زمـــــــاله ســــترګو نه پـــناه ګــلابه ------ زما پــه زړه کـې په خـــندا ګــــلابه له لــرې لـــرې ســــــــلامونه واخـــــله ----- د دعـاګانــــو امــبارونه واخـــــله په امان اوســـې له تـودو بـادونــو ----- هر يو قدم دې شــــه په ســـرو ګلـــونـو نيستۍ ظالمې په کوم لور وړی يي ----- زما له خــوا نه يــي په زور وړی يــي که لوږه نــه وی مجــبوري مو نــه وی ----- ګــرانه که ډيره غريـبي مو نه وی زه به په زړه پــرهــر پرهــر ولــې وی ----- ته به له کــوره مســافر ولــې وی که لوږه ورکه شـوه خو زړه مې وران دی ---- ستا يو نـظر ليده زما ارمـان دی زما له ســـترګو ســترګو کــــيږی خانه ----- يوه لحــظـه مې نه هــيريږی خانه ســتا د ديدن په بدل ځـــان مــړوو ----- څومــره په ګــرانه مـاشـــومـــان مـړوو چــــې لږ ناوخـــته به د شـــپې راتللې ----- ما ته به څومـــره وسوســـې راتللی چــې کور به نه وې زړه به وران ووزمـا ----- وره ته کتل دغه ګـذران وو زما اوس مې ونه لــيدې وختــونه وشو ل ----- وخــتونه څه چې ډير کــلونه وشــول هاغــســې اوس هم پامـــتــــه داره يمـه ------ لارې ته ګـــورم ناکراره يــــمــه د وره په ګړب پـــــسې په شا ګورمـه ----- غولي ته منــــډه کړمه تا ګــــورمــه دغه وهـــمونو لـــيونۍ کــــــړمــه زه ----- ذرې ذرې دې جـــدايۍ ګــــړمـه زه زما ګــلابه په ســــــپرلــــــو مـــيــنه ----- په اخـــــترونـو او مــيــلـو مــيیـــــنه چې له سپرلو نه به خــبريـږی کـنه! ----- په اخـــــترونــو به پـــوهـــيږې کـــنه اخـتر خو ماته هم ماتم غـوندې وي ----- تا پکې ښـکل نه کړمه غـم غـوندې وي د ســـپيلـــنو لوګــي به وي او کـــنه ----- په تا نــظر څــوک مــاتــوي او کــــنه؟ لکه زما دې په ځـــار ځـــار پاڅوي ----- کنه ســـهار دې څوک په قهـر پڅــــوي په خاورو ســـخا به دې لمـــنې ساتــې ----- جامې به پاکـې که خـــيرنې ســــاتې؟ لکه چې څـــنګ دلته يخـــني ډيره وي ----- اورم چـــې دغــلته ګرمي ډيره وي چې به په سوري که په لـــمر به يي ته ----- په ګــيډه موړ او که نــهر به يـي ته زړګــې مـــې وار نه کـــوي دا ولـــيکه ----- ما ته په لــيک کې خامخا ولـــيکه دا وسوې چـــې مې په زړه شــــي ګله ----- چې دا وهمونه راســـره شــــي ګـله بيا مې له ســتوني مړۍ نه تـــيريږي ----- زما خـــو دغـــه ډوډۍ نه تــيريـــږي چـې ســتا چاچۍ پر پولۍ کـــيږي ګرانه ----- زما به څه رنګــه تــيريږي ګـرانه زمـونـږ وطـن د بـلاګـانــــو وطــن ----- زمــونــږ وطــن د ښـــامـارانــو وطــن ګــنې پـه دې وطــن کــې څـــه نــشتـه ؟ ----- ګــټه د سـمې کـه د غــره نــشــته ؟ پـــه کــور د غــم ژوندون زما بـرخـه ده ----- مسافري زړه چاودې سـتا برخـه ده ليـــــک بــس کــوومه اجــازت دې راخــلمه ----- په دې دعـا درنه رخصـــت اخــلمه خدای دې نيستي چيرته په بند ګيره کړي ----- خدای دې په دې وطن ډوډۍ ډيره کړي زما بچــيه ! چـــې خــپل کـور ته راشــې ----- پښتون وطن ته خــپلې مــور له راشــې |