د افغانستان ترانسپورتي ستونزې:

 
د هر وزارت او ادارې له نامه څخه د هغه وزارت یا ادارې د کړنو او فعالیتونو ارزونه کیږي، مشخص ورته په دې برخه کې د پلان مطابق بودجه تخصیص او تصویبیږي، خو په افغانستان کې د هرې ادارې د فعالیتونو په برخه کې بېلابېلې ستونزې شته، چې یو له هغه د منظم کاري پلان نشتوالی په ګوتو کېږي: د یوه قوي متخصصې مسلکي او زړه سوانده بشري قوې نشتوالي، د ادارو تر منځ نه همغږي، په قراردادونو کې پراخ فساد له ملي پانګې څخه په شخصي ډول ناوړه استفاده، وسایلو او وسایطوته نه پاملرنه يې يادولای شو. د ترانسپورت وزارت چې له نامه څخه یې مشخص څرګندیږي، په هېواد کې د ترانسپورتي خدماتو مسوولیت په غاړه  لري، له ګڼو ستونزو ډکه یوه داسې اداره ده، چې یو وخت یې په سلګونو ملي بس موټر درلودل، او له نوموړي وزارت سره د پاکستان او هند لخوا د سلګونو نویو ټاټا ملي بس موټرو مرسته هم شوېده، چې د پاکستان لخوا په مرسته شویو ملي بس موټرو دا شعار هم په ښکلي خط لیکل شوی دی، چې (پاک افغان دوستي زنده باد) او د دولاسونو د یو ځای کولو نښان چې د دواړو دولتونو د یوالي څرګندویي کوي، ترسیم شوی دی، چې زموږ پیاوړي ملت یې اوس د دغه مرستې پوروړلی او د یادو هېوادنو به په افغان حکومت زیات احسان وي، خو اوس د دغه ملي بس موټرو څرک په ښارونو کې نه تر سترګو کیږي.
په اوس وخت کې دا څرک نه لګيږي، چې نوي مرسته شوي ملي بس په کومه راغلل او اوس چېرته پیرې وهي، د هر موټر د استهلاک دوره مشخصه او ورسته بیا د داغمه او استهلاک شوي موټر بیه چې د خرڅېدو بهير یې هم باید ډېر شفاف وي، پيلیږي. که د هېواد په پلارمینه او لویو ښارونو کې شخص او تکسي موټر په دې اندازه زیات نه وای، نو د کابل شپږ میليوني ښار وګړي به له ګڼو ترانسپورتي ستونزو سره لاس او ګریوان شوي وو. په اصل کې خو د پام وړ ټکی دا دی، چې د ملي بسونو نشتوالي د هغو کسانو اقتصاد هم ځپلی، چې يو کس د خپلې ورځ مزدورۍ ځای ته د تګ په برخه کې ۱۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي، خو ۱۵۰ بيا ايله وګټلای شي.
بله تر دې خورا مهمه حیاتي او د پام وړ مسله د لویو لارو د ترانسپورت تنظیم دی، چې له امنیتي ستونزو اخوا د شخصي شرکتونو تر منځ د نا سالم رقابت هېواد وال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي او هر کال په زرګونو هېواد وال د کابل- قندهار او کابل- مزار شریف په لویو لارو د همدغه شرکتونو د بې کفایته ډریورانو لخوا لويې قربانۍ ورکوي او دا لړۍ یې اوس هم په درز کې روانه ده، چې بېلګه یې یوه اوني مخ کې د کابل قندهار په لویه لاره په زابل ولایت کې د موتړ تکر او ورسته چپه کېدل و، چې په ترڅ کې یې ۲۳ نفره زموږ هېوادوال شهیدان او په زیات شمېر نور زخمیان شول او ځینو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی وو، خو دغه تش په نامه وزارت په تېرو۱۴ کلونو کې هېڅ داسې اقدام تر سره نکړ، چې د هېوادوالو د رضایت سبب وګرځي او ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي.  
بله مهمه مسله چې د دولت ملي عوایدو ته یې په میليونونو افغانۍ زیان اړولی او د ښار د بې نظمۍ سبب شوې ده، تاکسي موټرو ته د جواز نه ورکول دي، چې له یوه لوري د شخصي موټرو کار په ښارونو کې خپلې پراخه ستونزې لري او له بل لوري یې د اسنادو په جوړولو او نوي کولو کې د تاکسي او شخصي موټر د ۵۰۰۰ نه تر ۷۰۰۰ افغانیو تفاوت لیدل کیږي. که په منظم او اسانه ډول سره د تاکسي موټر جوازونه صادر شي، له یوه لوري به ښاري تراسنپورت منظم او له بلې خوا به ملي عواید لوړ شي، چې ورسته له دې له همدې ډول راټولو شويو عوایدو څخه حکومت د سړکونو په بیا رغونه کې استفاده کولای شي.
همدا شان په هوایي ترانسپورتي برخه کې هم د غیر معیاري طیارو موجوديت چې په ځينو یې د ۲۰۱۰ کال نه تر اوسه د پرواز بندیزونه لګیدلي او یاد شرکتونه په تور نوملړ کې شامل شوي دي. د ټکتونو د بیو لوړوالی، د مسافرینو زیات انتظار په هوایي ډګرونو کې د حج په ورځو کې د پروازونو ستونزې او نور د یادولو وړ دي.
د ستونزو د حل په موخه ترانسپورت وزارت ته لاندې وړاندیزونه کیږي، چې که عملي شي ستونزې به یې کمې هېواد وال به یې له کړونو راضي او د وطن د ابادۍ یوه برخه به په ښه ډول پلې شوې وي.
۱ – د شخصي ترانسپورت په کړنو باید جدی نظارت رامنځ ته شي او له سرغړوونکو سره باید جدي، قانونی چلند وشي، تر څود خطرناکو او مرګونو پېښو مخنیوی وشي.
۲ – په ښارونو کې د کرایو اخیستلو لایحه باید سمه او په منظم ډول پلې شي.
۳ – د ملي بس تصدۍ لپاره باید یو منظم کاري پلان جوړ شي او عواید یې باید په منظم ډول د حکومت خزانې ته لاړ شي.
۴ – د ملي بسونو په اجاره ورکولو بايد له سره غور وشي، ځکه چې دا څه هر وخت د اجاره کوونکو لخوا په ډېرې بې رحمۍ سره کاريږي.
۵ – په ښارونو کې دې د هغو موترو له تلو راتلو په کلکه مخنيوی وشي، چې زاړه دي او د هوا ککړتیا سبب ګرځي.
۶ – د ښاري تاکسي په خدماتو کې دې نظم او بدلون راوستل شي.
۷ –هوایي ترانسپورت د منظم او معیاري شي، ځکه چې له دې درکه لوړ عواید د افغانستان خزانې ته راتلای شي، که منظم شي، دا کچه لوړيږي.
۸ – هوايي ترانسپورت دې د حج په ورځو کې خپل فعالیتونه ګړندي او منظم کړي، تر ټولو ډېره هڅه دې وشي، چې په دې برخه کې ډېره پانګونه په اريانا افغان هوايي شرکت وشي.
 
دغه ليکنه په «محور» ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.