د کاناډا هیواد له افغانستان څخه د خپل جنګی ماموریت په پای کی په ۲۰۱۱ م کال کی خپل ټول جنګی وسایل له قندهار هوایی ډګر څخه وویستل. په دغو وسایلوکی دری عدده داسی رهبری شوی توغندی ورک دي چې ۴۸ اته څلویښت کیلوګرامه وزن لري او د لری واتڼ څخه ویشتل کیږي. د دغه توغندیو د هدف ویشتلو ظرفیت دومره دقیق دی چې حتی له ۴۰ کیلو متره لیری فاصلی څخه په نښه شوی ځای په شل مترۍ کی په تیروتنه ویشتلای شي.
د کاناډا حکومت دغه توغندیو ته ډیر اندیښمن دی او د دوه کاله مسلسل پلټنی سره سره یی ورک شوی توغندی پیدا نه کړل. د دغه هر یو توغندی ارزښت ۱۷۷۲۲۴ یو لک اوه اویا زره دوه سوه څلورویشت امریکایی ډالره دی.
وروستي