غزل


په وفـا دي تــېــــرايــــــسـتلې د يادونـــــو تــاوان راکـــــړه
زړه مــي کـــړي دي درزونـــه، د دردونــــو تــاوان راکــــــړه

ته قــاتـــل د ارمـــــانــو يــې، تــا قتــلــونه دي ډېــر کــړي
ميـراثي د هـــغــه قــام يــم، د ســرونـــــــو تــاوان راکـــړه

زړه مي ټول تغمې- تغمې دى، ترېنه خېژي خوږې څړيکې
اســـوېلــو بانـدې ځــان پــوه کړه، د آهــونــو تــاوان راکــړه

اوښکه- اوښکه شوه موجونه، تم کېــدل يې راته ګران دي
زخــم- زخــم مــي احســاس دى، د زخــمونو تاوان راکــړه

باغ د مينـې مــي تالا شـــو، په تنکۍ څانګو اور بــل شــو
چـــي وږمـــې يــــې خــورولــــې د ګلــونــو تــاوان راکــړه