ديموکراسی ، ازاد بازار ، دبيان ازادی او د هغو تاثيرات زموږ د هيواد په اوسنی جنګ ځپلي حالاتو کې

  د سميع الدين افغاني ليکنه
15  -  5  -  2005
 
لکه څنګه چه ټولو ته څرګنده ده  زموږ لرغونی هيواد افغانستان  پنځه زره کلن تاريخ لری او پدغه تاريخی ادوارو کی پدغه جغرافيوی موقعت کی مختلف  پړاونه تيرشوی  او ځانله کارنامی لری. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوريو مرکز او کله بيا د نور د تجاوزونود اخ او ډب میدان ګررزیدلای دی٠
 
د چنګيز او هلاکو نه راواخله بيا د وخت د انګلیسی استعمارګرو اشغال او همدارنګه د همسایه هيوادونو دمستقيم اوغير مستقيمو لاس وهنی  زموږ د هيواد تير او معاصره تاريخونه ددی پيښو شاهد  او دا ترخه واقعيتونه په خپل ژوندی  ياد کی لرلی  دی. ٠
 
تاريخ دا جوته کړی چې  د افغانستان خلکو   د ډيرو مادی او معنوی مشکلاتو ترڅنګ د    ازادی خواهی ارادی  لرونکی او په وطن مين خلک دی او پدی لاره کی هرقسم سرښندنوته تيار او په  مختلفو تاريخی پړاونو کی دهر ډول تيريو په مقابل کی مقاومت کړی او د پردو استعمارګرو سياستو نوپه په مقابل کی  تاريخی  برياوی اوا فتخارات تر لاسه  کړيدی ٠
 
خو دا بايد په ګوته کړو هغه  مظالم چې د يويشتمی  پيړۍ په اواخرو کی زموږ په وطنوالو تير شول  دا هغه درد ناکی پيښی دی  چې  زموږ   خلک یی د ډيرو کړاونو ، محر وميتونو  او نابوديو سره  مخامخ کړل ، داوطن یی وران او زموږ  وطنوال یی شهيدان  اود خپلو کلو ، باڼډو او  ښارونو څخه
اجباری مهاجرتونو ته اړ باستل ٠
 
په معا صره تاريخی مرحلو کی زموږ خلک څه د چپو ايدلوژی ګانو او څه د راستو يا غير کنترول شوی سرمایه داری نظام او څه بيا په اصطلاح د غير تعریف شوی ديموکراتيکو  نظرياتو!؟  او مفکورو؟! قربانی شول او دا لړی دوام لری  دا چې دا لوبی به څومره نور دوام وکړی چاته پته نشته او داسی ښکاری چې هیچا سر پری نه خلاصیـږی٠.
 
د يو اټکل په محاسبه او اند زموږ په ټولنه کی صرف پــــنځه په سلو کی خلک د ليکوو او لوستلو له بهری څخه برخورداره دی اما سره له دی هم په دی دری لسيزو کی د خلکو سياسی سواد ډير لوړ شوی. په دی توګه  ویلای شو چې د افغانستان ٩٥ فیصده د ليکلو او لوستلو د نعمت نه محروم پاته کړ ل شوی دی  او مطلق اکثريت  په فقر ، بی عدالتی او محروميتونو کی ژوند تيروی.
 
پوښتنه پيدا کیږی چې په  پداسی زپل شوی هيواد کی د راستی ، چپی ، د يموکراسی يا آزاد بازار  به د خلکو په زخمونو کومه پټی ولګوی ؟
 
معلومه خبره ده چې ټول سياسی حرکتونه  د اوضاع د  مشخصو تحلیلو پر بنياد  مينځ ته راغلی دی.   موږ ټولو هغه نظرياتو ته چې په هغه کې د بشری ټولنی دخير اهداف  نغښتی وی د قدر په سترګو ګورو خو د شک خبره داده چې ددغه   انديښنو په بهانه  يو شمير مفسدو انسانانو خپلو ګټو او منافعو لپاره د ددغه  شعارونه نه استفادی وکړی چې چا د چپ تر نامه نور هيو ا دونه  اشغال او يو تعداد خدا ناترسه ددين تر نامه خپل ځانونه بډای او چابيا د ديموکراسی  تر نامه زموږ  وطن دخاوری سره خاوری کړ٠
 
