تصويرونه


که وخت دې رانه اوسـوو په لمبو کې تصـويرونــــه
ساتـــــــم به دې جانانه په ليــمو کې تصــويـرونـــــه
کـه دوړې د وخت الــوزي يو بل ته کــتې نـــه شـــو
ژونــدي لــــرو د زړه په ائيـــنو کې تصـــويـــرونـه
څنــګ درکړمـه بلــنې څــنګه اووايـــم چــې راشــه
رنګ کيږي چې په وينو دې کوڅو کــې تصـويرونه
د امن پيــغــامبــره شــونـــډې پــرانــيزه څــه وايـــه
لګـــړه شــو د بارودو په لــوګــو کې تصــويــرونــه
په زړه باندې مې څړيکې د دردونو راخورې شـوې
زغملې چيرته نه شــم په ســلګو کې تــصــويــرونـه
سپرليه سرې غونچې دې اوس د ځان سره سنبال که
چې ګل اشـنا مې اوښــکل په ازغــو کې تصـويرونه