څرخ

بوډا ملا ته لاس ونیو، عینکي یې پرسترګو سمې کړې ، په ویاله کی یی لکڼه ووهله ، څو پاڼي یی پری لرې کړې چې ډب، ګلانو ته ور خلاص کړي خو زنګنو یې درد وکړ، له ځان سره وزغونځیده (( کوم مامور بیا پیسې  ټولې نه کړې چې تا نه کړې...که پیسې وای... اوس به مې دزنګنو علاج په هندوستان کړی و..))
بوډا سرښکته کړ ،لرګی یې ولګاوه،څوګامه مخکې دپارک چوترې ته ورتیرشو، څادر یې لمانځه ته خپور کړ. دوه تنه یې شاته ودریدل، په ده پسې یې اقتدا وکړه، د ده په قعده کې په الهم ربنا کې غږ لوړ شو..وقناعذاب النار..په سلام پسې یې لاسونه دعا ته
جګ کړل، ورو یې وویل (( شکر خدایه چې رشوت مې نه دی اخیستی، شکر چې په دوه ورځې دنیا کې مې دچا حق نه دی خوړلی چې پرې ومي نیسې..)) دبوډا زګیروی و. دونې پرډډ یې لاس تیکه کړ،مقتدیانو ترمټ ونیو او ویې دراوه.
دی په دمه دمه کورته روان شو. دلسمي چې پر ده سترګې ولګیدې سي ډي یې لوړه کړه.بوډا لکڼه پرې پورته کړه، هلک سر ټیټ کړ او شاته یې ټوپ کړل:
- بابا هغه تا چې ښه ایسي هغه بدله ده
بوډا لکڼه وار کړه:
- نه لمونځ شته نه اودس
هلک منډه کړه. بوډا په ستمي پر لکڼې د سي ډي سیم ورکش کړ، هغه ونه خوت. ده شاوخوا سترګې ورغړولې، هلک لرې تښتیدلی و، سیډي بله بدله بلله...
 
aapasarly@yahoo.co.uk