که اصلی مطلب ته راشو او د هيواد تاريخی جرياناتو ته په دقیقه توګه ځير  شو دا به راته څرګنده شی چې  اکثره هغه ا يدلوژی ، سیستمونه او نظريات زموږ  دخلک د روحیی سره برابر نه وه  او يا هم ددی ايدلوژی ګانو بعضی برخی چې د کار اخیستلو وی او دی په نيمه او غير دقیقه توګه عملی شوی چې صرف او صرف حاکميتنوور ځينی ګټی پورته کړی.   زموږ د خلکو  دردو نه  یی  نه تنها مداوا نکړل بلکی هغوی ته یی بد بختی او مشکلات په برخه کړل٠
 
 
 ښه به داوی چې دتيروڅخه عبرت واخلو او ټول تير شوی واقعتونو ته په خلاصو سترګو وګورواو تر دی زيات غفلت به نورهم د د ی خلکو سره جفا وی ٠
 
د افغانستان په شرايتو کی   ازاد بازاريا د خصوصی سکتور تقویه  صرف دډيرو محدودو هيواد والو په ګټه دی کوم چې په کافی اندازه  اقتصادی امکانات لری  ، راځی چې دوطن ټولو خلکو ته کوم چې په کلونو کلونو د حد اقل انسانی ژوند څخه بی بهری پاته  او تپل شوو جګړو هرڅه ترينه تالا کړی د هغوی د ژوند د ښه کيدو لپاره   علمی او بنسټيزی لاری پيدا او عملی ګامونه اوچت کړو ٠
 
 په  افغانستان کی د غير کنترول شوی ديموکراسی او دبيان د بی مسؤليته  آزادی څخه يو تعد اد خرڅ شوو  ناجايزه ګټه پورته کړه او کوی یی.  زموږ تاريخی افتخاراتو ته یی په سپکه وکتل اوګوری، زموږ قومونه یی تو هين او د پردو په اشاره په وطن کې  د نفاق تخم کرلی او په ډير مهارت او رندی دا ملک د تجزیی په لورسوق  چې ټول دا اعمال د آزادی د بيان او ديموکراسی ترنامه لاندی تر سره کوی. که قانون د افغانستان وحدت تضمينوی نو بيا ولی ددی کار متخلفينو سره قانونی چلند نه کیږی؟
 
 مطلب   د   بيان د ازادی نه دا نه دی چې   خپلو خلکو  او لسونو ته په سپکه وکتل شی  يا په وطن کی د بی باوريو د مينځ ته راوړلو لپاره  په راديو ، تلويزونونو او ورځ پانو کی تحريکونکی تبلیغات  وشی  ، ښه به دا وی چې ددی ازادی نه په استفاده د وطن اود خلکو منافع په نظر کی ونيول شی  او هغوی چې ددی اصولو نه انحراف کوی  ور سره قانونی چلند وشی پدی برخه کی دوطن د بچو  مسوليت  دی چې   دداسی افرادو په افشاء کی فعاله ونډه  واخلی او خپل رسالت په لازمه توګه  تر سره کړی٠
 
اوس په افغانستان کی د بيان د ازادی تر نامه مود ګرزيدلی، ددی لپاره چې ميديا بالخوصوص د سياسی پارتيو نشریی  او يا خصوصی تلويزنونه  خپل ليدونکی زيات کړی لمړی د دولت په کوم موهم چارواکی په مستقيم توهين پیل او  بيا مستقيما په يو قوم يا ژبی تعرض کوی او که ورته وویل شی چې وروره دا دوطن ملی وحدت ته نقص دی ، دا په وطن کی بی باوری مينځ ته راولی، په هر قوم کی ښه او بدشته ، ژبه دافهام تفهيم وسیله ده ،موږ بايد دانسانانو نيتونو ته وګورو نه د هغوی ژبی رنګ او قوم  ،موږ بايد دبيان د ازادی په لرلو سره دکلام عفت په نظر کی ونیسو ، بس په جو ا ب کی درته وای دا دبيان د ازادی موقه ده او زه واقعيت وايم اوس نو دا ثابتول چې څوک رښتيا وايي او څوک غلت دی ، دی ته د يوی قوی عدلی ا ورګان حکم پکاردی چې سپيناوی وکړی غير له هغه په داسی سپين سترګی خپل شوم اهداف غواړی پدی ملک کی پياده کړی چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی ٠
 
