د سحر ستوري

 هر سحر را پورته کيــږم
لکــه خال غوندي ځلــيږم
کائــناتـــــو تــه مســــيږم
و هر چا ته ښه ښـکاريږم
ښائـسته ستــوري د ميــني
ده اسـمان پر تنــدي بانـدي
تر نظر مي هـر څه لاندي
پورته کښته په جهان کښي
جمادات که حيوانات دي
دا ټـول ويــنمه تــيريـږم
څه قانون د دي جهـــان دي
ني وجود وجود په شاند دي
په ســل ډوله نــمــايــان دي
ګاه پـسرلي ګاهي خزان دي
هيڅ تعبير ېي په ما نشي
ني عــــدم عــدم ته ورته
کله يو کله بـل رنګ وي
په يوه مځکه کښي ګورم
و تغئير تي حيرانيږم
دا ټول وينمه تيريږم
بيـــــلي بيـــلي نــنـداري دي
بيا وحـشت توري تياري دي
هـــر طـرف سوي ناري دي
بل ساعت خاوري ايري دي
هر وخت کښي چه ځه ګـورم
څــه ګړي څــه لار لــيده شـي
روغ ناروغ ېــي پـيژند نــشي
يو سـاعـت به ښــکلي ګل وي
د هر شـي په حال خـبريــږم
دا ټــــول ويــنمــه تــيـريـږم
سپينه خوله په هوس خـاندي
څملي پاس پر پالنګ بانــدي
چه پري وائي عــالم ســاندي
شـي تر تورو خـاورو لاندي
نن به ښـکلي معـشوقــه وي
زلمــيـتـوب پـه مــيو مــسته
بيــا دوهــمه روځ ېـي اورم
د بـيـباک فـــــلک له لاســـه
په حسرت حسـرت ژړيـــږم
دا ټـــول ويــنـمه تيـــريـــږم
ناکامه د عــشق ليــــدلي
سري لمــبي دي لګيدلي
مــيــنان دي کــړيــدلــي
په سرو سـترګو ژړيدلي
ما پـه هـره زمـــانه کــښــي
له بيلتونه په هر ځائي کښـي
په شپو شپو ځـما پلوشـــو ته
ځيــګـــر ســــوي لالــهانــده
ځه ېي هم په اه ويليږم
دا ټول وينـمه تــيريږم
که څه تير شــوله کلــونه
تر حيوان ېي بد خـويونه
بـندګان ېـي په زرګـــونه
دغــوا ېـڼـي عــبـادتــونه
ما انــسان حـيـوان بـيــل نګــړ
انــســـــان وائــي و ځــان تــه
کله خدائي له ځانه جـوړ کړي
کله پســت شــي چي کــوي به
په دي راز هيــڅ نه پوهيږم
دا ټـــول وينـــمه تــيريـــږم
ځيــــني لمـر و ته نسـکور وي
څـوک بــنـــده غـلام د اور وي
د چــــا فکــر دري څلــور وي
مـــزهــبونــه لـور په لــور وي
ځينـي بتـــو ته سـجــده کـــړي
څوک اوبــو ته مـعبــود وائــي
څوک مـنکر بيخي له خــــدايه
هر انسـان خپل مسلک ستـائي
په کارو ېي ځه شرميږم
دا ټول ويـنمه تــيريمـــږ
حـقيقت کښي هيڅ نه ويــني
پــــه درواغــو لري مـــيني
د شيطان پري کوي سپــيني
تل به خوري د زړګي ويني
په ظاهــره ستــرګـه ور وي
د تـــقلـــيد ســکه زامــن دي
غوليدو کښـي هسي پاس دي
که بينــا پکــښي پيــدا شـــي
له انســانه ويزاريــږم
دا ټول وينمــه تيريږم
خولي ېي وازي سخت ليوان دي
نـــه د چــا ســره خپـــلـــوان دي
هــــم پـــر دي ژړا خــنــدان دي
مــست په دي شــراب روان دي
يو د بل غـوښــو ته وږي
نه په مرګ د چا ويشتلي
يتـيــم کونــډه ژړوي تــل
د خوارانو ويني وڅښـــي
پاس پر سر باندي څرکيږم
دا ټــول وينــمـه تــيريـــږم
د مـغـرب تري اقتبــاس وي
پر يـورپ ئـي انعــکاس وي
له دا نـورو پــورته پاس وي
په احتـياج د دوي دلاس وي
کله وينم چه شـــرق لوړ وي
تمــــدن خــپور له اســــيا نه
د اسلام بيــرغ دنــيا کښـــي
د جــهان قـــــومــونــه واړه
حـريت بانـدي نازيږم
دا ټول ويـنمه تيريږم
بـيا د بـل د لاس غـلام وي
ځيني پاته نــنګ و نام وي
سـور کافر ته په سلام وي
د دي قوم به څه انجام وي
خو دا بلـه روځ چـــي وينــم
نه ېي شـان ېي شـــوکت وي
د يـــوي ســـــــتنــي د پــاره
ژوند ېي بيل نه وي له مرګه
په غمو کــښي ېي نوليږم
دا ټــول وينــمه تيـريــږم