پښتو

 
د حـــيا ډکـــــــه پښــتــــنه ده پــــښـــتو
د پښــــتنو د ســـر شــمــله ده پښـــــــتو
چـۍ غـيرت په ځائې کـښۍ سر ورکوۍ
ځـکه خــو مــا وتــه درنــــه ده پــښـــتو
ويـمـه پښـــتو زه هــم پښـــتو ليــکمـــــه
زمـا هم تــن دۍ هـم جـامـه ده پـــــښــتو
د حــيا ځــائــې کــښۍ حيـا ناکه ښکارۍ
بـۍ حـيا ځـائې کـښۍ سـره لمـبه ده پښتو
چۍ بۍ پښـــتو وۍ بۍ پردې به ګرځــۍ
پـــښتـــنۍ پيــغــلــۍ له پرده ده پــــښـــتو