
۶۰کیلو ګرامه وزن لري، پنځه وخته لمونځ کوي، پرشخصیت يې د دیندارې مور اغېزې خورا ژورې دي.
مور يې په ۲۴ساعتونو کې ۱۸ ساعته په عبادت تېرول، د ژوند ټوله مشغولا يې عبادت او د کلام الله مجید تلاوت و.
که به په کلي کې څوک مړ و، که به په ښار کې ځوانیمرګ شو، که به په ترافیکي پېښه کې چا ژوند وبایلود، که به تورې تپې جنازه د هدیرې خوا ته روانه کړه، هر ځای چې به ژوند د مرګ پر پوله تم شو، نو د مور د سترګو اوښلنې چينې به یې روانې شوې او د مورولۍ په عاطفي ژبه به یې پوښتنه کوله.
د مرحوم فقیر مور ژوندۍ وه، ته وا د مور به یې څه حال وي؟
پلار یې د مرکو او جرګو د ټغر سردار و، خو لمونځ يې بې له جماعته نه ادا کاوه. د جماعت د لمانځه پر لار د جومات په خوله کې شهید شو.
د ژوند له ډېرو لذتونو او عیاشیو سره نا اشنا سړی دی، توره ډوډۍ خوري او دسترخوان يې د خپل فقیر او مسکین ملت د خوراک تابلو ده. اصراف نه کوي هماغه افغاني پالک، کندهارۍ شوله، تور بانجان، شړومبې او له افغاني سابو څخه جوړه سلاټه يې د دسترخوان زېب او زینت وي.
د افغانانو په څېر د ناموس پرده د فرهنګ او کلتور د حیا جامه بولي، د ښځو عزت د افغاني اخلاقو مروت او ځوانمردي بولي، د پړوني احترام د نارینتوب نېکنام ګڼي، له پیسو ټولولو سره يې نه ده جوړه.
د هجرت په وخت کې يې په پټه محرمو او فقیرو کورنیو ته نغدي مرستې ورلیږلې، که به يې په ښي لاس مرسته ولیږله چپ لاس به یې نه و خبر، که به یې په چپ لاس مرسته ولیږله ښی لاس به یې ناخبره و.
په ۴۳ کلنۍ کې یې واده وکړ یوه ورځ يې له مور څخه د کوڅې نورو ښځو پوښتنه وکړه چې زوی دي سپین ږیری شو، واده څه وخت ورته کوې. مور يې ورته وویل چې د زوی زړه یې د خدای او افغانستان مینې داسې تسخیر کړی چې اوس نورو مینو ته ځای نه په کې پیدا کیږي.
د مور او پلار فرمانبردار و، مور يې سره کرښه ورته وایستله چې زه د لحد پر غاړه پرته یم واده وکړه که نه نه دي بښم.
هماغه و چې د مور فرمان ته يې سر ټیټ کړ او مور یې د یوه غریب معلم لور نږور کړه.
حامد درښیم چې اوس د افغانستان په تاریخ کې د حامد کرزي په نامه یو فصل دی. د افغانستان د تاریخ هغه فصل چې له دې وروسته به د نړۍ په سترو پوهنتونونو کې د د کتورا تیزس پرې ولیکل شي.
د افغان تاریخ هغه فصل چې یوه تباه او برباد ملت په کې د هدېري په لحد کې بېرته سر راپورته کړ، کفن يې څیري کړ او د ژوند پر ډګر یې چیغه کړه چې د دې غرونو او دې ډګرونو هستوګن ملت مرګ ته ماتي ورکړه او بېرته د ژوند په ډګر کې د سیالۍ پرسټیج ودرېد. په همدې حال کې حامد کرزی د افغانستان رهبر و.
دښمني او یو د بل وینو ته تږې قبیلې بېرته پر ملي ټغر سره راټولې شوې او د پت او عزت قصیدي يې د زمان د موزیک له راګونو او ارګسترونو سره بیا سندریزه کړه.
خلقي او پرچمي اخوانی او طالب، ږیره ور او برېتور افغانان چې یو د بل په مرګ کې یې د جنتونو د حورو شنه خالونه لټول بېرته یو د بل تر څنګ کېناستل.
د افغانستان د نوي عزم پر ضد بیا جګړه پیل شوه، خو ما د خپل ملت د پنجاب او کولاب، ایران او تاوران، شرق او غرب، شمال او جنوب د واز خولو بلاګانو له منګولو څخه د ژوندانه څنګلو ته ولیږداوه.
