۲۰ جوزا ۱۳۸۸
په هره ټولنه کې وګړي د خپل ورځنې ژوند او اړونده چارو مخ ته وړلو لپاره او د ولس د سوکالۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره، دا هڅې کوي چې د کار، سوداګرۍ او نورو مشروع لارو څخه پيسې لاسته راوړې. او که دې حقيقت ته لږڅه ځير شو نو جوته به شي چې دا ټولې هلې ځلې پدې موخه وي چې وګړي د عزت ژوند وکړي، په دې مانا چې خلک پيسې د دې لپاره ګټې تر څو د پت نه ډک ژوند وکړي.
ولې زمونږ په ټولنه کې دا حقيقت اوس سرچپه شوی دی او ځينې وګړي دا کوښښ کوي چې فقط او فقط پيسې وګټې او د دې پروا نه لری که دا ګټه دمشروع او یا غير مشروع لارې څخه وي، او حتی يو شمير وګړي د دې پروا هم نه لري که په دې لاره کې د دوي شخصيت او مانوي ژوند هم زیانمن شې.
دغه راز څوک په لسګونو کورونه او بنګلی جوړي، څوک دولتې څوکۍ په بیه اخلې او څوک لندن، کاناډا او امریکا ته د پيسو ګټلولپاره د هيواد نه په تیښته کې دې، خو د هيواد د جوړولو، د ولس د څوکالۍ او خپل مانوي او اخروي ژوند څه فکر او پروا ورسره نشته.
په هر حال راځئ چې پدې لږه رڼا واچوو چې دا ولې داسې کیږی،ایا خلک پردې شول او که هيواد پردې شو؟ نه خلک مو خپل (افغانان) او هيواد مو خپل (افغانستان) دي، خو بنسټیزه ستونزه دا ده چې په هيواد کې د تيرو څولسیزو ناخوالو، په يو شمير وګړو کې د وطن پالنې او ملت پالنې، د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او درناوي احساس او د عامه پوهاوي کچه راټیټه کړه او دا چې په هيواد کې د بدبختۍ ناورین لاپسې دوام پيداکړ، نو له همدې کبله وګړي د خپل راتلونکې برښلیک څخه نا اميده دي. حتی تر دې چې يو شمير وګړې په دې آند دی چې د خپل اوسنې سرکاري موقف څخه دومره نا جایزه ګټه پورته کړی چې
د سبا ژوند يې تامين او تضمين شي، دا ځکه چې دوی په دې آند دی چې نه به سبا دا مقام وي او نه به دا حالات داسې وي، او په عين حال کې دوی د قانون پروا هم نه لري ځکه چې اوس مهال زمونږ په هيواد کې د قانون حاکميت کمزوری دی او د حکومت لخوا د چا سره دومره ټينګ حساب نه کيږې.
ولی دوی بايد د الله (ج) دا قول چې د هر چا سره به د ذرې ذرې حساب کيږی هيرنه کړی، او لکه څرنګه چې رحمن بابا ويلي:
ماڼۍ څه له جوړوي سبا به درومې
بس دی دومره چې په تا څڅيږې نه
نو دوی دې د دې ورځې انتظار کوي چې بيا به دا ماڼۍ، څوکۍ او پيسې وي خو دوی به نه وي، او بيا به نه يوازی دا چې خپل خدای ته به بې ځوابه او ملامته وي، بلکه د هيواد په تاريخ کې به يې نوم هم په تورو ليکو او تور ليست کې د تل لپاره ليکل شوي وي.
پورتنيو ستونزو ته په پام سره او لکه څرنګه چې د بشري ټولنې ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) فرمايلي دي ( د حلال رزق لاسته راوړل عبادت دی)، نو راځئ چې د حلال رزق لاسته راوړلو په تکل کې شو، راځئ چې د وطن د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ په تکل کې شو او خپل وطن پخپله جوړ او خپل خلک پخپله درانه کړو. همدارنګه راځئ چې د افغانستان زراعت، صنعت، سوداګرۍ او ټولنيزو چارو ته پراختيا او وده ورکړو او د هيواد طبعي زيرمې راوسپړو او ګټه ترې پورته کړو. دا به ډيره ښه وي چې مونږ خپل ولس ته مخلصه او خپل خدای (ج) ته صادقه اوسو او د بې اتفاقۍ او نژاد پرستۍ پر ځای يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو تر څو هيواد مو سمسور، ولس مو سوکاله او پرديو ته اړ نه وي او پدې توګه و کولائ شو چې ملت مو د نړۍ د پياوړو ملتونو په ليکه کې تل غښتلی ولاړ وي.
د يوه سوکاله، ارامه او پرمختللي افغانستان په لور.
محمد فريد شګيوال۲۰ جوزا ۱۳۸۸
هر څوک د پيسوګټلو په غم کې دی

محمد فريد شګيوال