نن مې بيا زړګې خوږيږې

 

حاضـريــنو نــه حــيا راځــــې شــرمــــيـږم
عفو غواړم په هــمدې ځاې به يې پـريـږدم

په اخــلاص ســره لاســونه کړئ راپــورتـه
په زارې په استغفار شې د خـدائ لــور تـه

خــدايه تـه مـو د حـسد تســبه ســړه کــــړې
د دې وږو خـلـکو تــه ګــيــډه مـــړه کـــړې

د تــيارې د جــهالت نه مـو بــيرون کښـــې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کړې

د نـفـاق مـکروب مــو ووژنـۍ رګـو کــښې
خــدايه ته پـه خـپل کرم سره مونږ پو کړې

پښــتانه د کارخــانــو ټـول خــاوندان کــړې
شاګردان مې د مکتـب ټول اســتـادان کــړې

افـغانې سـاخت ماشيـنونه راښــکاره کــړې
ټـول جــهان مې د کــمال په ننــداره کــړې

الــسهـــې ســتا د حبــيــب لــه بســـوکــتــه
د پښتون جـنډه دنــيا ته نه کــړي ښـــکـــته

غــم زده د زمــانـــې زه مـلــنګ جـان يـــم
تــرقــــــۍ د پښـــتنو تــه پــه ارمــان يــــم

درويــزګـر يــم په هــر در په هـر ديارګــډ
کشـکـۍ نه وائ د دۍ د هــر پـه بازار ګــډ