
د لوېديځ پنجاب د ګوجرانواله ښار سره نږدې يوه وړه ښاريه “واربرټن” نومېږي چې ځينې اوسيدوونکي يې خپلو نومونوسره درانی ليکي. د دی ځای تاريخ د دويم افغان جنګ او د يوې مېرمنې د مينې سره تړلی دی.
په ۱۸۳۷م کې د شاه شجاع سره بدرګه انګريز پوځيانو کې يو ځوان رابرټ نومېدو. د ده مور هندي نژاده وه او داسې خلک به د “اينګلوانډين” په لقب يادېدل. په کابل کې د انګريز پوځ د ځای پرځای کېدو سره د ښار خلک د کرېکټ، ډرامو او د پوځي بانډ باجو د ساز او نغمو سره اشنا شول.
په افغانانو کې دا کلتوري يرغل د نه منلو و چې دوی ته د بدنامۍ او د شرم وړ وو. د قلات د غلجو يو مشر ولي خان شاملزي ښکلې خور د هغه ځای سياسي استاځي ليفټنټ لينچ سره بدنامه شوه.
په کابل کې د شاه شجاع د ټبريوې ښځې، د رابرټ برټن سره اشنایي پيدا کړه. دا ديرش کلنه ميرمن شاهجهان بيګم وه چې پلاريې عبد الرحيم خان د منصورخان دراني زوی او مېړه يې فيض طلب خان د دربار يو افسر و.
په دې لړ کې افغاني سرچينې وايي چې د دوست محمد خورزه يو انګريز افسر وتښتوله. انګريزان وايي چې هغه پخپله خوښه ورسره ملګرې شوه. په ۲۸اګست ۱۸۴۰م کې د شاهجهان بيګم يو ماشوم وزيږېدو چې جان داد خان نومېدو. په ۲۷اکتوبر ۱۸۴۱م کې د هغې نکاح د رابرټ سره وتړل شو. په دې نکاح نامې د کرنل سټرټ، جينکنز او د انګريز سياسي استاځي اليګزانډر برنز هم دستخطونه وکړل. سردار عبد الرحيم خان په دې نکاح نامې رابرټ واربرټن ته د دروند او د ميړه خطاب کړی دی چې په مهر کې ۶لکه روپۍ، قيمتي ګاڼې او د کور سامانونه وليکل. د فيض طلب خان له خوا د طلاق د نيټې څه شواهد نشته او ښايي سبب يې هم د هغه شرم او د بدنامۍ احساس و.
د دويم واده نه وروستو شاهجهان بيګم، په شير پور کې د رابرټ په کور کې مېشته شوه. خو دوه اوونۍ وروسته، د افغان جنګيالو ډلو په چاوڼۍ حمله وکړه او شاهجهان بيګم تېښتې ته اړشوه. رابرټ د پنځو نورو افسرانو سره ونيول شو چې کپتان اېري، کونولي، ډرمنډ، والش او ويب نومېدل. دا کسان د نواب محمد زمان خان سره بندي وو. ځينې تاريخونه وایي چې شاهجهان بيګم د رابرټ سره د هغه په بندي خانې کې اشنا شوه. ۱۸۴۲م په جولاۍ کې رابرټ او نور پوځيان یې محمد اکبرخان ته وسپارل.
د دې مياشتې په ۱۱نيټه د کابل او جګدلک تر منځ په غلجي کلا کې د شاهجهان بيګم دويم زوی وزېږېدو. هغه ممکن پلار کره تللی وي خو هلته خوندي نه وه او نورو خپلوانو کره پټه شوه. د انګريز په تاريخ کې وايي چې رابرټ له بنده وتښتېدو او شاه جهان بيګم د سپتمبرپه ۲۰نېټه خپل ميړه سره يو ځای شوه. يوه افسانه دا ده چې هغه د انګريز پوځي په جامه کې له افغانستانه ووتله.
انګريز پوځ په هغه اوړي کې د بدل اخيستو لپاره غزني، جلال اباد او کابل ته لاړو او د سپتمبر په ۲۰نيټه هغه ټول بنديان، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، راخوشې کړل. ښايي رابرټ هماغه وخت د شاهجهان بيګم سره يو ځای شو.
رابرټ د پوځي په توګه بېرته خپله دنده پېل کړه او شاهجهان بيګم د خپلو دوو ماشومانو،جان داد او رابرټ(کوچني) سره يو نوی ژوند وليدو. هغه وخت دوی د جان داد نوم جان پال ته واړوه. په ځينو ليکنو کې وايي چې جان داد ممکن د رابرټ خپل زوی و ځکه د ده سره يې مشابهت لرلو. خو دا يوه اندازه ده او ښايي د نوم د اړولو يو سبب د انګريزانو هغه سيسټم وي چې فرزندي ماشوم ته خپل نوم ورکوي. که داسې نه وي نو ماشوم د ځينو امتيازاتو نه محروم پاتې شي. د شاهجهان بيګم ژوند هغسې ازاد نه و لکه چې اوسني اروپايان يې لري. د دوی ټولنه هغه وخت زاړه پال او د ښځو لپاره يواځې د کورساتنه او د ماشوم روزنه سم ګڼل کيده.
