په شلمه پېړۍ کې د افغان اقتصاد بنسټګر

 
د افغانستان له خاورې نورې نړۍ سره د تجارت تاريخ ډېر زوړ دی،خو په شلمې ميلادي پېړۍ کېد اوسني اقتصاد بنسټ دريو کسانو کېښودو چې يو عبدالعزيز(لندني) دویم د هرات عبدالمجيد زابلی او درېیم د غزني د قره باغ شير خان (ناشر) و.
د عبد العزيز نيکونه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې لهکشمير نه افغانستان تهکډه شوي وو. د ده پلار به د افغانستان نه پوستين او روسي توکي انګلستان ته وړل او له هغه ځايه به یې چای، مسالې او د کتانکاټنټوکر راوړل.
عبد العزيز هم دا دنده خپله کړه،خو د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸م) پر وخت د پوستين بازار ختم شو او دوی سخت زيان وکړ. عبد العزيز د خپل کور ټول قيمتي سامان خرڅ کړ، قالينې يې واخيستې، تاشکند او بخارا کې يې وپلورلې. په هغو پېسو يې قره قل چې يوه دانه يې په يوهروپۍ وهواخيستل. هغه وخت د قره قل بازار سوړ و اود العزيز دا کار لېونتوب وګڼل شو،خو هغه دا قره قل پېښور ته يوړل او هلته يېدانهشپږ روپۍ خرڅ کړل.
د هغه ځای وچ چای يې افغانستان ته راوړاو په هغې کې يې هم ګټه وکړه. د ده کاميابۍد نورو لپاره دروازې پرانيستې او په افغانستان کې د قره قل توليد پیل شو.
عبد العزيز په ۱۹۲۲م کې افغاني قره قل انګلستان ته يوړل چې ناببره د فېشني لباس برخه وګرځېدل. تر اتلسو کالو پورې ټول افغاني قره قل يوازې په لندن کې خرڅ شول او هماغه و چې د عبد العزيز لقب “لندنی” شو.
عبدالمجيد زابلی د ۱۸۹۶زېږدیز کال د اګېسټ په ۱۴ مه نېټهپه هرات کې زيږېدلی دی. د ده پلار عبد الحکيم د ايران او مرکزي اسيا لهملکونو سره تجارت کاوه. زابلي د وړوکي عمر نه ډېرو ملکونو ته سفرونو نه علاوه خپلې زدکړې په تاشكند كې سر ته ورسولې.
په ۱۹۲۰لسيزه کې ده د لنډ وخت لپاره په مستوفيت او ګمرک كې نوکري وکړه،خو د قره قل تجارت ډېر ګټور و نو بېرته تاشکند ته ولاړ. په ۱۹۲۵کې امان الله خان د افغانستان سرکاري سکه د روپۍ پرځای افغانۍ کړه او په لومړيځل په افغانيو تجارت پیل شو.
عبد المجيد زابلي په ۱۹۲۵کال په مسکو کې لهعبد العزيزلندني سره وپېژندل او دواړو په ګډه د کاروبار تکل وکړ. د مرکزي اسيا ملکونه کمونست انقلاب په مخ اخستي وو او هغه وخت په افغانستان کې د وړۍ په پرتله چا په پومبه (پښت) کې پانګونه نه کوله، خو دوی دواړه پوهېدل چې په نړۍ کې د کتان غوښتنه ډېره وه، هم هغه وه چې په کندوز کې د نساجي (کتان) د لومړنۍ کارخانې پلان جوړشو.
د نادر شاه په حکومت کې د قطغن(شمالي ولايتونو پخوانی نوم) والي شير خان نومېده.دی په ۱۸۸۳م د غزني په قره باغ ولسوالۍ كې زېږېدلی او کورنۍ يې پخوا راهيسې تجارت کولو. د شلمې ميلادي پېړۍ په لومړيو کې د تجارت لپاره هند ته لاړاو دوه كاله وروستو يې په خپلو پیسو تجارت پيل كړ. دی به مرکزي اسيا او روس ته هم ورتلو او هلته ځينې نايابه ديني او تاريخي کتابونه يې په سمرقند کې د فارسي ژباړې لپاره محررينو ته وسپارل چې ده په کار ګومارلي وو. اميرامان الله خان ده ته د دغو كتابونو د چاپ لپاره د معارف لومړۍ درجه جايزه وركړې وه.
شير خان، د نادرشاه په دوره كې تجارت پرېښود او لومړی د ارګون ولسوال او په ۱۹۳۸م کې د بدخشان او قطغن نايب الحكومه و ټاكل شو. ده په هغه سيمه كې د ښاري پلان له مخې سړکونه جوړ کړل او د ټیليفون مزييې په کې وغځول.
کله چې لندنی شمال ته د خپلو پلانونو سره ولاړ نو شير خان يې ملاتړ وکړاو خلک يې په کار وګومارل.ځينې خلک وایي چې ده د خپلې وظيفې نه په ګټه اخيستو، بېګار او د جبرنه کار اخيستو، خو په دې کې شک نشته چې د شمالي سيمو ټول ښارونه په نوي ډول، د ده په واک کې پلان او جوړ شول.
