په ننګرهار کې د بيا رغونې او پرمختګ چارې

کله چې په ۱۳۸۳ کال کې په ګران هیواد افغانستان کې د ولسمشرۍ ټول ټاکنې تر سره شوې او نوی سياسې نظام د کرزی صيب تر مشرۍ لاندې جوړ شو، نو د نويو هيلو او ارزوګانو سره په ټول هيواد کې د بيا رغونې او پرمختګ کارونه پيل شول. پدې لړ کې د هيواد د نورو سيمو او ولاياتو په څير په ننګرهار کې هم د بيا رغونې او پرمختګ چارې پيل شوي، او دې چارو هغه وخت لاپسې زور او ځوګ واخيست کله چې ښاغلې ګل اغا شيرزې د ننګرهار د والي په توګه د هيواد د ولسمشر له خوا وټاکل شو.
 
شيرزې صيب په خپل نوبت سره په دغه ولايت کې د ابادۍ چارې پرمخ بوتللې، د بيلګې په توګه د ښار په دننه کې يې سړکونه قير کړل، په سرکونو کې يې ترافيکي اشارې ولګولې، د مځکني ترانسپورت اډې يې د ښار په څنډواو چاپيريال کې جوړې کړي، باغونه او پارکونه يې ترميم کړل،او دغه راز په خصوصې سکتور کې د ولس له خوا په ترسره شوو کارونو کې هم د پام وړ پرمختګ ليدل کيږې. پدې کار سره شيرزې صيب د ننګرهار د خلکو په زړه کې ځای ونيوه او حتی تر دې چې کله د ازادۍ راديو له خوا د کال د غوره شخصيت د ټاکلو په موخه د خلکو تر منځ تيرکال ټول پوښتنه ترسره شوه، نو شيرزې صيب د نورو نوماندانو په
 وړاندی تر ټولو لوړه رایه واخيسته او د غوره شخصيت مقام يې وګټه، دا ځکه چې د ده تر شاه د ننګرهار ولس ولاړ وو او ده ته يې رایه ورکړه.
 
ولې په عینې حال کې د ننګرهار ولايت يو زيات شمير اوسيدونکې په دې آند دي چې د يوي خوا د شيرزې صيب د بيا رغونې  پروګرام بطې او سست روان دی او د بلې خوا داسې ګمان کيږی چې په ننګرهار کې تر دې دمه ترسره شوي ابادې د هغو مرستو په پرتله او تناسب چې د ننګرهار ولايت چارواکې يې د بهرنيو کمک کونکو سرچينو او د ملي سوداګرو څخه په همدې موخه ترلاسه کوي، ډيره لږه ده. د بيلګې په توګه دوی وايي چې په ننګرهار کې باغونه او پارکونه د پخوا څخه جوړ شوي وو ولې شيرزې صيب هغه صرف ترميم کړل او د جلال اباد ښار په دننه کې د تيرو څو کلونو په موده کې شايد فقط د سلو کلو مترو  په شا او خوا کې سرکونه قير شوي اوسي، البته د يادولو وړ ده چې  ټولي لويې لارې او پلونه لکه د کابل جلال اباد، جلال اباد تورخم او جلال اباد کنړ سړکونه د مستقلو پروژو په توګه د افغانستان د پرمختيايې پانګې څخه د بهرنيو سرچينو د لارې نيغ په نيغه تمويل او جوړي شوي دي. د ښار په هغو سيمو کې چی د ولسې جرګې د غړو او يا لوړپوړو دولتې چارواکو لکه د ريسانو او معينانو کورنه وي د هغو سيمو سړکونه ډير په چټکۍ سره قير کيږی، پروا نه لری که دا کورونه او سړکونه د ښار جوړولو  په ماسټر پلان کې شامل وي او که نه! دا په داسې حال کې ده چې د ښار په هغو  برخو کې چې سړکونه  يې د ماسټر پلان له مخې ترتيب شوي تر اوسه نه دې قير شوي، د بېلګېپه توګه د اولې ناحيې په اوله ساحه  کې يو سړک چې د قير کيدلو لپاره ۵ مياشتې وړاندې تيار شوي وو لا  تراوسه پری قيرنه دې اچول شوي.
 
دغه راز د ننګرهار خلک وايې چی په ننګرهار کې د سړکونو او چوکونو په غاړه د بریښنا اتوماتې ترافيکې اشارې جوړي شوي ولې بریښنا نه لری چې ګټه تری واخستل شې، په داسې حال کې چې ننګرهار ځانته مستقل د بریښنا بند لری او د بريښنا د توليد او ظرفيت کچه يې تر هغه حده لوړيدای شئ چې د ټولو ښاريانو د بریښنا اړتياوي پوره کړي. همدارنګه دا وګړي وايې چې د ننګرهار پوهنتون د کميت د پراختيا او د کیفيت د پرمختيا لپاره هم داسې کوم ځانګړې کار نه دی شوي او يو شمير زدکړيالان له دې امله چې د پوهنتون څخه د فارغيدو ورسته ورته بيا د کار کولو شرایط نه وي برابر خپلې زدکړې په نيمه کې پر
 يږدې. دوي زياتوي چې په ننګرهار کې تر اوسه پوری د هرات په څير کوم داسې صنعتې پارک نه دی جوړ شوي چې وکولاﺉ شې د يوې خو په سيمه کې د محلې صنعت او توليداتو کچه لوړه کړی او د بلې خوا د بيکاره ځوانانو لپاره د  کار کولو زمینه برابره کړي، ترڅو د غريبو خلکو په ژوند کې په بنسټیزه توګه مثبت بدلون رامنځ ته شې.
 
پورتنيو ستونزو ته په پام سره او په دې موخه چې د ښاغلې ګل اغا شيرزې نوم نه يوازی دا چې د خلکو په زړه کې  د تل لپاره ځاې نيولې وي بلکه د ده نوم د هيواد د تاریخ په زرینو ليکو او مخونو کې د هيواد د نموتو اتلانو تر څنګ ليکل شوي وي، د ننګرهار خلک شيرزې صيب ته دا لاندی وړاندیزونه کوي:
 
۱. د ننګرهار ښار دننه ټول سړکونه دې پاخه او په اساسې توګه جوړ کړي، او د نوموړې ښار د متوازن پرمختګ لپاره دې يو منظم پروګرام تيار کړي.
۲. د لنډ مهاله حل لاری په توګه د ډرونټې د بریښنا بند دې ترميم او دتوليد کچه دې پورته يوړل شئ، او د تلپاتې حل لاری په توګه دې د کنړ په سین نوي د بریښنا بند د شهيد سردار محمد داود خان د پلان سره سم جوړ کړي، تر څو ټول هيوادوال د دې بند د بریښنا د نعمت څخه برخمن شې.
۳. په ننګرهار کې دې د يو نوي صنعتې پارک د جوړيدو پلان ترتيب او عملې بڼه دې ورکړي.
۴.  ننګرهار پوهنتون ته دې د کیفيت او کميت له پلوه وده ورکړي او د علمې څیړونو لپاره دې په کې نړيوال څیړنیز مرکز جوړ کړي.
۵. په ننګرهار کې دې د ملي او نړيوالو پانګه اچونکو لپاره د پانګه اچونې ټول شرایط برابر کړي.
 
شيرزې صيب! کور دې ودان او بريالې اوسې.
 
د يوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.
محمد فريد شګيوال