غزل


مرغلرې دي مـرجــان دي ستا په لاس کــې

واړه ســتوري داســمان دي سـتا په لاس کې

داچــې خــلک د رحـمـت امــېد لــه تاکـــړي

داخـوڅاڅــکي د باران دي ستا په لاس کــې

جــواهـر څـومــره ارزښــت لــري دنيـاکــې

جواهر څوـمره ارزان دي ستا په لاس کــې

دل ازاره طـــبيعـــت دى خــــداى درکــــړى

زړونه څومره پرېشــان دي ستا په لاس کـې

پــيــروکار د اهـــرېمــن درڅــخـه تـــښـــتي

قــدرتــونه د يــزدان دي ســتا په لاس کــــې

مـريــدان به ډېـر واړه درتـه ښـــکاره شـــي

ځــکه واړه ســتر پيران دي ستا په لاس کـې

دوو ســـترګــو کـــې دې دوه نــړۍ خــبــرې

هنـګامې د کل زمــان دي ســـتا په لاس کــې