وصــال

                                                          د خپل خوږ وطن به ډيړ وکړي ارمان هغه     
چــې تيرکـړي  وي دردونه د هجــران هغه
 
چې پوی نشــــي د و صال د ژوند په قدر
بيا به وکــړي ګزارونه په خپل ځان هغه
* * * *
چې تير کړي وي دردونه د هجران هغه
په پردي ملکو نو څومره که ازاد وي
 
د بندي مرغۍ په شان به کړي فغان هغه
چه تير کـــړي وي دردونه د هجــران هغه
* * * *
چه رښتيا پلار نه پيدا ځوی د افغان وي
تل مــدام به خــــو ښوي افغــانستان هغه
 
د هجــــران په لمبو څوک چــې سوزيدلي
د( مفکور) په شان به سوی کړي بيان هغه
 
عبدالقدوس ( مفکور )  ،  انګلستان