دافراطیت، شرطلبۍ او جګړه مارۍ د اور سکروټو لا د افغان ملت له لمنو څخه د اور ژبغړاندې لمبې پورته کولې.
خو حامد دغه سکروټې په لوڅو ورغوو کې د پنجاب لمنې ته وروغورځولې او نن پنجاب په چیغو چیغو دی چې دغه سکروتې ستاسي له خوا راغورځي. نوازشریف محمود خان رالیږي، راحیل شریف سفیر ورغواړي، پنجاب رمباړي وهي افغان ورته وایي چې ټینګ شه بچو چې نن دي وار دي.
افغانستان دیموکرات شو، افغان ملت د ډیموکراسۍ تصویر ته ښکلا جوړه کړه، د افغان ملت مدني څېره د حمل پر شپاړسمه او د جوزا پر څلورویشتمه له جلال او کمال سره وځلېده.
حاسدانو ویل چې حامد کرزي لویه جرګه د خپل اقتدار د اوږدېد لو لپاره راغواړي. خو حامد کرزي ثابته کړه چې لویه جرګه به له نړۍ سره د یوه سیال ملت د ملګرتو ب شرایط ټاکي، هماغسي وشول لکه حامد کرزي چې ویل.
حاسدانو ویل چې حامد کرزی انتخابات نه کوي، خو حامد کرزي ویل چې په انتخاباتو کې د خپل ملت د قوت او جبروت د جمال او کمال راز وینم، انتخابات به کیږي او حتمي به کیږي او انتخابات وشول.
حاسدانو ویل چې په انتخاباتو کې حامد کرزي، خصي او ګونګی سردار پاچا کوي، خو حامد ویل چې انتخاب دافغانستان د ملي وجدان کار دی.
زه د افغانستان د ملي وجدان د انتخاب ملګری یم.
بالاخره د افغانستان ملي وجدان ته د جنګسالارانو، زردارانو، سردارانو او قاچاق برانو په غویمنډ کې یو بې پیسو، بې ټوپکو، بې لښکرو، پوهنتوني استاد چې یوازې فکر لري عاشق زړه لري انتخاب کړ.
اوس به نو راشو، هغه صداقت، هغه رښتینولي ته هغه ایمان ته چې د افغانستان له ګټو جوړ دي.
حامد کرزی د افغانستان عاشق دی، ځان سلطان نه غواړي، خپل ملت سلطان غواړي، هماغه د ملنګ میر حمزه خان شینواري شعر دی.
زه دي وچ هډوکي شپېلم خو ملت مې دې سلطان وي
دا زما د سخن سیوری په معنی کې همایون کړه
په دې هکله به کتابونه ولیکل شي، خو زه په یوه لنډۍ غاړه باسم.
ستا دښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مي تنګه زه به کوم کوم ټولومه.
ممکن ځينې کسان داهم ووايي چې دا قانع لېونغرت وګوره. د اقتدار او حکومت راختونکی لمر ته بولـله نه وایي، خو د اقتدار او حاکمیت ډوبېدونکي او لوېدونکي لمر ته يې د توصیف ملا تړلې ده او بګتۍ ورته وایي.
خو زه به دومره ووایم چې په قدرت کې په حکومت کې او په حاکمیت کې مې د حامد کرزي لخوا یو ماموریت هم ونه موند او نه مې چاپلوسي وکړه.
او اوس چې یې د اقتدار دوره پای ته رسیږي د ضمیر حکم مې د ملي ګټو د توصیف رباب ته د وجدان په شهباز ترنګ ورکوي.
حامده!
حامد کرزیه !
تاریخ به له تاسره ضرور عادلانه چلند کوي.
هغه نسل چې نن په پوهنتون کې دی تا نه هېروي.
هغه نسل چې سبا د یوه متحد افغانستان په لمن کې له بسیا سباوون سره غاړه غړۍ کیږي، تا به د خپلو نېکمرغیو په سندرو کې ضرور یادوي.
تا به په خپلو غاړو، سندرو، ټپو او لنډیو کې ضرور یادوي.
ځکه ستا زړه د افغانستان د میني کور دی او افغانان عاشقان دي، افغانان د مينې مریدان دي او افغانان د عاشقانو قدرکوي.