پټانه او توپ ډنډه

 
خدای دې عبدالمنان ملګری د جنت پر حوض کوثر باندې اباد کړي، چې تنده یې د تل لپاره ماته شي. د پېښوریانو د اتوار په ورځ به یې قلنګ غوښت.
هغه قلنګ چې نه یې زه نوم پر خوله راوړی شم او نه یې نوم د یادولو دی. د ګل حاجي پلازا په انګړ کې به ودرېد او په لوړ اواز به یې چیغه کړه: آ د اختري زویه راولېږه زما قلنګ.
پېښور د سقر په څېر د سختو وختونو ښار وو. دېخوا طالبان وو او په پېښور کې د بې روزګارۍ تور دیبان وو چې د هر لوستي افغان لپاره یې د رستم هفت خوان غوړولی وو.
د ژوند د ناتمامو اړتیاوو سختې شپې وې، یوې خواته کور او اولادونه وو، بل خوا د مکاتبو فیسونه وو، له بله پلوه غیران د مار په پښو بدل شوی وو.
مجبور شوم د پېښور په نیور امپوره ګیټ کې مې د جوالیتوب ترڅنګ د پرمټونو کاروبار شروع کړ.
دغه پرمټونه به د ISI د مشهورې ادارې لخوا هغه افغانانو ته ورکېدل چې له دغې ادارې سره به یې د ځیرې او اعاشې مسوولیت ثبت وو.
یو زیات شمېر وزیران او رییسان چې اوس د کابل په اداره کې د جاه او جلال مالکان دي د ای ایس ای پرمټ خواره پاتې شوي دي.
دغه پرمټونه د بورې، اوړو، کمیاوي سرې، تعمیراتي سامان آلاتو او د ودانیو د لرګو پرمټونه وو، چې د پاکستان له لوري به بې محصوله د افغانستان لور ته را اوښتل او په افغانستان کې به هم طالبانو د ای ایس ای د مُهر په برکت ګمرکي محصول نه ترې غوښته. د هر موټر محصول به تر سل زره کلدارو زیات وو.
خو د پېښور په مارکېټ کې به د ای ایس ای د یوې عرادې ډک موټر د پرمټ بیه اویا زره کلدارې وه. کله چې به جمعه تېره شوه، د شنبې ورځ به د پرمټونو د راوتلو ورځ وه او د اتوار ورځ به د دغو پرمټونو د خرڅلاو او مارکېټ ورځ وه.
د ای ایس ای تر ټولو غوره پرمټونه چې د غوړو او وریجو پرمټونه وو یوازې او یوازې د پیر د خاندان استحقاق وو. خدای زما روزي د همدغو پرمټونو په کمېشن کې رانغاړلې وه.
د یوه فرهنګي دولت او ملګري په مرسته د افغانستان د ښځو د ټولنې د پرمټونو د خرڅلاو کمېشن کاري زما په نصیب شوه.
په هره اونۍ کې به د اسحق آغا او د هغه د مېرمنې پټانې څلور پرمټونه راوتل، چې د هر پرمټ قیمت په بازار کې ۷۵ پنځه اویا زره کلدارې کېدلو. ما به د خپلې برخې پنځه زره کلدارې په جیب کې اچولې او متباقي مبلغ به مې د همدوی ناظرانو ته ورسپاره.
په دغو پیسو کې ارواښاد رسول امین د منان ملګري قلنګ هم پر ما حواله کړی وو، چې د هر اتوار په ورځ به مې د منان ملګري د سیک ګیراک جمال سینګ درې زره کلدارې ورکولې.
مېرمن پټانې په هماغه وخت کې د افغانستان د ښځو د اجتماع په نوم یوه مواسسه چلوله، چې د لګښتونو بار یې د ای ایس ای د پرمټونو پر غاړه وو.
د همدغې پټانې بي بي یو بل تارتوک هم غاړې ته را لوېدلی وو، چې فخریه اسد نومېده او اوس په امریکا کې اوسي. فتانه په هغه وخت کې هم د بېګانه پرستۍ پوکاڼه وه، یعنې له بهره هوا په کې پوکل کېدله.
د پاکستان د پېښور په ښار کې لُکس کور، نغدي لګښتونه، پرمټونه او نور امتیازات د هغو خدماتو حق الزحمه وه. د پېښور په ښار کې اکثره افغانانو د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره تنظیمونه، شورا ګانې او مواسسې جوړې کړې وې، دغه ارګانونه له اوو جهادي تنظیمونو جلا تشکیلات وو، چې د پیر صاحب د خاندان لخوا یې د ای ایس ای لپاره نظارتي ماموریت تخصیص شوی وو.
زیاتره افغاني روښانفکران په همدغو تشکیلاتو کې ووژل شول، د مثال په توګه جنرال عبدالحکیم کټوازی، اختر محمد خپلواک، کړوخېل او نور.
د اسحق آغا وظیفه دا وه چې د افغانستان ټول افتخارات د پاکستان د مملکت خداداد په ملکیت او پراپرټۍ بدل کړي.
د همدې کار لپاره یې مېرمن هم فعاله وه، مېرمن پټانه ګیلاني په هماغه وخت کې هم د پښتنو د هویت او استقلالیت پرضد ولاړه وه، خو د افغاني مستقلو افتخاراتو د تبارز په دښمنۍ کې د مېرمن پټانې پوکاڼه هغه وخت وپړسېدله، چې افغان کرکټ ټیم له اوږدو مودو خپګان څخه وروسته د افغانانو پر چاودلو شونډو د خوشحالۍ موسکا ونڅوله.
مېرمن پټانې د خپل غبي عصبیت غوټه پټه نه کړه او چاودنه یې ورکړه. کرکټ یې پردۍ لوبه وبلله، افغاني لوبغاړي یې د سمت او سیمې انحصاري پهلوانان وبلل او کرکټ ته یې د توپ ډنډې نوم ورکړ.
خو دغه توپ ډنډه وه، چې د نړۍ د سیالۍ پر ډګر یې افغاني بیرغ ته عظمت ور وباښه. د پټانې له څرګندونو سره جوخت د پاکستان د کرکټ یوه لوبغاړي هم د پټانې څرګندونو ته ورته څرګندونې وکړې.
دا حالت ښیي چې د سپورټ، فرهنګ، کلتور او علم په برخه کې د افغان ملت د مستقل تبارز په وړاندې پنجاب څومره حساس دی، خو افغانستان د خپل استقلالیت پر ډګر ولاړ دی.