ستا په عشق کښي له ډير غمه پريشان يـــم
کړم ښکاره چا ته د اسيري او ناتـوان زړه
ستا د غـــم په تـيره تـير باندي زخــمۍ دي
ژاړي ستا په غم کښي هر وخته نادان زړه
ســـتا وړې وړې خــندا بــاندې غـلـط شــو
دام کــښي راغــلو نا خـبـره پــريشـان زړه
د ژوندون نوې غور ځنګ پکـښې پيدا شو
چــې اوچـت کړلو په مـينه مې جانان زړه
ستــمــونـه که هـزار ځـلــه پــرې اوکــړې
بـې پرواه دي له هر څـه نه بـې پايان زړه
د حـفيـظ خـوبونه ورک په هـغه ورځ شـو
چې زخمۍ ئي کړو د مينې په ارمان زړه
ـــ
وروستي