دلته که اوسېږې تۀ

وران کار به ودان ګــڼې دلـــته کــۀ اوســيــــږې تــــۀ
حـــق ويل به زيان ګـــڼې دلتــــه کۀ اوســـيـــږې تـــۀ
ټيټ خلق به جګ ګڼې ناست کۀ په جګ ځائې کښې ؤ
زمـــکه به اســمان ګــڼې دلـــته کۀ اوســـيــــږې تــــۀ
ورځـــې تــه به شـــپه وائــې چـــاکه ورته شـــپه ويل
سپـــين به تور شـــيان ګــــڼې دلتــه کۀ اوســـيږې تــۀ
ټيټ خلق به جګ ګڼې ناست کۀ په جګ ځائې کښې ؤ
زمــکـــه به اســمـــان ګــڼې دلتــه کۀ اوســـيږې تـــۀ
خـــلـق که هــر څـــه وائـــې تۀ به صفـــتونــه کـــړې
هر يـو به لقـــمــان ګڼـــې دلـــته کـــۀ اوســـيـــږې تۀ