ځه څوک يم ؟

 
کړم پرواز په خــپله مــخه چي عقــاب يــم
د جانان په غم کښي پروت په اضطراب يم
نــوش کــوي مـي او که زهــر راته وائــي
ځــه بي بــسه د ســاقۍ د لاس شــراب يــم
کــړم لــټون د زندګـــــۍ په پــټو ستــرګــو
چي په مستو جزبو مســت د خپل شباب يـم
ستــا د ســترګو د بــڼو په ښــکلۍ سيــو دي
د ژونــدون هــري غــرمي وته جواب يـــم
چې سپرلې وو ګلســتان کښــې خنــد يدمــه
اوس خــزان وهــلي مـړاوې يـو ګلاب يــم
هـــر ړخ تــه رڼا ګانــــې خـــــور ؤمـــــه
د تـيرؤ په کــور قيـــدي يمــه مهــتاب يـــم
د زړګــۍ بــې قــراره لــېــونــې کـــــــړې
د ښائست ښــکلي جـهان تـه پـه شـتاب يـــم
د ژونـدنو تـورې تيـارې بـه دې رڼــا کــړم
ســتا د ميــنې لــيونــې يــمــه شهـــاب يـــم