
۱۳۹۳/۱۰/۷
دافغانستان دکرکټ بورډ په خاصه توجه او پاملرنه په دې وروستیو کې دخوست په ولایت کې دیوه نړیوال مهجز لوبغالي چارې پیل شوې ،چې کارونه یې ډیر په منظم ډول پرمخ وړل کیږي او له وعدې سره سم به دغه لوبغالی په یوولسو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدا ډول کرکټ بورډ کرکټ ته په ولایاتو کې دخاصې توجه په پایله کې په خوست ولایت کې دیوه شخصي لوبغالي په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او له دې میدان څخه یې له نیږدې لیدنه کړې ،چې په خپله برخه کې یې دلازمو همکاریو وعده کړې وه .
له وعدې سره سم کرکټ بورډ دخوست ولایت شخصي لوبغالي ته له پاکستان هېواد څخه دجلال اباد او کابل له لارې څلویښیت ټنه دپیچ جوړولو خاوره راولیږله ،چې دشخصي لوبغالي مسؤولینو ته په خوست ولایت کې وسپارل شوه.
همدا ډول کرکټ بورډ یاد شخصي لوبغالي ته کیوریټر یا دپیچونو جوړولو ماهر هم رالیږلی ،چې نوموړی به دغه پيچونه په نړیوال سټنډرډ جوړ کړي او لوبو ته به یې اماده کړي او همدا شان به دغه کیوریټر یو څو کسان په خپله برخه کې خوست ولایت ته وروزي ،څو په اینده کې خوست ولایت په دې برخمه کې په ځان بسیا شي او په نورو سیمو کې په خپله ورته پیچونه جوړ کړي .
کرکټ بورډ دخپلې خاصې توجه په برخه کې یاد لوبغالي ته دوه رولرې هم رالیږلې ،چې یو یې (۱۰۰۰) کیلو وزن لري او دویم یو یې (۵۰۰) کیلو وزن لري .
همدا ډول کرکټ بورډ دخوست ولایت دکرکټ اکیډمۍ له پاره هم لس دانې نوي نیټونه رالیږلي ،چې پخواني هغه یې ،چې دکیفیت له لحاظه درست نه وو له منځه تللي وو او اوس به دغه نوي نیټونه دلوبغاړو له تمریناتو سره زیاته مرسته وکړي .
هرکله مو ،چې دافغانستان دکرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په دې برخه کې وپوښته نو نوموړي وویل ،چې موږ خپله ټوله توجه په هېواد کې دکرکټ بنسټ یا تهداب ته ورکوو او په هغه ولایتونو کې ،چې روزنځایونه نشته هلته به روزنځایونه یا اکیډیمیانې جوړې کړو او په هغو ولایتونو کې ،چې اکیډیمیانې شتون لري هغه به ورته مهجزې کړو او همدا ډول به قدم په قدم دلوبغالو جوړولو لړۍ روانه وساتو ،څو په هرولایت کې دلوبو له پاره په نړيوال سټنډرډ معیاري لوبغالي ولرو ،چې په دې سره به په ټول هېواد کې دکرکټ بنسټ یا تهداب په درست ډول کیښودل شي او دافغانستان دکرکټ شهرت به په نړیواله کچه څوبرابره نور هم لوړ شي .
دخوست ولایت دشخصي لوبغالي دمسؤولینو له جملې څخه محمد خان ځدراڼ له کرکټ بورډ او په خاص ډول له نسیم الله دانش زیاته مننه وکړه ،چې په خوست ولایت کې یې دشخصي لوبغالي سره زیاته مرسته وکړه .
نوموړي وویل ،چې دوی هغه مهال دشخصي لوبغالي جوړولو ته ملاوتړله ،چې دلته یې زیات ضرورت ترسترګو کیده ،خو یوازینۍ اداره ،چې له دوی سره یې مرسته کړې دکرکټ بورډ اداره ده ،چې له دوی سره یې دوسایلو په برخه کې مرسته وکړه .
دیادولو وړده ،چې خوست ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی ،چې کرکټ پکې داوج تر اخیري پوړیو رسیدلی ،خو یواځینۍ ستونزه ،چې ددې ولایت لوبغاړي ورسره مخ وو، هغه دمیدانونو او لوبغالو نه شتون و ،چې اوس دا دی دغه برخه هم ورو په ورو په تکمیلیدو ده .