غزل


دلاســــــه مــــې هـــينداره ښـــــــويدله ولوېـــدله
اوچــــڼ شـــــوپه کـــــــمره ولګـــېدله ولــــوېدله

چې په سردجګ کړنګ به شوخې سترګې ګرځېده
ښـــکارشوې غرڅـــــنۍ ده له پرهره ولــوېــدلــه

په داردمحــبــــت چــې وؤ کــوم زړونه زړيدلـــي
تـــوبه ئې ترســـجدوتـــله له خـــنجره ولـــوېدلــه

ښــامــار دخزانــې هم په هرخــواوهي نيـــشـــونه
خـــبره دمـــلامــــې لــــه مــــمـــبره ولـــوېـــدلـــه

څوشکلي اومــيدونه مې دخــــياله مـــرورشــــول
دزړه هــــغه قـــېصـــه مـــې له مــزله ولـــوېدلـــه

دچانه انـــصاف غواړې اوپه چابه اعـــتبارکــړې؟
ډولـــــۍ دعـــقـــيدېئې مـــټ دـســـره ولـــوېــدلــه

ورځم اوس ميـــخانې ته مـــيکـــدې ورمـــاتومــه
پـــښـــتوئې په نېــــشوکې زنـــګوله ولــوېـــدلـــه

بې موره اوبې پلاره شوله اوښــکه مــې يــتيـــمه
ګرېــوان ته مــې له درده بې تســـله ولـــوېـــدلـــه

روانــه بـه مـنــګــي ســـره دخـــياله وه ګـــودرته
نن پېــغـــلــه ،اصلـــزيه،ددې چـــلــه ولـــوېــدلــه