندې سولې لپاره يې څه نه دي ښوولي. د هغه شاوخوا کسان او سياستوال او جنګي جنايتکاران چې د جنګ له اقتصاده له ځمکې راپورته سوي او اقتصاد يې جوړ کړی د هغوی ذهنيت نه دی چمتو، د نړيوالو ذهنيت نه دی چمتو، په دغسي حالت کې د سولې اوسنۍ خبرې يواځې د غني له خوا په دي موخه کیږي چې خپل واک وساتي، او دسولې تر نامه لاندي نړيوالې مرستې په دوامداره ډول خپلې کړي.
که هڅه وشي چې د طالبانو له ډلې څخه د پاکستان په فشار ځينې کسان له افغان حکومت سره خبرو ته کینول شي، او د طالبانو د رهبري د خوښې مخالف داکار وشي، دغه ډول کړنه به نور هم د سولې پروسه خنډنۍ کړي، د طالبانو باور به نور هم په ګډ حکومت او پاکستان کم شي، او هغه طالبان چې نه غواړي د پاکستان تر فشار لاندي د حکومت سره مذاکراتو ته کښينې په دی لټه کې به وي چې په هیواد کې دننه جګړې ته زور ورکړي او لازیات خوندي ځایونه پيداکړي، په دي معنی چې جګړه به زور واخلي.
دا ډول طالبان به هڅه وکړي چې د پاکستان پرځای د نورو هیوادونو سره نږدې سرحدونو ته ځانونه ورسوي، او ځينې د افغانستان ګاونډي هیوادونه همدې کار ته چمتو ښکاري.
دا ډول د ډاکټر عبدالله په ټیم کې دننه هم مخالفتونه په خپل ځای پاتې دي، داسي راپورونه هم شته چې پنجشیري ځوانانو غوښتل د عبدالله کور په پنجشیر کې وسوځوي، مګر یونس قانوني منع کړي، د ګډ حکومت په منځ کې د دغسي اختلافاتو لرلو په صورت کې د سولې له پاره دوامداره کار کول به ستونزمن وي.
«طالبان افراطیان شول...»
قیوم کوچی د ولسمشر تره به پخوا ویل چې طالبان مظلوم دي، په هغوی ظلم شوی، همکاري کول ورسره لازمي ده، د بهرنیو اډو پرضد د ملي يووالي جبهې په هغه جرګې کې چې تر درې زره زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و، کوچي ویل چې بهرنیانو ته اډې ورکول د جنګ دوام دی، دا ډول له هغه مخکې يې په قطر کې په يوه کانفرانس کې طالبانو د خپلو حقونو مدافعین او په حقه جنګیدونکې ګڼل، مګر اوس هغه وایي چې طالبان افراطیان دي، هغوی باید د غني حکومت ته تسلیم شي، پر څو وزارتونو راضي شي، که نه وي نو په يومخیز ډول به طالبان ورکيږي.
همدا کوچی چې کله له امریکا څخه اروپا ته د يوې غونډې له پاره روان و ویلي يې و که دوستم له نږدې ووينې حمله به پرې کوي، ځکه هغه د پښتنو او په ځانګړي ډول طالبانو قاتل دی او خپله ولسمشر غني بیا په ۲۰۰۹ کې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال دوستم «جنګې مجرم» بللی و، خو اوس هر څه سم دي، دوستم دوی ته تر ټولو نږدې او ښه دوست دی. هغه دوستم چې د نجیب احمدزي حکومت يې نسکور کړ، که وتوانیږي همداسي به د غني احمدزي حکومت د نسکوریدو پلان هم کله ولري.
په حکومت کې د ضعیف ګډون، ضعیف احتمال
د سولې اړوند بله ننګونه دا ده چې په ناسم ډول د ځینو طالبانو په حکومت کې د ګډون خبرې رسنیزي کيږي، چې په دې ډله کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمدمتوکل او په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف نوم هم اخستل کيږي، په داسي حال کې چې له هغوئ سره په دی اړه هیڅ ډول بحث د حکومت او يا حکومت پلوه کسانو له خوا نه دی شوی او نه هم د سولې اړوند خبرې ورسره شوي.
په ګډ حکومت کې د ښاغلیو متوکل او ضعیف د ګډون خبر د یکشنبې پر ورځ پاکستاني رسنیو ورکړ. د پاکستان رسنیو پخوا دا خبرونه هم خپاره کړي وو چې ګواکې له قطر څخه طالب چارواکي د افغان حکومت سره د مذاکراتو له پاره دغه هېواد ته سفر کوي. هغه څه چې کله هم پېښ نه شول. په زړه پورې دا وه چې د پاکستان رسنیو دا هم ورغوټه کړې وه چې «طالبانو ځکه د ضعیف او متوکل له ګډون سره مخالفت کړی چې دوی له خپلې ډلې وتلي ګڼی». متاسفانه دغسې ضعیفو احتمالونو ته بیا زموږ رسنۍ ډېره هوا ورکړي. سره له دې چې دغه ډول احتمالونه څو څو ځلې په عمل کې ناسم ثابت شوي.
سوله لا پېچلې شوه
ځينې داسي راپورونه هم شته چې د افغانستان په اړه د پاکستان د آی ایس آی او پاکستان د پوځ تر منځ هم د نظر اختلاف شته، پوځ غواړي له افغانستان سره اړيکې جوړې کړي، او بل خوا آی ایس آی غواړي په خپل پخواني دریځ پاتې شي.
داسي راپورونه هم شته چې ممکن د ګډ حکومت مشران د پاکستان پوځ استازو ته په دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او امنیت اداره کې له افغانانو سره د ګډ کار او مشورې چانس ورکړي، تر څو د دواړو خوا کارونه هم اهنګ کړل شي.
د سولې په مخ کې یادو شوو خنډونو ته په کتلو سره معلوميږي چې سوله نوره هم ستونزمنه کيږي، د کرزي په وروستیو وختونو کې د سولې له پاره هغه وخت امیدونه پيداشول چې هغه له امریکا سره د امنيتې تړون له لاسلیک نه ډډه وکړه.
اوس داسي ښکاري چې پخوانۍ د سولې اړوند هڅې د ګډ حکومت له خوا په صفر کې ضرب کيږي، او بیا له سره پېل کيږي.
که رښتیا هم ولسمشر غني سولې ته ژمن وي، په کار ده چې عمیق او جدې تغیر د سولې اړوند په خپلې اوسنۍ تګلاره کې راولي، او تر ټولو لوی خنډ د سولې په مخ کې د بهرنیانو شتون دی. له دي ها خوا منفي او ناوړه تبلیغات هم سوله ټکنۍ کوي.
وروستي