زما مطلب دا نه دی چې  د کوم مشخص شخص يا ګروپ نه دفاع وکړم خو که هرڅوک د ازادی د بيان تر نامه  دپردو په اشاره  نورو قومونو ، ژبو او د وطن تاريخی افتخاراتو ته سپکاوی کوی دا به دهيوادا و خلکو په ګټه نه  بلکه پدی هيواد کی به د بی باوريو لړی  نور هم زياته کړی چې دا خپله ستره جفاده دوطن د ملی يووالی پروسی سره ٠
 
که څه هم  ديموکراسی   ښکی مفهوم يا تعریف لری خو په افغانستان کی پدی عملی نده چې
اوس هم په  د هيواد په اکثرو ځايونو کی د ټوپک قانون حاکم  دی د دی خلکو نه  جګرو هرڅه  واخستل اوس داسی يو عاطفوی مرحلی ته ضرورت دی تر څو دا خلک د بدبختيو څخه خلاص کړای شی  ځکه چې ازاد بازار د محدودو خلکو او د سرمایی خاوندانو په ګټه دی نه دافغانستان د ټولو خلکو او ولسونو په ګټه ٠
 
پدی هيواد کی داسی يو سیستم ته ضرورت دی کوم چې عملی بڼه ولری ، په وطن کی د جګړی مخه ونیسی ، خلکو ته مو د سالمو مصریفتو او شغل زمينه برابره شی ،دخلکو دتعليم او پوهی سطحی لوړولو لپار عملی ګامونه اوچت کړای شی،د ټوپک پر ځای د قلم حاکميت را مينخ ته شی ٠
 
که موږ وکولای شو په اوسنی مو قه  کی د افغانانو د تفاهم لپاره لار ی چاری و لټوو او داد  مختلفو لارو او نظريو خاوندان د يو واحدی نظریی او احساس  پربنامتحد کړو ، هغه کونډو ،  يتيمانو او بی روزګاره خلکو ته د ژوند شرایط برابر کړو کوم چې هرڅه یی له لاسه ورکړی   دا به ستر موفقيت
او لوی خدمت وی  په اوسنی  فرست  کی زموږ د هيواد والو دژوند دښه کيدوپه برخه کی ٠
 
ديموکراسی او ازاد بازار په اوسنی حالت کی په هيواد کی د مشکلاتو د حل لار نه بلکه د يمو  کراسی ته درسيدولپاره په افغانستان کی ديوی بلی مينځ لاری مرحلی د تيريدو ضرورت دی٠
 
راځی چې د اوسنی مشکلاتو په نظر کی نيولو سره داسی افغانی ډوله نظام او سیستم لپاره کار وکړو چې زمو په هيواد کی د تطبيق او عملی کيدو امکان ولری٠
 
زموږ  خلک د ډير مظالمو سره مواجه  کړل شويدی  ،پدی وطن کی د بنيادی پروژو دجوړولوله  لپاره بايد کار وشی ، پدی ملک کی هر څه شته ، دلته دځمکو د خړوبيدلو امکانات ډير دی ،دلته د برښنا دتوليد لپاره کافی زمينه برابره ده ،
 
 دلته نفت ،ګاز د او نورو قيمتی ذخاير شته چې که چيری دخلکو د سوکالی لپار ه عملی اقدامات تر سره شی د وطن ټولو ولسونو ته د کار او فعليت زمينه برابره او د حلالی روزی د پيداکولوامکانات  برابروی دا به هغه د حل لار وی ترڅو دمحروميتونو  ولګی او بی کاری لمن زموږ د وطن څخه ټوله او واقعی ديموکراسی  يا اجتماعی عدالت ته  زمينه برابره شی ٠
 
ومن الله التوفيق
-----------------------
سميع الدين افغانی