کله چې رابرټ لودياني کې مېشت شو نو شاهجهان بيګم به د زامنو سره د شاه شجاع کور ته ورتله چې ښايي خپلوان يې پکې لرل. وړوکی رابرټ پخپل کتاب کې د شاه شجاع د دوو زامنو، شاهپور او د شهزاده نادر ذکرکوي چې ده سره به يې ښه وضع ساتله. شاهپور د مياشتې ۵۰۰او نادر ۱۰۰روپۍ د انګريز حکومت نه د معاش په توګه اخيستې.
رابرټ د پنځو کالو شو نو ۱۸۵۰م کې د مور د رضا نه پرته د مسوري په غرونو کې يو ښوونځي کې داخل کړل شو او شپږ کاله یې هملته سبق ويلو. بل هلک جان پال د اګرې په مسيحي ښوونځي کې زدکړې تر سره کړې.
په ۱۸۵۷م کې رابرټ په اګرې کې مېشت و او له هغه ځای نه د زوی (رابرټ) سره بدرګه انګلستان ته لاړو. دوه کاله وروستو، رابرټ د سرطان په ناروغۍ اخته و خو څوک پرې نه پوهېدل او دی يو ځلې بيا د توپخانې سره پېښور ته واستول شو. ده ته وړاندې تلو امر هم شوی و خو دی په ۱۰نومبر ۱۸۶۳م کې په پېښور کې د ۵۱کالو په عمر کې مړ شو. د ده په يو ليک کې څرګنده شوه چې په کابل کې د بندي کېدو نه وروستو حکومت دوه کاله ورته تنخوا نه وه ورکړې. دی يې د پېښور په ګوره قبرستان کې خښ کړو. رابرټ د خپلې ادارې نه دومره نهيلی و چې په پوځي تقاعد (پينشن) کې ځان نه و شامل کړی او خپلې پېسې يې په بينک کې ساتلې. بينک يو څه موده شاهجهان بيګم ته د کال ۱۵سوه پونډه ورکولې چې هغه وخت د زوی (رابرټ واربرټن) سره اوسېده. خو واربرټن ايله ۳زره پونډه ويستلې وې چې بينک ديوالي شو.
درې کاله وروستو شاهجهان بيګم هم د ۵۳کالو په عمر کې مړه شوه. دا مسلمانه وه نو امکان نه دی چې په ګوره قبرستان کې يې خښه کړې وي. په پېښور کې د دراني ټبر خپله هديره هم کوهاټ ته تلوونکي په لويه لار موجوده ده او ښايي هلته يې خاورو ته سپارلی وي. د شاهجهان بيګم مشر زوی، جان پال (جانداد خان) په پوليسو کې لوړ رتبه افسر او په پنجاب کې اوسېدو. ده په لوديانې کې د مېري اين نومې يوې کونډې سره واده وکړو.
کله چې په ۱۸۷۹م کې د خيبر دره د انګريز لاس ته ورغله نو واربرټن د هغه سيمې سياسي مشر وټاکل شو. ده د خيبر رايفلز په نوم هغه ځواک جوړ کړو چې مليشيا بلل کېده او تر اوسه هم شته. په ۲۲اپريل ۱۸۹۹م کې دی په لندن کې مړ شو او يو کتاب يې ليکلی و. خو عجيبه دا ده چې نه یې پکې د خپلې مور نوم ليکلې او نه يې د خپل ورور جان پال ذکر کړی دی.
جان پال په ۱۹۱۹م کې له اس راپريوتو او څو ورځې وروسته د ۸۰کالو عمر کې مړ شو. په پنجاب کې خلکو به ده ته “بټن صيب” ويل او د ده د خدمتونو په بدل کې د هند وايسراې ورته په ګوجرانواله کې زمکه ورکړې وه. دلته واربرټن نومې ښاريه جوړه ده او د ده په اولادونو کې ځينې اوس هم د خپل نوم سره درانی ليکي.
سرچېنې
۱. اتلس کاله په خيبر کې (۱۸۷۹-۱۸۹۸م) سر رابرټ واربرټن، مرې پريس لندن.۱۹۰۰م د پاکستان د اکسفورډ يونيورستي پريس له خوا بيا چاپ ۱۹۷۰م.
۲.د يو باچا ستنېدل، د افغانستان لپاره جنګ- ويليم ډارليمپل، بلومزبري-لندن ۲۰۱۳م.۲۲۳مخ
۳. خيبر رايفلز-د برتانوي راج نه تر القاعده. جولز سټوارټ. هسټري پريس، ۲۰۰۵م.
۴. د سلطنت دوړې- د ايشيا په زړه کې د مشري لپاره منډه. کارل، اي، ميېر.۲۰۰۳م
۵.په افغانستان کې د فاجعو يادښت، ۱۸۴۱ -۱۸۴۲م . فلورنټين سيل،( ۱۸۴۳م)
۶. د بټن فايلز- د واربرټن ټبر ويبپاڼه- آنلاين
د خپريدو نيټه
۶فروري ۲۰۱۵م - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=3407#sthash.17nMb2e4.dpuf
داغلۍ صفیه حلیم له پاڼې څخه په مننه