لوی خدای ته

 
ته د ټـــول مـخــلوق څښــتن روزي رسان يې
په هـــر چـابـانــــدې بې درېغه مــهربـان يــې

کايــنــات واړۀ دا ســــتا د حـــکـــم لانــــــدې
هم د ځمــــکـــو اسـمـــانــونــو نګــهـــبان يې

پــه هــر اســــــم کــې دې يو عــالــم خــبرې
پـاکـــه ربه مــسلــــــط په ټول جــهـــان يـــې

په هر ځای کې يې موجود دې کې شک نشته
خو يــقــين مې په دې کلــک چې لامــکان يې

نـه پــوهــيږم ســتا لــويــي څـنګه بيــان کړم
تـه پـه دواړو جـهــانـو بانـدې ســلــطان يـــې

لــه صــفــت نه دې عــاجــز زمـــا قــلــم دی
ته دې ســترو قــدرتــونــو لـــوی شــــان يـې

ستا دربار کـې د هيــڅ شـي کـمـوالی نــشــته
ته خـالــق يــې ته مـالک يې ته سبــحـان يـې

په فــقــير روغ لــېــونــي دې نـــظر غـواړم
ته رحــيم يې ته کامــل غــني رحــمـان يــې