اې د بر کلي چناره
راته وايه راته وايه
ستا د غيږې ځاله ګی کې
څوک تر پايه څوک بې پايه
چيرته نن د درد کوڅو کې
ملنګان د صبر نشته
يا يې ورک تري نه کچکول دی
يا يې جوړ څيري ګريوان دی
ګوره زړه نه يې مجمر جوړ دی
سرې سکروټې پرې بليږي
ارمانونه يې سپيلني شول
د لوګو زړګی ډوبيړي
اې د بر کلي چناره
ستا د څانګو په شنو پاڼو
د غزل نښې ځليږي
د لمر وړانګې ور له څړه
د وږمو زړه هم رپيږي
ما د وړانګو ښاپيرو نه
درته مينه ده راوړي
لپې لپې يې ژړلي
سپين کفن هم ور په غاړه
اې د بر کلي چناره
فنا ﻻس نه د نيولي
وړي يې لرې له ارمان نه
څه ځليږي لکه وړانګه
څه سپېڅلي لکه هاله
اې د بر کلي چناره
بې له تا نه يې ژوند څه دی
ښه د خړې ځمکې شاړه
اې د بر کلي چناره
راته وايه راته وايه
ستا د غيږې ځاله ګی کې
څوک تر پايه څوک بې پايه
وروستي