
زلمي د مڼې را ایستلې لښته په غوچک کې ونیوله ، باغوان د پولې له ژۍ خاورې ورواچولې . لښته لکه شوه . زلمي له لاسونو خاورې وڅنډلې ، ګوتو ته یې ورپو کړل ، باغوان سر وخوځاوه ، ده وپوښت :
- څه خو دې ویل ، وایه خبره مه ژووه. !
باغوان پولې ته د بېل په شا یو دوه ډبه ورکړل، لاسو ته یې ورتو کړل ، زلمي ته یې وکتل ، هغه ده ته ځیرې سترګې نیولې وې ، باغوان ورته وویل:
- صاحبه خپل کار دې ښه اسوده و، خرکاري هم هنر غواړي
زلمي سرته ګوته ونیوله:
- نه ګورې په دفترکې مې ویښته ټول سپین شول .
- ولې دې یو دم خوشي کړ؟
- چې په قدر دې څوک پوه نه شي ، چې دکار ارزښت دې چا ته معلوم نه شي نو ...
باغوان سر وخوځاوه ،زلمی پر پوله په جګو پښو کښناست ، باغوان ورو- ورو څنګ ته د زړې ونې بیخ سستاوه او د زلمي خبرو ته غوږ و ، زلمي وویل:
- مدیر دفتر ته وروغوښتم راته ویې ویل چې خپله لیکنه پیاوړي ته ورښکاره کړم ، دغه تا چې یو عمر دې باغواني کړې ده ، که دې څوک دیوه هلکي تر لاس لاندې کښنوي چې له هغه پیوند زده کړه او د هغه په خوله قوریه کېږده ، وبه یې منې؟!
باغوان رغویو ته ور تو کړل ، شونډې یې بوڅې کړې :
- صاحبه ، غاړې مې دې خدای نه بنده وي روژه به وه که لا څو ورځې ورته پاتې وې، له ښاره یو داسې څوکړ غوندې هلکی راغلی و ویل یې په موسسې کې یې د شاخ بري تعلیم کړی ، راته ویې ویل دا داسې کړه ماویل ځغله ادې دي.. ))
باغوان سړک ته ګوته ونیوله او بیا یې وویل :
- صاحبه ! ورته ومې ویل هاغه د ولسوالۍ لاره ده چې په کومه راغلی یې په هغې به ځې .
زلمي غاړې تازه کړې :
- سر مې د دفتر په کارکې سپین شو زما تجربه مدیر ته هېڅ وه نوي هلکي ته یې واک ورکاوه....))
باغوان خولۍ له سره پورته ونیوله ، ویښته یې وګیرول ، زلمي سګریټ بل کړ یو دود یې د نوې کښینولي نیالګي لورته پف کړ (( زما پاڼې دې نوې هلک واخیستې ، ویې کتلې ، خطې یې پکې وایستلې .... )) زلمي د سګریټ سوځېدلي سر ته وکتل .
باغوان ورته وویل :
- له خیره سره چې نن ټول نیالګي کښینوو پنځم کال به بیا اجاره دار په دغو ونو حساب کوي .