اغزن سيمونه

 
زه داغزنـــو سیمــــو ډېر لـــــــــــــوی دښـــــمن یــم
که زمــــا لاس رسیـــــدای ټول به مــې ویلې کـــړای
باغ ته رنځـــور نـه پرېږدي،دنــګو مـــــــــاڼو ته پلی
چــــمن لــــه خلــکو ســاتي، دسیــــــل ځـای له کلــي


هېـــــڅ ډول ټوکــې نـــشي له دې سیمــــــــونو ســره
؛؛ ننــــــوتل منــــع دي؛؛لـــــــه دې ســیمـــــونــوبره
څـــــــوک یې له خـوا تېریږي لمـن یې څــــېرې بوله
چـا ورته ګــوته وروړه په وينـــو رنګ شــــــوه ټوله


هرشــی چــې ښکـلــی ګوري دې یې چـاپــېر تاویږي
دا پنځـــــــه سری ښـــــامار په خزانـــــو غــزیــــږي
درباب تار بل دی خـــــلک یــــې ســاز خوښـــــــوي
داســـیــــم چې ورېـــــږدوي بنیــــــــادمــــــان ژړوي


دبېلتـــــــــــون مـــــزی دی دا دامتیـــــــــاز کـــړۍ ده
دې پلــــو مـوږ اوســـېږو، بل دبـل چــــــــــا نــړۍ ده
اغزن ســیمـونو ورک شــئ چــې ماشــــومــان ژړوئ
دوی په څــه مـــینه درشــي،تاســویې شــوکارې کـوئ