
اتل شینواری
په دې وروستیو کې دهېواد په نورو برخو کې دبدلونونو ترڅنګ دهېواد په یوه پیاوړې اداره ،چې همیشه یې دهېواد بیرغ په نورو هېوادونو کې لوړ ساتلی هم بدلونونه راغلل او دافغانستان نوي جمهور رئیس محمد اشرف غني دکرکټ بورډ ادارې ته عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجرایوي رئیس شفیق الله عصمت ستانکزی وروپیژل.
په اوایلو کې د دانش نوي ټیم دیوه اوږد مهاله پلان په جوړیدو کار پيل کړ ،ځکه ،چې که چیرې په یوه اداره کې یو منظم پلان شتون ونلري ،نو اداره په هیڅ صورت پرمختګ او لاسته راوړنې نشي کولای .
دانش همدا ډول دکرکټ بورډ ټولو کارکوونکو ته په خپلو برخو کې دخپلو کارونو دښه پرمخ بیولو له پاره دیوه منظم پلان دجوړیدو لارښوونه وکړه ،څو کارونه په درست ډول په خپل وخت اجراشوي وي .
دملي لوبډلې دټاکوونکې ډلګۍ په برخه کې یې له ډیر دقت کار واخیست او پینځه کسیزه ټاکوونکې ډلګۍ یې وټاکله او یو کس بل یې دمشاور په صفت ورته وټاکه .
همدا ډول کرکټ بورډ دملي لوبډلې دتوپ ویشتنې له پاره یو برتانیوی روزونکی پیدا او په دنده یې وګماره ،چې دالله په فضل به یې په دنده ټاکل پرځای اقدام او ښې نتیجې به ترې پرلاس راشي.
یو څو نور ډیر غټ کارونه شوي ،چې موږ همیشه ورته سترګې پرلار وو.
دوی وکولای شول ،چې دملي لوبډلې دلوبغاړو معاشونه لوړ کړي او هم دلوبې پرمهال دوی ته یو معین فیس دنورو اوله درجه هېوادونو په څیر وټاکه او همدا شان یې دوی ته دسفر پرمهال ورځنۍ تنخوا ټاکلي .
بل غټ ګام ،چې همیشه یې موږ له تشویشونو سره مخ کړي وو ،هغه په اداره کې دپاسنیو دواړو پوستونو معاشونه دومره لوړ وو،چې هرچا به دمعاش په خاطر هم دې پوست ته زور واهه ،خو دانش او ستانکزي خپل معاشونه کم کړل او هغه بودجه ،چې له معاش څخه اضافه شوې دادارې په نورو برخو کې به یې په مصرف ورسوي .
اوس چې نړیوال جام په مخ کې دی نو ټول پوهیږو ،چې دکرکټ اداره به زیات وخت دنړیوال جام مربوط مسایلو ته وقف کړي.
وروسته له نړیوال جام څخه به کرکټ بورډ داخلي کرکټ ته دومره څه وکړي ،چې څومره یې ضرورت لیدل کیږي ،ځکه ،چې پلان یې لس کلن دی او په زیاتو ولایتونو کې اوس روزنیزې اکیډمیانې او لوبغالي ترکار لاندې دي ،چې په راتلونکي کال کې به یې تربشپړیدو وروسته به زیات لوبغاړي ترې ګټه پورته کړي .
موږ اوس دکرکټ بورډ اینده کارونو او پلانونو ته سترګې پرلار یو ،چې څومره به دکرکټ دودې او پرمختګ په برخه کې مفید واقع شي.