په ۱۹۲۹او ۳۰م کې د نوي باچا نادر شاه حکومت خزانه د يو کال په جنګونو او خيانت له کبله تشه وه. هغه د کابل او نوروځايونو شتمن خلک په دې اړ کړل چې ارزانه حکومتي ځمکې واخلي. لندني هم د افغانستان په شمال کې د حکومت نه يو جريب ځمکه د يو ډالر په حساب واخيسته او په زر جريبه ځمکه کې يې پومبه وکرله. ده لهشوروي، برېتانيې اوجرمني نه ماشينونه راوغوښتل او د کندوز نه علاوه په شپږو نورو ښارونو کې يې د کتان (نساجي) د تيلو د ايستلو او د صابونو کارخانې جوړې کړې. د هلمند د ناوې پروژه هم د زابلي له خوا پلې شوه.
ده په لږه موده کې د خپل شرکت مخ نورو پانګوالو ته هم پرانيست. د کارګرانو لپاره کورونه، روغتون او ښوونځي هم پيل کړل او ګڼخلک د آمو سيند سره نږدې مېشت شول. هغه نوي ځمکه وال چې شمال ته ورغلل، مجبور و چې د سيندونو شاوخوا خټينه ځمکه وچه او بيا پرې ابادي وکړي. لندني په ۱۹۴۰کالکې مړ شو او د کندوز د نساجي د سپين زرشرکت نویمشر شير خان شو چې هغه وخت د ناشر لقب يې ګټلی و،د ده په مشرۍ کې دلته پنځو زرو خلکو کار کاوه.
ډېر ژر زابلي خپل، “شرکت سهامي افغانستان” جوړ کړ. ورو ورو ده نورو خلکو ته په دې شرکت کې د پانګونېلپاره بلنه ورکړه چې په ۱۹۳۲م کې دا د ونډو شرکت شو. دا په افغانستان کې د بانکي سيسټم لومړنی بنسټ و. همدا شرکت د افغانستان ملي بانک ( بانک ملي افغانستان ) شو چې په ۱۹۳۴م کې په رسمي توګه پرانستل شو، هغه وخت د ده ټوله سرمايه ۱۲۰ميليونه افغانۍ وه.
سره له دې چې په دې کارخانو او شرکتونو دې دريو واړو ته ډېره ګټه ورسېده خو کارګرانو ته په کې ونډه نه ورکول کېده. پانګوال د تجارتي ګټې کې ښه ماړه شول خو بانک ملي چې د پانګونې پاليسي يې په لاس کې وه، د کارګرو د ښېګڼې لپاره پېسه نه لګوله.
تر ۱۹۵۳م زابلي د ازاد بازار اقتصاد ته ډېره وده ورکړه. هغه وخت د دفاع وزير محمد داود خان دا ټولې کارخانې د حکومت تر سخت کنټرول لاندې ونيولې ځکه د ظاهر شاه نوي حکومت د شخصي پانګونې پر ځای د حکومتي کنټرول پاليسي خپله کړه.
شير خان په ۱۹۴۵م کې د كابل د علي آباد په روغتون كې مړاو په قره باغ كې خاورو ته وسپارل شو. د ده د خدمتونو په بدل کې د آمو له سيند سره نږدې د کندوز د قزل کلا بندر يې شير خان بندر ونومولو.
د زابلي د ملي بانک زياته سرمايه د افغانستان په شمال کې د نويو صنعتونو د جوړولو لپاره وکارول شوه. پانګوالو ته د پانګې د خوندي کېدو ضمانت يې ورکاوهچې د حکومت لپاره د پېسو يوه سرچينه وي. عبد المجيد زابلي د کورني جنګ په وخت کې امريکا ته ولاړ او د ۱۹۹۸ زېږدیز کال د نومبر په ۲۳ نېټه هلته په حق ورسېد.
ده په خپل وصيت كې، د خپلې ټولې شتمنۍ ۷۰فيصده د پوهنې او لوړو زده كړو د پرمختګ او پاتې ۳۰يې د ده د نوم يو خیريه ادارې “زابلي فاونډېشن” ته پرېښوده. خو د ځمکو د حاصل لويه برخه چې د كال ۲سوه ملييونه امريكايي ډالرکېږي، حكومتي چارواكي او نورجنګي مشران خوري. ده په مسكو كې د استوګنې په وخت كې خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړی و. په ” امان افغان” جريده كې يې د افغانستان د تجارت او سوداګرۍ په اړه مقالې خپرې كړې. زابلي د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د ملي اقتصاد وزير هم وټاكل شو، ده د خوشال خان او رحمان بابا د ليسو د ليليو امكانات او مصارف هم له خپل شخصي لګـښت نه برابر كړي وو.
په اوسني افغانستان کې د شير خان د نوم سره ډېر خلک اشنا دي خو د لندني او د زابلي نومونه ډېرو کمو خلکو اورېدلي دي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده