د انتظار ســترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څــارلـه
د هــيلو ورځــې مې تــيارې وې مــا دې ﻻر څارله
درتــه خيــرات مــې وزرونــه نـــذرانــه ايښــي ووستا به په کوم پانوي کې شپې وې ما دې ﻻر څارلـه
ژبــې ګــونګــۍ وې ايشــارو د تــورو نــــکل کاوه
پاتــې نســکورې پــيمــانې وې مــا دې ﻻر څــارلـه
کلـونــه تـېــر وو ﻻرو نـه وايـه تــصــير د پلــونــو
هېــرې د شــپو څــخه کيسې وې ما دې ﻻر څـارله
لکه يعقوب د کاروانــو لارې مــې ســـتړې کـړلــې
نصــيب د مصــر زولــنې وې ما دې ﻻر څــارلـــه
زمــا د شــهيــــدو ارمــانــونــو جــنــډې ونــړېــدې
ستا په مزار شــناخـتې ويدې وې ما دې ﻻر څــارله
د ( جهــاني ) قسمــت رنــظور انــظار ورســيــدی
د ســترګو تور مې هديــرې وې ما دې ﻻر څــارلـه